مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-23   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Japan Times: له ښه حکومت پرته افغانستان له لاس ځي

منبع: جاپان ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

دجاپان ټایمز ورځپاني تر دې عنوان لاندي چې افغانستان به د ښې ادارې له درلودو پرته له لاسه ولاړ شي یوه مقاله خپره کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې افغان دولت او د ناټومتحدینو په روان کال کې بې له شکه ډیر ښه پرمختګونه وکړل.

د مارجې عملیات، د ملابرادر او دوو نورو کلیدي طالبانو نیول کیدل او په قبایلي سیمو باندي د امریکا دبي پيلوټه الوتکو په برید کې د حقاني ډلي د یوې وتلې څيرې وژنه هغه څه دي چې د دغه پرمختګ روښانه ثبوت ګڼل کیدای شي.

خو ورځپاڼه وایې چې په دې کې هم شک نشته چې تر هغه به امریکا او د هغه متحدین په افغانستان کې بریالي نشي، تر څو چې یو ښه او صالمه افغاني اداره نه وي رامنځ ته شوي.

جاپان ټایمز لیکي چې افغان دولت په غلطې لارې روان دی او له افغان دولت سره د همکارۍ معقوله هم ډیرو ته په اوس حال کې غیر عادلانه بریښي.

جاپان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما په افغانستان کې د خپلې ستراتیژۍ  د اعلام پر مهال وویل چې دی به له اتلسو میاشتو وروسته له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي خو تر هغه دمخه به په افغانستان کې د طالبانو د سرکوب لپاره دغه هیواد ته اضافي عسکر لیږي اود افغان کورنیو ځواکونو تعلیم او تربیه هم ورته لومړي توب لري.

ورځپاڼه لیکي چې د اوبهاما دغواهدافو ته رسیدل په لنډ مهال کې لاندې دری مسلې له ځان سره لري.

لومړی:  امریکا او افغان دولت به د طالبانو پر ضد ډیر موفقانه عملیات وکړي تر څو د هغوي په ولکه کې راغلي سیمې آزادي کړي او هلته د بیارغاونې پروژې په لاره واچوي.

دوهم:  هغوي باید  پاکستان متقاعد کړې چې افغان طالبانو ته پناه ورنکړي او د هغوي پر ضد خپل ګامونه وچت او صادقانه کړي .

دریم:  امریکا باید د افغان دولت ملاتړ وکړي ، اوسنی دولت چې په اختلاس او فساد کې ډوب دی نه، بلکه یو داسي حکومت چې خلک ترینه راضي وي.
جاپان ټاېمز لیکي تر هغه چې په افغانستان کې یوه صالمه اداره نه وي رامنځ ته شوي تر هغه پوري په افغانستان کې د اوبهاما ستراتیژي نشي بریالۍ کیدای او امریکایان به که څه هم د خپلو سرتیرو د سر په بیه یو شمیر سیمي له طالبانو آزادي کړي خو بیا هم د هغوي ساتل د افغان دولت دنده ده او افغان ناصالمه اداره د دې کار وړتیا نلري.

ورځپاڼه په پای کې کرزي ته هم توصیه کوي چې که چیرته د خپلو امریکايي متحدینو هغه غوښتنه ژر تر ژره عملي نکړي( چې وایې باید یوه صالمه افغاني اداره رامنځ ته شي) اتلس میاشتې به هم ډیري ژر تیري شي او بیا به له دغه هیواد څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو لړۍ پیل شي او نوموړی به له خپلو فاسدو ملګرو سره یواځي پاتي شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery