سرچینه: د اسوشیتت پرس آژانس
ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی
د اسوشیتت پرس آژانس په خپله ننۍ ګنه کې د غرب په اړه د حامد کرزي وروستۍ وینا ته یوه لنده کتنه کړي او په باب یې د یو شمیر افغانانو نظرونه را اخیستي دي.
ورځپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر حامد کرزي تیره اونۍ په خپلو نړیوالو متحدینو تور ولګاوه چې د سپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې یې د درغلیو ملاتړ کاوه او د هغه د دولت ځیني کارکونکي او به خاصه توګه یې د انتخاباتو د کمیسیون کلیدي چارواکی به مرګ ګواښل.
که څه هم د کرزي دغه وینا ډیره تنده وه خو هغه په افغان پارلمان هم نیوکه وکړه چې د غربیانو له لوري تر فشار لاندي دی او د غربیانو په اشاره پریکړي کوي.
اسوشیتت پرس د افغانستان د ولسې جرګې د ریس یونس قانوني هغه وینا را اخلي چې وایې.
(( پآرلمان د افغانستان د استازو کور دی، دغه استازي خلکو ټاکلي دي، دا امکان نلري چې مونږ دخارجیانو ومنو او هغوي په مونږ فشار راولي)).
د ولسې جرګې یوه بل غړي محمد رحمان اغلي بیا ویلې:
(( دا یوه غیر مسولانه وینا وه چې حامد کرزي وکړه، حامد کرزی نشي کولای چې له پارلمان او سیاسي مخالفینو پرته د ترهګرۍ، فساد، مخدره موادو او داسي نورو مسایلو سره مبارزه وکړي)).
یو بل وکیل داود سلطان زوی بیا اسوشیتت پرس ته داسي وویل:
(( زه له دې ډاریږي چې د کرزي دغه خبري به په دایمې توګه د حکومت او واشنګټن اړیکې سره پرې کړي دا فرق نه کوی چې کرزي په دغو خبرو کې په واضح ډول له امریکا یادونه نده کړي)).
د ملګرو ملتونو یوه انتخاباتي څارګر چې تیرې ولسمشرۍ ټاکني یې څارلي وې اسوشیتت پرس ته ویلي:
(( دی باور نه کوي چې داسي تظمین دي وجود ولري چې په راتلونکوانتخاباتو کې دي درغلي نه کیږي)).
په ورته وخت کې د بینوا ویب پاڼي همکارانو په کابل کې هم د یو شمیر عادې خلکو نظرونه پوښتلې چې ډیری دغو پوښتل شویو کسانو د کرزي د دریځ ملاتړ کړی او د بهرنیانو په اړه یې د هغه د تندو څرګندونو هرکلی ویلی.
دغه ولسي افغانان وایې چې افغان دولت باید نړیوالو متحدینو ته دا وښیې چې خپل وقار او حیثیت ته ډیر درناوی ورکوي او د ساتلو لپاره یې هر راز قربانیو ته چمتو دي.