مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Washington Post: غربیان مونږ ماشومان ګڼي، حکمت

واشنګټن پوست:  غربیان فکر کوې چې ماشومان یو، حکمت کرزی


سرچینه: واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

د واشنګټن پوست ورځپاڼي  هم په خپله وروستۍ کڼه کې د حامد کرزي او لویدیځ تر منځ را ولاړې شوي لانجې ته اشاره کړي او په دې باب یې د حامد کرزي د تره د زوی حکمت کرزي څرګندوني را اخیستي دي.


حکمت کرزي ورځپاڼي ته ویلي چې امریکایان غواړي په دوي  خپلې  نظریې وتپې او په ځینو مواردو کې له افغانانوسره داسي سلوک کوي چې ښایې هغوي ماشومان دي او په څه نه پوهیږي.


واشنګټن پوست  د سولې او جګړې د تحقیقاتي مرکز له ریس حکمت کرزي څخه په حواله کاږي چې امریکایان په ډیرو مواردو کې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي اود دغې لاس وهني پایلې نن صبا په واضحه توګه د افغانستان په حالاتو کې لیدل کیږي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي چې امریکایان افغانانو ته وایې چې تاسو فاسد یاست خو داسي فکر نه کوي چې په لویو فسادونو کې څوک لاس لري، افغانان؟ که په خپله بهرنیان؟

واشنګټن پوست لیکي چې ادارې فساد اوس د افغانستان د حکومت ستونی کیکاږي او هره لحظه دا امکان موجود دی چې افغان حکومت د ادارې فساد په سمندر کې ډوب شي.

د ادارې فساد مسله دمګړۍ د افغان دولت په هغه ستونزه بدله شوي چې هره ورځ یې له کبله نړیوال پرې بیلا بیل تورونه لګوي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي یوه نږدې همکار واشنګټن پوست ته ویلي چې دا یو نیک فرصت دی چې نړیوال د افغانستان تر شا ولاړ دي او له دغه نیک فرصت څخه باید ګټه پورته کړو.

واشنګټن پوست لیکي چې نړیوال او په خاصه توګه امریکا اوس داسي فکر کوي چې کرزی غواړي ترینه  ځان څنګ ته کړي او له یوه واحد او مستقل دریځ څخه د افغانستان د لانجې لپاره یوه حل لاره  وموي.

واشنګټن پوست لیکي چې کرزی که څه هم د  طالبانو سره د پخلاینې لپاره هرې قربانۍ ته ځان چمتو بولي خو دا به ګرانه وي چې طالبان د هغه په خبرو باور وکړي دا ځکه چې طالبانو په  تیرو نهو کلونو کې ولیدل چې د کرزي  ډیرو خبرو د عمل جامه پر تن نه کړه.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery