سرچینه: د دیپلومات ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
ده دیپلومات ورځپاڼه به خپله وروستۍ ګڼه کې په کابل کې د یوه مخلوط واقیعت تر عنوان لاندي یوه مقاله لیکي.
مقاله لیکونکی کاږی چې د کابل په زړه د وزیر اکبر خان په سیمه کې د لبنانیانو یو هوټل موقیعت لري.
د ورځپاڼې په لیکنه په دغه هوټل کې دننه هر ډول الکولي مشروبات په آزادنه توګه خرڅیږي او په داسي حال کې چې د رستورانت له دروازې دباندې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د الکولي مشروباتو خرڅلاو جواز نلري.
ورځپاڼه لیکی چې په دغه هوټل کې ګن شمیر بهرنیان او بډایه افغانان د بیګا د ډودي خوړلو ته را ټول شوي او به داسي حال کې چې ډیری افغانان په ډیر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي ښایې دغه افغاني کورنۍ د هر سړي سر ۵۰ دالره د بیګا د ډوډۍ لپاره د هوټل کشیر یا خزانه دار ته تحویل کړي.
د ورځپاڼي په لیکنه د لبنانیانو دغه رستورانت څو متره لري له هغه ځایه موقیعت لري چې پکې تیره میاشت بمي چاودنه وشوه او له امله یې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شول.
ورځپاڼه لیکونکی د رستورانت د دننه حالت چې پکې پوره آزادي او خپلواکي حکم فرما ده د رستورانت له باندنې وضیعت سره پرتله کوی چې پکې هیڅ یو خارجی او بډایه افغان د راحتۍ احساس نکوي او پکې په ډار شپې تیروي.
د لبنانیانو دغه رستورانت د کابل د وزیر اکبر خان په پینځلسم سرک کې موقیعت لري او یوه میاشت دمخه له رستورانت څخه شاوخوا ۵۰ متره لري ځانمرګی برید شوی وو.
که څه هم د دغې سیمې خلک هغه ځانمرګی برید ښه په یاد کې لري او ویره یې لا په زړونو کې ده خو د رسټورانټ په داخل کې داسي احساس نه کیږي چې ښایې دا د افغانستان په دننه کې یو رستورانت وي.