دخپریدو نیټه : 2010-04-01 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کندهار : دپوهني ريس ددي رياست کلنى راپور وړاندي کړ
احمد لودين
د پوهني وزارت د نورو ولايتونو په پرتله کندهار ته چندان توجه نه کوي چي په دي سره په دغه ولايت کي زياتي ښوونيزي ستونزي سته . دا څرګندوني د کندهار دپوهني سرپرست ريس نجيب الله احمدي په کندهار پريس کلب کي خبريالانو ته وکړي هغه دنورو ګڼو ستونزو تر څنګ په ښوونځيو کي د تدريسي کتابونو د نه شتون ستونزه ياده کړه احمدي وويل دا چي په کندهار کي ښوونيز کال پر پاي ته رسيدو دي او کلنيو ازموينو ته يوازي دوي مياشتي پاتي دي خو بيا هم په کښتو او لوړو ټولګيو کي زده کوونکي تدريسي کتابونه نه لري ، مسلکي ښوونکي نسته او د امنيت د نه شتون تر څنګ نوري داسي ستونزي هم سته چي په کندهار کي يي ښوونيز بهير ټکنى کړي دي .
د احمدي په خبره چي په کندهار کي نه امنيت ، په ولسواليو کي د پوره ښوونکو نه شتون ، د دولسم ټولګيو فارغينو ته چي اوس ښوونکي دي کم امتيازات داو داسي ورته نوري هغه ستونزي دي چي ددي ولايت ښوونيز بهير يي ټکنى کړي دي .
احمدي داهم وويل چي اوس په کندهار کي ١٤٨ بابه ښوونځۍ چي ډيري په ولسواليو کي دي د خلکو پر مخ د نه امنيت له کبله تړل سوي دي . ښاغلي احمدي زياته كړه چي په كندهار كي ۴۶۰ تنه مسلكي استادان موجود دي چي دغه شمير د كندهار ولايت لپاره كافي ندي .
ده وړانديز وكړ چي په جنوب غرب حوزه كي هغه امتيازات چي لسانسه ښوونكو ته وركول كيږئ هغه ښوونكو ته دې هم وركړ سي كوم چي د دولسم ټولګيو څخه فارغه دي ده وويل كه چيري داسي وسي په دې حوزه كي به ټول تړل سوي ښوونځى بيا فعاله سي .
د لسانسه ښوونكو په معاشاتو كي هغه مهال زياتوالي راغلي چي د دوي څخه د ارزيابي آزموينه واخيستل سوه .
د کندهار د پوهني ريس نجيب الله احمدي د روان کال د نوي پلانونو په اړه هم يادونه وکړه چي د ٨٠ ښوونځيو دپاره به نوي ودانۍ جوړي سي ، د ښوونکو د مسلکي روزني دپاره به ٣٠٠٠ تنه استادان وروزل سي ، په ښوونځيو به د لوبو دپاره سپورټي ميدانونه او دهري ښوونځي دپاره به مجهز لابراتوارونه جوړ سي ، د تړل سوو ښوونځيو په بيرته پرانستنه کي به هلي ځلي وسي خو په دي برخه کي يي دپوهني وزارت مرستي اړيني وبللي . ده وويل چي تير كال اوه ديرش ښوونځئ ترميم سوي چي دوه سوه زره امريكايي ډالره او د ديارلسو ښوونځيو د احاطي ديوالونه جوړ سوي چي پنځه سوه زره ډالره او د يولس ښوونځيو لپاره د ودانيو كار پيل سوي چي دوه نوي ميليونه افغاني لګښت پرې راغلي دي چي د سيډا لخوا وركړل سوي دي. او ګڼ شمير د سواد زده كړي مركزونه هم د سيډا د اداري لخوا په لاره اچول سوي دي
نجيب الله احمدي وويل چي د ښووني او روزني د رياست اړوند ديارلس بابه ديني مدارس موجود دي چي اوه يي فعاله يو يي غير فعاله او پنځه نور يي جديدالتاسيس دي .
همدارنګه ده وويل چي تير كال د زرو تنو ديني عالمانو څخه د ديني زده كړي آزموينه واخيستل سوه چي ۶۷۰ تنه يي بريالي سوي او پاتي يي چي ندي بريالي سوي و هغوي ته به په راتلونكي ازموينه كي برخه وركړل سي .
احمدي د پوهني وزارت له خوا د کندهار ښوونکو د پر وخت معاشونو درسولو څخه خوښي وښوده .
د يادوني وړ ده چي دا مهال په ټول کندهار کي ٣٨٥ بابه ښوونځي سته چي له دي جملي څخه ١٧٦ د ناامنيو له کبله تړل سوي دي او په ټول کندهار کي دا مهال ١٢٠٨٨٧ تنه زده کوونکي زده کړه کوي چي ٣١٧٢٦ تني انجوني او ٨٩٧٦٤تنه يي هلکان دي چي دښوونيزو چارو دپوهانو په خبره چي د دومره لوي او مهم ولايت دپاره دا تر ټولو ټيټه شميره ده .