مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په كندهار كې به ډېر ژر پراخ عمليات تر سره شي

فرزاد لامع

 

 
هغه بريد، چې له مودو راهيسې د ترسره كيدو لپاره چمتوالى نيول كيږي، ډير ژر به د طالبانو د را پيدا كيدو په سيمه كندهار كې پيل شي، خو افغان ولسمشر حامد كرزي، د اپريل په څلورمه د قومي مشرانو د ليدنې پرمهال وويل، چې د عملياتو له پيل نه وړاندې به له هغوى سره سلا مشوره كيږي. د ائتلاف چارواكي وايي، چې دغه عمليات به د افغان ځواكونو په مشرۍ تر سره كيږي او دغه عمليات به د هغو په څير وي، لكه چې د هلمند ولايت په مارجه كې ترسره شول.

افغان ولسمشر حامد كرزي د اپريل په څلورمه له كندهار نه ليدنه وكړه او قومي مشرانو ته يې وويل، چې د طالبانو د ايستلو په خاطر د هرګام تر اوچتيدو وړاندې به له هغوى سره سلا مشوره كيږي.
 
كندهار، چې د طالبانو روحاني كور دى، له تيرو اتو كلونو راهيسې د ائتلاف، افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې په ډګر بدل شوى دى.
افغان او د ائتلاف چارواكو تر دې دمه د عملياتو د پيل نيټه نه ده ښودلې، خو د رسنيو د راپورنو له مخې، دا امکان شته، چې دغه عمليات د جون په مياشت كې پيل شي.
د سرچينې په وينا، افغان او ائتلافي ځواكونه هڅه كوي، چې ترانزيتي لارې وتړي او د سيمې مشران دې ته وهڅوي، چې له دې ځواكونو سره مرسته او همكاري وكړي.

په افغانستان كې د ائتلاف تر مشرۍ لاندې ځواكونه د سيمې له اوسيدونكو غوښتي، چې له عملياتو وړاندې دې خپل كورونه نه پريږدي. د افغان سرچينو په وينا د كندهار په عملياتو كې به ۱۰۰۰۰عسكر ګډون وكړي، چې د هغوى په خبره د مارجې له عملياتو به توپير ولري. د كندهارعمليات يو له ۱۲نه تر۱۸مياشتو پورې د يوه حركت برخه ده، چې په ټول هيواد كې مخالفين له خپلو پټنځايونو نه پسې واخلي.
په ولسي جرګه كې د كندهار د خلكو استازى خالد پښتون سي اې او ته ويلي، چې: (( تر هغه ځايه چې زه پوهيږم په كندهار كې به يوازې پوځي عمليات ترسره شي. خو هغوى بايد د خپلو هدفونو د ترلاسه كولو لپاره بشري مرستو ته هم پاملرنه وكړي)).
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ويلي، چې: (( د كندهار پوځي عمليات به هم د مارجې په څير له ماتې سره مخ شي. موږ اوسمهال د كندهار ولايت له ۷۰ نه تر ۸۰ فيصده خاوره په خپله ولكه كې لرو)).
پښتو د احمدي له دې ارزونې سره موافق نه دى. پښتون وويل: (( په دومره لنډه موده كې په مارجه كې د افغان ځواكونو په مشرۍ د عملياتو د بري په اړه قضاوت سخت دى. خو كولاى شو برى ووينو. يو كال وړاندې تقريبا ناممكنه وه، چې د هلمند له مركز لښكرګاه نه هاخوا د ولايت نورو سيمو ته سفر وكړو خو اوسمهال دا ستونزه نشته)).

له ۱۵۰۰۰ زياتو افغان او ناټو ځواكونو د فبروري په ۱۳مه په مارجه كې عمليات پيل كړل او له سيمې يې طالب جنګيالي وايستل.
د كورنيو چارو وزارت پخواني مرستيال او امنيتي څيړونكي جنرال هلال الدين ټينګار وكړ، چې د كندهار عمليات پرته له دې چې د جګړې ډګر وي د پوره حاكميت لپاره به لار اواره كړي.
هلال الدين هلال بيا وايي، چې په تيرو څو كلونو كې، دا په ډاګه شوې، چې د كندهار د ځينو سيمو اوسيدونكي له افغان دولت نه ناراض دي، نړيوال او افغان ځواكونه هڅه كوي، په دې ولايت كې عمليات تر سره كړي، څو په كندهار كې د دولت بشپړ حاكميت ټينګ كړي.

د كندهار والي وياند نجيب پرويز، سي اې او ته ويلي، چې سيمه ييزو چارواكو له ائتلافي ځواكونو غوښتي، چې په كندهار كې دې هر ډول عمليات ډير په احتياط ترسره شي. هغه وويل: (( موږ له قومي مشرانو سره غږيږو، چې د افغان ځواكونو په مشرۍ دې د مخالفينو پر وړاندې عملياتو كې مرسته وكړي او له افغان او نړيوالو ځواكونو نه مو غوښتي، چې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخه دې ونيول شي)).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery