مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-18   مخپرونکئ : عبدالله احسان

لیکوال او شاعر اجمل تورمان لومړۍ جایزه وګټله

د افغانستان د اطلاعاتو ، فرهنگ او گرځندوی وزارت ځوان افغان لیکوال او شاعر اجمل تورمان ته لومړۍ جایزه ورکړه .اجمل تورمان تیرکال د لومړۍ جایزی ترگټلومیاشت وروسته کوږده وکړه او سږکال یې ددوهمی جایزې تراخیستو میاشت دمخه یې واده وشو .

 

بېنوا خبریال - خېرخانه مېنه

١٣٨٤ لمريز کال د زمري ٢6دچهارشنبې په روځ د افغانستان د اطلاعاتو ، فرهنگ او گرځندوی وزارت ځوان افغان لیکوال او شاعر اجمل تورمان ته دشعر او داستان لیکني په برخه کي لومړۍ جایزه ورکړه .
ښاغلی تورمان دا جایزه د ماشومانو لپاره د نکلونو دیوه کتاب په سر واخیسته . د کتاب نوم ) دادم خان لالا نکلونه ( دي چي د روان کال په پسرلي کي چاپ شوی دی .
خو دالومړی ځل ندی چی ښاغلی اجمل تورمان ته ددې وزارت له خوا جایزه ورکول کیږي .
دده یوې شعري ټولگي ) په ویاله کي سمندر( تیرکال ورته جایزه گټلې وه .
اجمل تورمان پینځه ویشت کلن دی تر دولسمه ټولگی پوري یې زده کړي کړی اوبیایې دکابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځی کي زده کړو ته ادامه ورکړه دې له دیارلسه سوه پینځه اویایم لمریز کاله راپدیخوا شاعري کوي .
ښاغلی تورمان سره له دې چي په کابل کي د رڼا ادبي کلتوري ټولني چاري سمبالوي ترخوایي دا گړی په کابل کي د ازادۍ راډیو د خبرو او سندرو پروگرام هم چلوي .
اجمل تورمان تیرکال د لومړۍ جایزی ترگټلومیاشت وروسته کوږده وکړه او سږکال یې ددوهمی جایزې تراخیستو میاشت دمخه یې واده وشو .
دی د جایزو او کوزدې د واړوو پلونه په ځان پوري بختور بولي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery