سرچینه: د امریکا واشنګټن ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
په ډیر قهر او غضب سره په زرګونو تنه د امریکا واشنګتن ډي سې ته را ووتل او په بارک اوبهاما یې فشار کاوه چې له افغانستان او عراق څخه خپل سرتیري ژر تر ژره را وباسي.
دغه مارش د ډې سې په بیلا بیلو برخو کې په لاره اچول شوی وو.
د امریکا پارک پولیسو د بشر د حقونو مدافع او سیاسي فعال سنډي شیهن او اوه نور کسان له دغه لاریون وروسته هغه مهال ونیول چې په سپينو تابتونو کې د سپینې ماڼۍ مخې ته اوږده پراته ول.
ښاغلی شیهن چې پولیسو له تابوت څخه په زور را کشاوه چیغي وهلي چې دسپینې ماڼۍ واکداران ټول مجرمین دي.
پولیسو یو شمیر لاریون کونکي په دې تور ونیول چې د پنسلوانیا خیابان پیاده رو یې عابرینو ته نه خلاصاوه او د پارک پولیسو دغه لاریون کونکي له پیاده رو څخه پوري وږل او هغوې یې د قانون نه منونکي په ګوتو کړل.
د بشري حقونو یوه بل فعال رلیف نادر چې د لاریون په سر کې روان وو لاریون کونکي د سپینې ماڼۍ مخې ته په لفایت پارک کې تم کړل او اوبهاما ته یې په اشاره ویل چې هغه د بوش پالیسي تکراروي او نوموړی یو احمق انسان دی.
نوموړي ویل چې اوبهاما د ګوانتانامو زندان خلاص پریښي او بندیان شکنجه کیږي چې دغه کار له هغه څخه ټول امریکایان متنفر کړي دي.
لاریون کونکو ویل چې د اوبهاما دغه پالیسۍ د دوی د منلو وړ ندي او ټول له نظام څخه سر ټکوي.
په سان فرانسیسکو ښار کې دانیل ایلسبرګ د لاریون مشري کوله او هغه د ویتنام د جګړې پر مهال د امریکا د دفاع وزارت یو محرم لیک په لوړ غږ لوست چې پکې د ویتنام حالات ډیر خطرناکه ښودل شوي وو، هغه ویل چې اوس هم کټ مټ د افغانستان او عراق حالات ورته دي چې باید امریکایان ترینه ژر تر ژره خپل سرتیري را وباسي.
انا برلینورت د نیوجرسي یوه اوسیدونکي او یوه بله لاریون کونکې وه هغه ویل چې د دې زوی په عراق کې عسکر دی او هغه هم د دغه لاریون ملاتړ کوي.
لاریون کونکو په یوه غږ له عراق او افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د راستلو غږ کاوه او د داسي ورځي لپاره یې دعا کوله چې یو امریکایی سرتیری هم په افغانستان کې پاتې نشي.
دغه ډول لاریونونه له واشنګټن پرته په نیوجرسي، لاسنجلس او سانفرانسیسکو کې هم په لاره اچول شوي وو.