مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-15   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

NewYorkTimes:د کندهار پیښې کرزی غصه کړ

سرچینه: د امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼه

میرویس جلالزی

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندي چې په کندهار کې د ملکیانو پر موټر د ناټو  ډزو کرزی په غوصه کړی یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼي د کندهار دغه حادثه  یوه ناوړه او د لویدیځو ملکونو لپاره چې سرتیري یې په افغانستان کې جنگیږي یوه ناکامي کارنامه بللې ده.

نیویارک ټایمز د نن ورځې په گڼه کې لیکي چې امریکايي پوځونو د کندهار د ښار نه د باندې پریوه مسافر وړونکي بس ډزې وکړې او ملکي خلکو ته یې مرگ ژوبله واړوله.

ورځپاڼه لیکي چې دغه ناوړه پېښه ددې سبب کیږي چې د خلکو غصه په داسې یو ښار کې را وپاریږي چې د اوسیدونکو ملگرتیا یې د جنگ د گټلو لپاره خورا زیات ارزښت لري.

ورځپاڼه لیکي  چې دغه پېښه د کندهار د ډیر مهم تهاجم په درشل کې کیږي.

داسې اټکل کیږي چې د ناټو په زرګونو عسکر به له افغان سرتیرو سره یو ځای  په دغه حمله کې چې د نژدې ورځو لپاره په نظر کې نیول شوې ده برخه واخلي.

کندهار د طالبانو لپاره د یوه معنوي مرکز حیثیت لري.

نیویارک ټایمز لیکی چې په افغانستان کې د امریکا او ناتو د قواوو قوماندان جنرال مک کرستال د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې کمیدل خپل مهم هدف گرځولی دی او په دې برخه کې څه کموالی هم لیدل کیږي خو په عمومی ډول د امنیتي پوستو په شاوخوا کې دغه پېښې نه دي کمې شوي.

د بهرنیو قواوو قوماندانان ددې نه ویره لري چې کیدلای شي دغه پېښې د افغانستان عام خلک ددوی د قواوو پرضد نور هم وپاروي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د دوشنبې پېښه ددغو اندیښنو دلیل کیدلای شي.

د بس د پېښې نه وروسته سمدلاسه مظاهره چیان د بسونو تمځای کې سره راټول شول.

دوی لارې بندې کړې او د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي کافرانو په نارو پیل وکړ او حامد کرزي یې په دې برخه کې ملامتوه.

ورځپاڼه زیاتوي، چې په کابل کې د امریکا په مشري قواوو د کندهار دا پېښه یوه غمیزه وبلله او زیاته یې کړه چې د سهار په خړه کې ددوی قواوې په دې ونه توانیدل چې بس له نژدې کیدونکې خطر نه تفکیک کړي نو ځکه یې پرې ډزې وکړې.

خو د عیني شاهدانو نکلونه بل ډول ؤ او دوی د امریکايي قواوو دلیلونه بې ځایه گڼي.

داسې پوښتنې هم پیدا کیږي چې بهرني قواوې د خطر فشنگونه ولې نه واورول؟

خو ناتو وايي، دوی دا کار کړی دی.

نیویارک ټایمز د کندهار د والي توریالي ویسا خبره نقلوي چې وايي یوه نظامي محکمه کې ددغې امریکايي قطعې قوماندان باید محاکمه او مجازات کړي.

ده ویلي دي: که تاسو غوښتل بس ودروئ نو په ټایرونو به مو ډزې کړې وای، نو ولې په خلکو ډزې کوئ!

ورځپاڼه د کرزي او امریکا تر منځ د ترنگلو اړیکو یادونه هم کوي او لیکي چې ښاغلي کرزي دغه ډزې غیر موجه او هغه یې د ناتو د قواوو د تعهد په خلاف گڼلي دي کوم چې د ملکي کسانو ژوند یې باید خوندي کړی وای.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery