مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-20   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Times: د کرزي ورور امریکایان زړه نا زړه کړي دي


 

سرچینه : ټایمز اخبار

By Tim McGirk / Kandahar

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 Friday, Mar. 19, 2010

ځواکمن دیپلوماتان، افغان کارپوهان او قومي مشران وایې چې په افغانستان کې به د ناټو ځو اکونو د عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال هغه پلان له ناکامۍ سره مخ شي چې غواړي په روان فصل کې د کندهار  ډیري سیمې له طالبانو پاکي کړي، دا ځکه چې د افغان حکومت د سیمیزې څیرې په اړه د  سیمې د خلکو قهر لا پسې زیاتیږي او دغه قهر د حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د موجودیت له لاسه دی.


ټایمز لیکي چې جنرال ستنلي مک کریستال غواړي د کندهار د نیم ملیونې ښار د کامل تصرف لپاره(چې طالبانو  په دې ورستیو کې ضعیفه کړی او د ځان د قدرت په یوه سمبولیک مرکز یې اړولی)پراخ عملیات تر سره کړي.


ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو تحریک په ۱۹۹۴ کال کې په کندهار کې جوړ شو او سره له دې چې وروسته طالبانو کابل هم ونیوه خو بیا هم کندهار د طالبانو د قوماندې داصلي مرکز په توګه وو.


ورځپاڼه لیکي چې اوس ډیری ديپلوماتان، د حالاتو ناظرین او عام خلک په دې باور دي چې دغه ښار د احمد ولي کرزي او د هغه د بهرنیو ملاتړ کونکو له لاسه یو ځل بیا د طالبانو لاس ته د لویدو په حال کې دی.
له ټایمز ورځپاڼي سره افغان کارپوهانو، نړیوالو شنونکو، ديپلوماتانو، پوځي ماهرینو او یو شمیر قومي مشرانو په خپلو مرکو کې په کندهار کې د انرشيزم او ګډوډۍ اصلي لامل د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي خان کرزی بولي.


په کندهار کې د ناټو یوه پخواني چارواکي چې د کندهار حالات یې له نژدې څارلي وایې: (( تاسو واقعاً په کندهار کې یوه مجرمه پروژه د حکومت په جامو کې ویني، چې له مونږ څخه د خپلې وسلې په توګه کار اخلي او همدا دلیل دی چې ډیری خلګ طالبانو ته ور اوړي او هغوي د ځان د ساتلو لپاره غوره کوي او د هغوي په وجود کې د حکومت پر ضد خپل قهر باسي.


ورځپاڼه لیکي چې د حامد کرزي ورور احمد ولي کرزي له کندهار څخه د ټلیفون په کرښه په ځان باندي لګیدلي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي : (( زه یوازي قومي مشر یم، همدومره)).
خو هغه نړیوال څارونکي چې د کندهار حالات یې ارزولي وایې چې احمد ولي کرزی نه یوازي داچې ځان د پوپلزیو د قوم مشر بولي بلکه د ولایتي شورا مشري هم پر غاړه لري.


د احمد ولي کرزي دښمنان وایې چې کرزی دا صلاحیت لري چې د ځمکو پر سر را پورته شوي لانجې هواري کړي، نوموړی دا واک لري چې څوک په کندهار کې د بازسازۍ قراردادونه ونیسي، څوک زندان ته واچول شي او کوم قوم ته بشري مرستې ورکړل شي.


یوه عالي رتبه نړیوال دیپلومات ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې د کندهار یوه پخواني والي ورته شکایت کړی وو چې ما د احمد ولي کرزي له اجازې پرته نشوای کولای چې د هغه په دفتر کې ورسره د ملاقات وخت تر لاسه کړم.


په کابل کې د مخدره توکو سره د مبارزې دچارو تحلیلګرانو ورځپاڼي ته ویلي چې دوي ځکه د مخدره توکو له قاچاقبرو سره د احمدي ولي کرزي د ارتباط په اړه ثبوتونه نلري چې د کندهار او هلمند په ولایتونو کې کوم چې له ایران او پاکستان سره پولې لري ډیری پولیس مشران د همدغه سړي کسان دي او دغه پولیس چارواکي د کرزي د مخدره توکو محمولې وړي او راوړي .


په کابل کې نړیوالو څارونکو او دیپلوماتانو ټایمز مجلې ته ویلي چې احمد ولي کرزي له امریکايي سپیشل فورس ځواکونو او د امریکا د استخباراتي ادارې له هغو کارکونکو سره چې په کندهار کې دي ښه روابط ټینګ کړي دي.
په تیر اکتوبر میاشت کې د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼي داسي خبر خپور کړ چې ګواکي احمد ولي کرزی له تیرو اتو کلونو راهیسي د امریکا داستخباراتي ادارې ( سې  اې اې) معاش خور وو په داسي حال کې چې احمد ولي کرزي له ټایمز اخبار سره د خبرو پر مهال دغه تور رد کړ.


احمد ولي کرزي ټایمز مجلې ته ویلي: (( ما دغه خلک لیدلي، ما له هغوي سره په امنیتي غونډو کې خبري کړي، خو زه کنترول نلرم)).


خو ټایمز مجلې ته یو شمیر سرچینو ویلي چې احمد ولي کرزي داسي هم کړي چې د خپل ځان رقیب قومي مشران یې ډار کړي چې دی به د ناټو هوايي ځواک د دوي پر ضد وکاروي او هم به یې د امریکا په سپيشل فورس ځواکونو له مینځه یوسي.


د ناټو یوه پخواني چارواکي ټایمز اخبار ته ویلي چې په کندهار کې زمونږ ډیر استخباراتي معلومات په مستقیم او غیر مستقیم ډول له احمد ولي کرزي  څخه راتلل، خو مونږ په دغه ډینامیک څرخ ځکه ډیر فکر ندی کړی چې زمونږ اصلي تمرکز په خپلو ډښمنانو وو.


ټاېمز د بیلګي په توګه د مک کرستال د هغه پلان په اړه چې غواړي په کندهار کې عملیات وکړي د ارغنداب ولسوالۍ ته اشاره کوي چې د دښتې او غرونو په منځ کې پرته ده او دغلته به عملیات  ډیر ستونزمن وي.
په تیرو دوو کلونو کې دغلته د الکوزي قوم ګن شمیر مشران یو په بل پسې یو په یو ترور شوي دي.


د دغو قتلونو تورنه په طالبانو تپل شوي خو کله چې طالبان څوک تروروي نو د هغه د قتل پیغام ژر تر ژره رسنیو ته سپاري په داسي حال کې چې طالبان د دغو قتلونو پړا نه مني.

د الکوزي قوم د مشرانو د قتل تور عام خلک په احمد ولي کرزي  ور اچوي، او د الکوزي قوم یو شمیر کسان د احمد ولي کرزي وسله وال سړي په دغو قتلونو کې دخیل بولي.


خو احمد ولي کرزی وایې چې له دغه قوم سره یې اړیکي دوستانه دي.


خو د الکوزي قوم ډیری مشران د ځان د خوندي توب لپاره له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
په ارغنداب کې د کاناډايي ځواکونو له یوه مرکز څخه یوه عیني شاهد وویل کله چې دغه مرکز کاناډایانو دغلته جوړ کړ نو د لمر له لویدو وروسته تل له دغې سیمې طالبان په  ډاډه زړه تګ را تګ ګوي.


د ناټو سرچینو ټایمز ته منلي چې جنرال ستنلي مک کرستال له دې خبر دی چې په کندهار کې به د احمد ولي کرزي رول د ده په عملیاتو ناوړه اغیزي ولري خو کرستال ژمنه کړي چې له عملیاتو وروسته به خلکو ته ښه حکومت داري رامنځ ته کوي.


خوجنرال کرستال ویلي چې د ولایت جناجالي چارې د نورو په واسطه تر سره کیږي، ولي کرزی به پاتې وي، بلاخره هغه د ولسمشر د کورنۍ دی او ښایې د دغو دوو وروڼو تر منځ اړیکې تر ډیره دوام ونکړي دا ځکه چې یو ځل څو کاله دمخه حامد کرزي او احمدولي کرزي دولسمشرۍ په ماڼۍ کې د قومي مشرانو په مخکې هم یو له بل سره ژبنۍ شخړه کړي وه.


ټایمز لیکي چې حامد کرزي څو څو ځله خپل ورور احمد ولي کرزي ته ویلي چې تا په کندهار کې تیروتني کړي چې بیا احمد ولي کرزي ورته په تریو تندني ځواب ویلی چې ته مخکې تر دي چې د ارګ له ماڼۍ څخه دباندي په یو چا تور ولګوي د هیواد په دننه کې تا په خپله ډیري تیروتني اوغلطۍ کړي دي.


خو ټایمز لیکي چې افغان ولسمشر حامد کرزي تر اوسه هم مقاومت کړی او وایې چې د احمد ولي کرزي په اړه به هغه وخت اقدام کوي چې د هغه د خرابو فعلونو په اړه ورته مستند شواهد وړاندي شي.

 

 یوه بهرني ديپلومات چې د کندهار له قومي مشرانو سره یې اړیکي لرلي ټایمز ته ویلي چې دافغانستان په جنوب کې د شخړو د خطمیدو یوازنۍ لاره دا ده چې احمد ولي کرزی ګوښې ته ټیله شي او دغه کار به د حامد کرزي او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لپاره یو مهم ور پرانیزي.

 

خو که چیرته دغه کار د احمد ولي کرزي له لوري ګډوډ شي بیا به امنیت همداسي وي.


دغه ديپلومات ټایمز اخبار ته دا هم ویلي چې د پاکستان په کوټه کې ډیری پښتنو افغنانو چې اوس له طالبانو سره  اړیکي لري حامد کرزي ته ویلي دي چې تر هغه به دوي له مقابلې لاس وانخلي تر څو چې احمد ولي کرزی په واک کې وي.

یادونه: د بینوا ویب پاڼه د ژورنالیزم د نړیوالو اصولو په رڼا کې دا د ځان حق بولي چې د نړیوالو رسنیو مهم  رپوټونه په پښتو ژبه خپلو خورو ورو افغانانو ته کټ مټ خپاره کړي او د دغه مطلب په محتوای کې هیڅ مداخله نکوي.
په درنښت: میرویس جلالزی

 


 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery