مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

IsraelNN: امریکا کرزي ته مجازات لټوي

سرچینه: IsraelNN

امریکا افغان  ولسمشر ته د مجازات موندلو په لټه کې ده

ژباړه او ترتیب: میرویس  جلالزی

وروسته له هغه چې  افغان ولسمشر حامد کرزي د دریم ځل لپاره هم تیره اونۍ په امریکا د بدنامۍ تورونه پوري کړل دا دی اوس امریکايی چارواکې په دې لټه کې دي چې کرزی په نړیواله کچه داسي مجازات کړي چې پرې یې د هغه خبري تلافي کړي وي.

د اسرایلو رسمی  خبري رسنۍ IsraelNN په خپله ننۍ ګڼه کې خبر  ورکړ چې سپینه  ماڼۍ غواړي کرزي ته د لومړي مجازات په توګه امریکا ته د هغه سفر کنسل کړي.

ټاکل  شوي وه چې حامد کرزی روانه میاشت امریکا ته د اوبهاما په بلنه سفر وکړي.

IsraelNN وړاندي لیکي چې کرزی  ځکه د واشنګټن له لوري له دغه مجازات سره مخامخ کیږي چې هغه په عام محضر کې  د امریکا ضد خبري کړي .

سپینې ماڼۍ دغې رسنۍ ته ویلي چې د کرزي خبرو امریکا په غوصه کړي او امریکايي چارواکي اوس په کرزي باندي د اعتماد په دوه زړه حالت کې قرار لري.

ورځپاڼه وړاندي لیکي، کرزی چې په افغانستان کې ورته ډیر خلګ د امریکا غلام وایې په دې ورستیو کې په امریکا سخت لفظي ګزارونه کوي.

د IsraelNN ورځپاڼي په لیکنه چې کرزي خو لا داسي یو ګواښ هم امریکا ته په دې ورستیو کې کړی چې که د ده په چارو کې لاس وهني ته دوام ورکړي دی به له طالبانو سره یو ځای شي.

IsraelNN د سپینې  ماڼۍ له ویاند رابرت ګیبز څخه په حواله لیکي چې د حامد کرزي غرب ضد وروستۍ څرګندوني به په قوي احتمال واشنګټن ته د هغه د سفر پر وړاندي خنډ شي.

ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ د ولسې جرګې له یو شمیر  استازو سره د خبرو پر مهال وویل چې بهرنیان د ده په چارو کې لاس وهي او که چیرته ولسي جرګه د انتخباتو هغه قانون لاسلیک نه کړي چې ده په دې وروستیو کې ورته استولی دی به له طالبانوسره یو ځای شي.

دغه اسرایلۍ رسنۍ په پای کې لیکي چې که په ریښتیا هم د کرزي دغه سفر لغوه شي دا به د کرزي پر وړاندي د هغه له ورستیو  څرګندونو وروسته د امریکا لومړی عملي غبرګون وي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery