مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سنټر ایشیا : د ملا برادر نیول کېدل، څه ثابتوي؟

ژباړن: ولي اکبرزاده


غني کاکړ/Central  Asia Online                                              

په کراچۍ ښار کې د افغان طالبانو د دوهم نمبر جګپوړي قوماندان ملا برادر او څلورو نورو والیانو نیول کېدل دا ثابتوي، چې د افغان طالبانو غړي په پاکستان کې پټ شوي دي.
په ۲۰۰۱کال په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته دغه تیوري مطرح شوه، چې د طالبانو ډېری جګپوړي چارواکي له افغانستان نه د سرحد ایالت مرکز بېښور ته تللي دي. اوس ویل کیږي، چې هغوی د پاکستان نورو سیمو ته د خپرېدو په حال کې دي.
د پاکستان د امنیتي چارو یو تحلیلګر ډاکټر حسن عسکري وایي: (( کېدای شي د افغان طالبانو یو شمېر مشران په کوټه او یو شمېر نور د پاکستان په نورو سیمو کې پټ وي، خو دا په دقیقه توګه نشم ویلای، چې په کوټه کې به د طالبانو شورا موجوده وي. زه فکر کوم، چې طالبان هیڅ منظم ارتباطي سسټم نه لري، چې دهغه له مخې پّ افغانستان او پاکستان کې خپل عملیات ترسره کړي)).
عسکري وویل، چې افغان طالبان په احتمالي ډول پاکستان د ځانونو لپاره خوندي ځای ګڼي، ځکه همفکران یې هڅه کوي له ملتپالنې څخه په استفادې له تاوتریخوالي سره یوځای شي او ټینګار کوي، چې د پاکستان ستونزې ددغه هېواد د بهرنیو دښمنانو له خوا جوړې شوې دي.
یوه امنیتي پاکستاني چارواکي ، چې له نومښودنې یې ډډله کوله د منځنۍ اسیا انلاین سایټ ته وویل، په وزیرستان کې د جنګیالیو خلاف عملیات ددې سبب ګرځیدلي، چې ډېری طالب جنګیالي د کوټې شمال شرق او د بلوچستان نورو هغو سیمو ته وتښتیږي، چې نوشکي سیمې ته نږدې د افغانستان له شوراوک سیمې سره پرته ده.
د افغان طالبانو اصلي ډلې، چې د مولوي جلال الدین حقاني او ملا محمد عمر تر مشرې لاندې دي، د پاکستان له خوا حمایه کیږي.
یو شمېر ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې طالبانو د خپلو بریدونو او عملیاتو لپاره زابل، سپین بولدک، کندهار او هلمند هغه سیمې ټاکلې، چې غواړي له دغو ځایونو خپله واکمني بېرته ټینګه کړي. ددغو سرچینو په وینا، دغه سیمې له ډیورنډ کرښې لرې دي، ځکه دا سیمې داسې ځایونه لري، چې خوندي نه دي او د سرحدي پولیسو د ګزمې امکانات هم پکې نشته.
د پاکستان جګپوړی پوځي او دفاعي تحلیلګر  متقاعد جنرال طلعت مسعود وایي: (( په تېر کې دا تجربه شوې، چې یو شمېر طالبان په پاکستان کې وو، خو اوس هغوی خپله ستراتیژي بدله کړې، ځکه پاکستان له یوې دوې اړخیزې لوبې سره مخامخ دی او نور نه شي کولای لوبه وکړي)). د مسعود په وینا، په داسې حال کې، چې پر افغان طالبانو د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو په هدف بریدونه او عملیات کیږي، دغه جریان د محدودیت عامل ګرځي و ان اوس دغه محدودیت رامنځته شوی، چې پاکستان نور نه شي کولای د سولې له جریان سره د افغان طالبانو د یوځای کېدو لپاره زیات کار وکړي.
په هلمند کې پر طالبانو وروستی برید ګڼ شمېر سیمه ییز خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي. هغوی په اسانۍ سره په پاکستان کې پېژندل کیږي. استخباراتي سرچینې وایي، چې د پآکستان په کراچۍ او فیصل اباد کې د افغان طالبانو د یو شمېر مشرانو تر نیول کېدو وروسته ، دغه هېواد په نورو سیمو لکه کوټه، کچلاک، پیښین، چمن، پیرعلي زي جنګل، سرخاب، نوشکي او په ځانګړې توګه کراچۍ کې خپله لومه غوړولې ده.
د پاکستان امنیتي موسسې د هغو افغان طالبانو د مشرانو پر ښکار بوختې دي، چې په پاکستان کې پټ دي. په عین حال کې دولتي ځواکونو د طالبانو یو شمېر چارواکي نیولي دي. دغه چارواکي ملا عبدالله اخوندزاده، ملا عبدالنبي، مولوي عبدالنسیم نعیمي، نورمحمد ثاقب، سخي داد مجاهد، ملا عبدالغني برادر، امیر معاویه، اخوندزاده پوپلزی، ملا حمزه اخوند، ملا عبدالسلام، ملامحمد او مولوي کریم داد دي.
سرچینې وایي، د پاکستان امنیتي موسسو هڅه کړې په قبایلي سیمو کې د جاسوسې جال خپور کړي ، خو جنګالیو ددغه جال ډېر غړي نیولي او وژلي دي.
د پاکستان پوځ په باجوړ، سوات او قبایلي سیمو کې له طالبانو سره پر جګړه بوخت دی. دغه سیمې په نورستان(پکتیا، پکتیکا، خوست) او کونړ ولایتونو کې د افغان طالبانو د اکمالاتو مهمې کرښې دي. د تحریک نفاذ شریعت محمدي یوه غړي او د طالبانو ملاتړي مولوي نورمحمد وویل: (( دغه ادعا ، چې افغان طالبان د پآکستان له خاورې عملیات کوي، ددې سبب شوې، چې پاکستان پر یوه دوه لار واقع کړي)). هغه وویل: (( سره له دې، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د واکمنې له منځه تلو ډېر وخت کیږي، طالبان او القاعده په افغانستان کې پیاوړي شوي دي او یو ځل بیا له منظم کېدو وروسته د یوه ځواک پّ توګه سر راپورته کوي)).

 

د پاکستان امنیتي ادارو په تېرو دوو کلونو کې د افغان طالبانو ۳۰۰ غړي نیولي دي. ډېری دغه کسان په روغتونونو کې نیول شوي دي.
د څو روغتوني سرچینو په وینا، طالبان په افغانستان کې د جګړو له امله خپل ټپي ملګري پر سرحد را تېروي او پاکستان ته یې راوړي. دغه جنګیالي، چې ځانونه ملکي وګړي بولي، په روغتونونو کې معالجه کیږي. پاکستان دغه ادعا رد کړې، چې افغان طالبان د هغه هېواد د استخباراتي سرچینو په مرسته او ملاتړ پّ خوندي ځایونو کې اوسیږي. ( وروستۍ نیونې د افغان چارواکو دغه ادعا ثابتوي).
د پاکستان د جماعت اسلام یو مشر او ددغه هېواد د ملي شورا غړی مولوي عصمت الله وایي: (( دغه بې بنسټه اوازې دي، چې د افغان طالبانو شورا کوټې ته لېږدېدلې ده. دا د پآکستان پرخلاف د لویدیز تبلیغات دي)). خو لمر په دوو ګوتو نه پټیږي.
هغه وویل: (( د طالبانو واقعي شورا همغه شورا ده، چې د ملا محمد عمر له خوا رهبري کیږي. د ځینو رپوټونو پر بنسټ، دغه شورا ۲۸ غړي لري، چې په ټول افغانستان کې خواره دي!. ځینې غړي یې دولتي کلیدي پوسټونه لري. هویت یې یوازې د شورا په غړو کې پېژندل شوی دی)).
د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، پاکستان د جنګیالیو د اوښتو را اوښتو د مخنیوي په خاطر پر ډیورنډ ۸۰ زره پوځیان اچولي او تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې یې جوړې کړې دي( خو له دې سره سره بیا هم وسله وال جنګیالي دواړو هېوادونو ته اوړي را اوړي او مهم هغه یې د پاکستان له ښارونو نیول کیږي).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery