مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-12   مخپرونکئ : عبدالله احسان

له پوهندوی نسيم ګل توتاخېل سره مرکه

خپلواکي -- ډنمارک

د کابل پوهنتون استاد او په روانو ټولټاکنو کې د پکتیا له ولایت څخه  کاندید وکیل ښاغلي پوهندوی نسیم ګل توتاخېل زموږ له خبریال سره د مرکې په پیل کې وویل  : زما یوازینۍ هیله اوپه پارلمان کې د خلکو له استازیتوب څخه موخه

له پکتیا ولایت څخه کاندید ښاغلی پوهندوی نسیم ګل توتاخېل

 

خپلواکي -- ډنمارک 

 

د کابل پوهنتون استاد او په روانو ټولټاکنو کې د پکتیا له ولایت څخه  کاندید وکیل ښاغلي پوهندوی نسیم ګل توتاخېل زموږ له خبریال سره د مرکې په پیل کې وویل  :

زما یوازینۍ هیله اوپه پارلمان کې د خلکو له استازیتوب څخه موخه دافغانستان دملي  هویت او ګټو نه ننګه او د پکتیا ولایت بیا رغاونه ده او بس

 

په ټولټاکنو کې د پکتیا ولایت یوازې یوه حوزه ده چې د ټولو کاندیدانو  له ډلې به  ټول پنځه کسه وکیلان   پارلمان ته استوي.. اوس په ټول افغانستان  او په ځانګړې توګه د پکتیا په ولایت کې د پارلماني ټولټاکنو بهیر په خورا جوش او برم سره روان دی . توتاخېل د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له نېکمرغه  دا دی وروسته له ډېرو کلونو یو ځل بیا د خلکو رایې او باور ته ارزښت ورکول کیږي ،او دا زموږ د وخت هغه تر ټولو ستره ځانګړنه ده چې ساری یې په تېرو  نږدې دېرشو کلونو کې ندی لیدل شوی .خلک خپل استازي  پخپله خوښه ټاکي اوافغان اولس  د بشپړې خپلواکۍ په درلودلو سره د خپل پارلمان یا په بله وینا د اولس  سترې جرګې ته خپل استازي وراستوي .

نسیم ګل توتاخېل یو بل ځای داسې څرګنده کړه : د پکتیا له ولایت څخه پارلمان ته په دغو ټولټاکنو کې څه  نا څه  ۸۶ تنو ځانونه کاندید کړي دي .له دغې ډلې نه به څلور کسه نارینه او یوه  ښځینه وکیله د خلکو له خوا  وټاکل شي او په دې توګه  د پکتیا له ولایت  څخه پنځه کسان په راتلونکي پارلمان کې استازیتوب کوي .

نوموړي دا هم وویل چې : له دې سره سره چې د ټوپک او ټوپکسالار وخت نور پای ته رسېدلی ،او اولس د خپل دولت په ملاتړ د سوله ایز ، هوسا ، بسیا ، خپلواک او آباد افغانستان د بیا رغاونې لپاره د همت مټې رانغښتي خو بیا هم دلته – هلته د یو شمېر زور واکانو هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د دموکراسۍ پلوشې تتې کړي او د پیسو او وسلو په زور د خلکو د استازو د ټاکنې مخه ونیسي .دغه ناکامه هڅې په دوو نومونو ترسره کیږي : یوه هغه ډله ده  چې ملي واکمنۍ باندې باور نه لري او نه غواړي افغان ملت د یو موټي ملت په توګه د خپلې واکمنۍ خاوند وي .دا ډله چې په ټوپکسالارانو مشهور دي له ځانه سره د افغانستان د وېشلو نقشې او پلانونه لري  .دوي زیاتره وسله وال کسان دي .بله ډله هغه کسان دي  چې له یو شمېر بهرنیو ګاونډیو هېوادو نه د ورانکارۍ او سبوتاژ لپاره ګمارل کیږي .

ښاغلي توتاخېل د وسله والو کاندیدانو په وړاندې د دولت د چلند په باب داسې وویل : ټول کاندیدان په دې مکلف دي چې که وسلې ولري هغه باید دولت او د ځانګړو کمیسیونونو څانګو ته وروسپاري .وسله وال کسان او ډلې نشي کولای په ټولټاکنو کې برخه واخلي  او له نېکمرغه د وسله والو کسانو او قومندانانو  لخوا کوم خاص فشار ندی احساس شوی . خلک خپله وراکارو ته مخه نه ورکوي .زموږ اولس اوس له بل هر وخته زیات بېدار او هوښیار شوی . آخر په دې وطن کې نږدې دېرش کاله جګړه شوې ، وینې تویې شوي او خلک د ایډیولوژیګانو قرباني شوي . نور نو خلک نه د چا په وسلو غولیږي او نه د چا په کوم ایډیولوژیک شعار .زموږ په وړاندې یو شعار پروت دی  او هغه د واحد ، نه تجزیه کېدونکي افغانستان د خلکو لپاره د نېکمرغه ژوند بېرته راګرځول او د ګران افغانستان د هرې کورنۍ د هر غړي  شونډو ته د   ورکې موسکا بېرته راستنول .

ښاغلي نسیم ګل زیاته کړه :هغه کسان چې هڅه کوي د بېسو په وېشلو سره د خلکو رایې او وټونه تر لاسه کړي له دې لکولې ، نو کله چې به بیا د وکیل په توګه وټاکل شو نو بیا به یې تللې پېسې بېرته له خلکو شکولې .دا هغه وختونه نه دي . اوس به وکیلان د خپلو خلکو باور ساتي او د هغوي چوپړ به کوي .دا وران وطن به بېرته آبادوي .هر ماشوم ته به ښوونځی جوړوي او د مور او ماشوم روغتیا به څاري .لارې ، سړکونه ،روغتیایي مرکزونه ، کلتوري څانګې ،د لومړنیو ، منځنیو او لوړو زده کړو امکانات به برابروی .د افغان ملت د پیاوړتیا ، پیوستون ، ورورۍ او لوړتیا لپاره به هڅې کوی .دا د کار او زیار وختونه دي او ټول دې خبر شي چې نور نو د غلا ، چور ، تالان  او اولس ځورولو وختونه تېر شول .زه هیله لرم زما خلک پر ما او زما په شان نورو هېواد پالونکو وکیلانو باور وکړي او ما ته  د خپلې رایې په راکولو سره ما ته دا زمینه برابره کړي چې  د هر کور د چوپړ لپاره خپل توان ، استعداد او امکانات په کار واچووم .زه پخپلو خلکو باور لرم چې هغوي به خپلو رښتینو خدمتګارانو ته خپله رایه  ورکړي  او پارلمان ته به د ناپوهو، تجزیه طلبو  او زورواکو له ورتګ نه مخنیوی وکړي .دلته ځای لري چې د ښاغلي حامد کرزي د ادارې له اړونده چارواکو څخه د زړه له کومې مننه وکړم چې د دغو دموکراتیکو ټولټاکنوبریالیتوب  ته هر ممکن زیار ترسره کړی دی .

نسیم ګل توتاخېل خلکو ته د خپلو ورکړو ژمنو په باب داسې وویل : ما خپلو خلکو ته د زیار او کار ژمنه ورکړې .موږ شکر دی مسلمان ملت یو د مسلمان اولاد یو او د اسلام د مقدس دین ارشادات به زموږ د دغو هڅو لارښود وي .ما دا هم ویلي چې د یو شمېر هېواددښمنه ډلو لخوا زموږ د ملي وحدت ستر ویاړ ته ډېر ګواښونه شوي ،هغوي زموږ د هېواد د فومونو او ژبو ترمنځ د بېلتون او مخامختیا زمینې برابرې کړي خو په پای کې ناکام شول .زه به د ملي وحدت لا ټینګتیا او غښتلتیا ته خپلې مټې رانغاړم .بله ځانګړې ژمنه  هم لرم  او هغه د پکتیا ولایت بیا رغونه او سمسورتیا ده .دلته باید سواد عمومي شي ،د خلکو اړتیاوې او په ځانګړې توګه  د دوي روغتیایي اړتیاوې باید پوره شي.

 

رحمان ګل توتاخېل له ډنمارک څخه د ( خپلواکۍ ) د خپرونې خبریال

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery