مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-28   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

NewYorkTimes: ایران دوه اتومې بټې جوړوي

 

سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپانه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د ایران د هغو پټو فعالیتونو په اړه چې په دې ورستیو کې یې پیل کړې یو تحلیلي مطلب خپور کړی دي.

ورځپاڼه لیکي، په داسي حال کې چې شپږ میاشتې دمخه په ایران کې د یورانیمو د بډاینې یو مرکز د نړیوالو اتومي څارګرو او غربي استخباراتي ادارو له لوري مشخص شو اوس یو ځل بیا غربي استخباراتي ادارې وایې چې ایران دمګړۍ د ملګرو ملتونو سره د  توافق خلاف د نورو اتومې سایټونو د جوړلو کار پیل کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ایران د اتومې  آژانس مشر علي اکبر صالحي د خپل هیواد د زدکونکوخبري آژانس ته ویلي چې ولسمشر محمود احمدي نژاد دستور ورکړی چې دوه نورې اتومې بټۍ جوړې کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې دغه دوه بټۍ به د ایران په غرنیو سیمو کې د غرونو په منځ کې جوړیږي چې له هر راز برید څخه خوندي وي.

صالحي ویلي وو چې که خدای غوښتي وي دغه دوه بټۍ به په نوې هجري لمریز کال کې چې د نیویارک  ټایمز به خبر د مارچ په ۲۱مه نیټه پیل شوی، شروع شي.

د نړیوال اتومي آژانس څیړونکي او دملګرو ملتونو د اتومي آژانس محقیقین په دی باور دي چې ایران د دغو دوو اتومې بټیو د جوړلو کار په داسي حال کې پیل کړی چې سپینه ماڼۍ غواړي ایران باندي د اتومې مشکوکو فعالیتونو د درلودو په سبب نور فشارونه او بندیزونه راولي.

نیویارک ټایمز لیکي کله چې د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما په عام محضر کې د ایران په قم ښار کې د اتومې بټیو له شتون څخه پرده پورته کړه، هغه هڅه وکړه چې د نړیوالو پام د ایران خطرناکو کړنو ته را جلب کړي او له همدې لاري د چین او روسیې ملاتړ هم خپل کړي تر څو پر ایران نور اقتصادي فشارونه او بندیزونه هم ولګوي.

د نړیوال اتومي آژانس  څارونکي وایې  په داسي حال کې چې واشنګټن پر ایران باندی د نویو بندیزونو د لګولو لپاره د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو هڅي کوي، ایران هم د نړیوالو  څارونکو د سترګو پر وړاندي د دید هغه آزاده فضا بندوي چې غواړي د ایران د اتومي فعالیتونو څارنه وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې دغه راپور یې له یو شمیر غربي استخباراتي سرچینو څخه چې د ایران اتومې مسله له نږدې خو په پټه توګه څاري او همدا راز له نړیوال اتومې آژانس  څخه تر لاسه کړی، هغه آژانس چې د ایران د اتومې تاسیساتو د څار اجازه لري.

امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې دوي د اتومې آژانس دغه رپوټ تر لاسه کړی او دغه معلومات یې له بیلا بیلو غربي ادارو سره شریک کړي چې ګواکې ایران د دوو نورو اتومې بټیو د جوړلو کار پیل کړی دی.

اوس نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د ایران د اتومي ادارې د مشر ښاغلي صالحې له دغو خبرو هغه ګنګوسي هم ریښتیني بلل کیدای شي چې د تیر کال په ورستیو کې خپرې شوې چې ګواکي ایران د لسو اتومې بټیو د جوړلو کار پیلوي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery