لكه څرنګه چي په نړي كي دكوچنيانو او ميندو دمړني ډيره شميره او دلوستو خلكو لږ شميره په ګران هيواد افغانستان كي ده چي ددغه نيمګرتيا وو دڅه ناڅه د له منځه وړلو لپاره ټينګ هوډ او ملي ژمني ته اړتيا ده او ددغه رښتني چوپړ له
خليل الله سروري - كندهار
لكه څرنګه چي په نړي كي دكوچنيانو او ميندو دمړني ډيره شميره او دلوستو خلكو لږ شميره په ګران هيواد افغانستان كي ده چي ددغه نيمګرتيا وو دڅه ناڅه د له منځه وړلو لپاره ټينګ هوډ او ملي ژمني ته اړتيا ده او ددغه رښتني چوپړ له پاره د ۲۰۰۲ م كال داپريل په مياشت كي ډاكټر خالد رشاد د علامه بابا مشر زوي ځيني جاپانيان دې ته و هڅول څو په افغانستان كي دمرستي په اړه يوه مرستندويه ټولنه جوړه كړي چي هڅي يي دتظاهر او ځان څرګندوني په اړه نه بلكي دافغان ولس دبنسټيزو چارو يعني دپوهني او روغتيا په اړه وي ځكه يي نوم هم “ كارېز مرستندويه ټولنه “ كښېښول سو.
د اټولنه په دې باور لري چى زموږ ګران هيواد به دفغانانو دمټ په زور او تدبير ودان او سمسوريږي خو ددغه چارو سره دمرستي او څه ناڅه برخه اخستلو په نيت يي داټولنه د ۲۰۰۲ م كال د جون دمياشتي پر ۲۵نيټه دافغانستان دبهرنيو چارو او دهغه مهال دپلان د وزارت دانجوګانو په رياست كي ثبت او دفعاليت اجازه يي ترلاسه كړه او دهمدي كال د جولاي پر ۲۰ مه داټولنه په دې وتوانيده چى په افغانستان كى سيمه ايزه څانګه او “ رشاد كتنځي “ پرانيزي چي ددي ټولني مركزي څانګه او مشر تابه جرګه ګۍ دمرستو دراجلبوپو په نيت په جاپان كى دي خو سيمه ايزه څانګه يي د عملي فعاليت لپاره په افغانستان كى او هغه هم اوس په كندهار كي ده چي ددې سيمه ايزى څانگي په “ رشاد كتنځي “ دري ډاكټران ، يو نرس ، لابرانت تكنيشن ، اكسري تكنيشن ، فارميسيت ، دميډكل ريكاډ يا دثبت څانګه ، او همدارنګه دپوهني څانګه ، كلتور څانګه او ادارى څانګه لري.
ددې ټولني په اند د افغانستان په لويو ښارونو كى دزده كړى او روغتيايى خدمتونو څه ناڅه امكانات سته ، خوتر ښار دباندي په كليو او ولسواليو كي زموږ بى وسه خلك ان دژوند د لمړنيو اړتيا و او اسانيتاوو امكانات نه لري او د ډيرو ناخوالو او كړاوونو سره مخامخ دي چي ددغو نيګړتيا و دڅه ناڅه حل لپاره روغتيايى گرځنده ډله جوړه او په اونۍ كي دوې ورځى دكليوالو لپاره روغتيا يى خدمتونه ترسره كوي چي په ۱۹ كليو او ۸ كمپونو كى يى د ۶۵۱۵ ناروغانو كتنه او درملنه كړې ده او همداډول د كليو دكوچنيانو دزده كړي په نيت يى اوس ۹ كليوال يو ټولګيز ښونځى پرانستي چي ۹ ښوونكي او ۳۴۸ زده كوونكي لري چى دهغه په جوړېدو كي دكليوالو لويه مرسته او ځانګړې ليوالتيا ډېره دپاملرنى وړده چى دخپل كليو كورونو او مسجدونه يى دټولګيو له پاره ټولني ته امانت وركړي ، ترونو لاندي يى فرش غوړولى ، توره تخته يى ايښې او دلوست چارى پرمخ بيايى .دژمي سوړ باد او باران يى زامي كړپوي ،شونډان يى ريږدي خو لوست نه پرېږدى .
سږ كال په افغانستان كي دجاپان سفارت په مرسته دكارېز مرستندويى ټولني له لاري ددامان ولسوالۍ د مانجې په كلي كي ( په هغه كلي كي چىميرويس خان نيكه دصفوى ښكيلاك څخه دخلاصون جرګه جوړه او دخپلواكۍ ږغ پورته كړى و ) د ۱۲ ټولګيز عصرى ښوونځي او كلينيك د ودانولو بنسټ ايښودل كيږي .
دكندهار ښار درشاد په كتنځى كي د اونۍ پنځه ورځي ناروغان كتل كيږي چي دكار له پيل څخه دسږكال دجولاي تر وروستۍ نېټي پوري ( ۵۹۰۵۸ ) ناروغان كتل سوى او وړيا درمل وركړه سوي دي ۲۷۹ راډيو ګرافۍ او ۹۲۵۳ لابراتواري ټيسټونه يى سرته رسولى دى.
دا ټولنه د روغتيا او پوهني په پرخه كى دجاپان د پرمختللى تكنالوژۍ ، ښوتجربو او لوړى پوهى څخه دګټى په نيت چاپاني داكټر ان ،نرسان ،روغتيايى ټكنشنان او دښوونكو كوچنۍ ډلۍ كندهار ته رابللي چى دخپلو معنوي مرستو سره سره يى ځينى تخنيكى مرستى هم په لاندى ډول كړى دى:
۱. دكندهار پوهنتون ته يى دلابراتوار پنځه مايكروسكوپونه ،يو پرجكټر ، دكندهار پوهنتون دمجلې دخپرولو يو كلن لګښت او سل ټوكه طبى كتابونه وركړى.
۲. د كابل طب انستيتوت ته يى ۳۰۰۰ ټوكه طبى كتابونه وركړى .
۳. دكندهار دارالمعلمين ته يى دلابراتوار يو مايكروسكوپ او ځينى سامانونه وركړى .
۴. دكندهار دميرويس روغتون ته يى دجراحى څانګى ته ځينى سامانونه وركړى.
۵. دكندهار ولايت دكليو خلكو او كوچنيانو ته چى صحى اوبه نه لرى۲۸۰ دانۍ لس ليټره داوبو د فلټر كولو ډبى وركړى.
۶. درشاد كتنځى ته د چاپان دبهرنيو چارو د وزارت دبنسټيزو مرستو دڅانګى له خوا دكاريز مرستندويى ټولنى له لارى داكسريز يو كوچنى ګرځنده ماشين او يو موټر وركړه سوى دى .
د افغانانو دمسلكى زدكړو او تجريو دليږد په نيت ددې ټولنى له خوا يو ډاكټر ديو كلن بور س ، يو ډاكټر د درى مياشتنى بورس او يو فارميسيت د شپږ مياشتنى بورس له پاره جاپان ته واستول سوه چى په بريالى توګه ، جګه غاړه او نيك نامه بيرته راستانه او دافغان ولس په خدمت كي دى چي دالړۍ به په راتلونكي كى هم دوام وكړى .
كارېز مرستندويى ټولنى كلتورى ځانګه هم پرانستې ده چى دعلامه رشاد بابا ( رح) د اثارو كاپى ،كمپيوټر او تر چاپ پورى دچمتوكولو چارى پر مخ بيايى او دكندهار په لرغونى او تاريخى ولايت كى دوه مياشتني ( كارېز خپرونه ) هم لرى او دپښتون فردوسى ( اروښا د مير حيدر آغا ) دمناظرو دكتاب كمپيوټر چارى يى سرته رسولى دى او داثر له چاپه راوتى دي او دنورو پراخو كلتورى هڅو لپاره چمتوالي ښيى.
دټولني مالى سر چينې:
دجاپان هغه عام وګړى او موسسى چى دافغانستان او افغانانو پر اوسنى حال يى زړه سوځى او ددى ټولني غړى دي په كال كى ۵۰ ډالره انفرادى او ۱۰۰ ډالره د موسسى دغړيتوب ونډه ټولنى ته سپارى .
ددې تر څنګ پروفيسر ډاكټر خالد رشاد دخپلو خورا ډېرو بوختياوو سره سره دافغانستان پر بيلابيلو مسايلو باندى وينا و ته بلل كيږي او كله كله انجنير شيرشاه رشاد هم د اونيا ته وبلل سى چى د دغوو يناو د بلونكو موسسو ګډونكونكو له خوا يوڅه بسپنه ټولني ته سپارله كيږي او ټولنه هم دخپلي خوښى يو ډله ( والنټر ) لرى چى دجاپان په ځينو جشنونو ،مراسمو او غونډو كي كاغذى كچكولونه ګرځوى او دافغانانو د ښوونځيو اوناروغانو د درمل په نامه څه بسپنه راټولوي.
ديادوني وړده چى ددي ټولني سره دكندهار ځينو چارواكو ،نړيوالو روغتياىي ټولنو ، يونسف ،دهوپ موسسې ،شخصى درملتونونو ، ځينو هيوادپالو سوداګرو ، فرهنګيانو ، فرهنګپالو هيوادوالو خپله معنوى او مادى مرسته كړې چى دمننى او كور وداني په ويلو سره ددوى نورو ګټورو وړانديزونو ،ښوونو ، لاس نيوى او پېزوينى ته سترګى پر لار يو.
دا هم د يادولو وړده چى دكارېز د مرستندويى ټولنى دكندهار د څانګى مشر ډاكټر طارق رشاد دى .
دبريښناليك پتي :
Karez.health.Education@gamil.com
Khalilsarwari2005@yahoo.com