Independent:د افغان پولیسو په اړه دبریټانیا تشویش
سرچینه: د بریټانیا انډیپینډینټ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د بریټانیا انډیپینډینټ ورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې د افغان پولیسو د کړو وړو، تعلیم اوتریبي او نورو مسایلو په باب د بریټانیا د دولت د اندیښنې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې د بریټانیا دولت ویلي چې افغان پولیس ډیر کم تجربه، ناتوان او ضعیف دي او دا به ډیر وخت ونیسي تر څو افغان پولیس په ښه او موثره توګه وروزل شي.
د انډیپینډینټ ورځپاڼه له هغه سند څخه په حواله چې د بریتانیا د بهرنیرو چارو وزارت له لوري څو میاشتې دمخه تریتب شوی کاږي چې په دغه سند کې ویل شوي چې د افغانستان د پولیسو څلورمه برخه په مخدره توکو اخته دي، او له دې پرته چې طالبان د خپل دښمن په توګه پیژني په بل هیڅ قانون یې سر ندی خلاص او نه پوهیږي چې پولیس یعني څه .
په دغه سند کې راغلی چې د دغه چلنج اندازه ډیره ستره ده .
انډیپینډینټ ورځپاڼه لیکي چې به دغه سند کې دا هم راغلي چې د داسي افغان پولیس ځواک جوړول چې خپلواک، متخصص او پرې حساب وشي ډیرو کلونو او ډیرو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
دغه بريټانوۍ ورځپاڼه لیکي چې افغان دولت او متحدین یې غواړي د افغان پولیس سرتیرو شمیره له سل زرو څخه یو سل او شپيته زرو ته لوړه کړي تر څو وکولای شي چې د بغاوتونه مخه ډب کړي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د انډیپینډینټ ورځپاڼې ته ویلي چې دوي ته دا آوازې ور رسیدلي چې د افغان پولیسو په منځ کې بي قانوني خپل اوج ته رسیدلي او ځيني شکایتونه ډیر د اندیښني وړ دي.
ورځپاڼه لیکي، په داسي حال کې چې بریټانیا د افغان پولیس سرتیرو د مسکلي کولو په برخه کې له افغان دولت سره ډیره مرسته کوي خو داسي ښکاري چې په تیرو کلونو کې د افغانستان له پولیسو سره شوي مرستي تر ډیره بریده په سم لوري ندي تللي او پولیس سرتیري په ډیرو برخو کې له عادې افغانانو سره داسي برخورد کوي چې خلک له طالبانو سره یو ځای کیدو ته اړ باسي.
ورځپاڼه لیکي چې افغان پولیس سرتیري حتی په پلازمینه کابل کې هم له خلکو رشوت اخلي او په ځینو عمده واټونو یې د سوداګرو موټرو ته پاټکونه جوړ کړي دي.
انډیپینډینټ ورځپاڼه د یو شمیر امنیه قوماندانیو او د حوزو د امریتونو لیلام ته هم اشاره کوي چې وایې په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د کورنیو چارو یو شمیر وزیرانو په یوه او بل نامه خپل ملګري په عمده کلیدي پوستونو ځای پر ځای کړي او له ځينو نورو بیا د یوې څوکۍ د سپارلو په بدل کې له دیرشو زرو څخه نیولي بیا تر ۷۰ زرو دالرو پوري د رشوت په توګه اخیستل شوي دي.
میرویس جلالزی