مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ماناس اډې برخليك به څه وي؟

ژباړن: محمدالله بهاند

کلیفورد جی لوی/ نیویارک ټایمز /
د قرغزستان د ديكتاتور حكومت پر وړاندې  تر خونړي لاريون يوه ورځ وروسته، چې د دغه هيواد د ولسمشر پر تيښته تمام شو، د دولت د مخالفينو مشر وويل، د واك لپاره به يو لنډمهاله دولت جوړ او تر شپږو مياشتو پورې به خپل كار ته دوام وركړي.
په قرغزستان كې دغه خونړۍ نښتې كيداى شي، په نوموړي هيواد كې د امريكا پوځي اډه، چې افغانستان ته د جګړې د وسايلو د ليږد لپاره حياتي ارزښت لري، وګواښي.
مخالفو مشرانو په دولتي ټلويزيون كې، چې د تيرې چهارشنبې په ورځ د لاريون كوونكو لاس ته ورغى، اعلان وكړ، چې له يوې ورځنۍ خونړۍ جګړې او ۴۰ كسانو  وژلو وروسته يې دولت په خپله ولكه كې اخيستى دى.
دغې ناامنۍ او بې ثباتۍ د امريكا پوځي اډه له مبهم برخليك سره مخ كړې ده. پوليسو پر لاريون كوونكو او هغو كسانو، چې د دولت پر وړاندې د هغوى په خوا كې ولاړ و، ډزې وكړې. عيني شاهدان وايي، پوليسو له ويرې ډزې وكړې، ځكه په څو ځايونو كې لاريون كوونكو له هغوى نه وسلې اخيستې وې.
د تيرې پنجشنبې ورځې په لومړيو كې مخالفينو د قرغزستان په پلازمېنه بيشكيك كې ډيرى دولتي ودانۍ په خپل كنټرول كې واخيستې او د ولسمشر قربان بيك باقي يوف د استعفا غوښتونكي شول. خو ولسمشر د كړكيچ له پيل نه بيا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د مخالفينو يوې ډلې ويلي، چې لنډمهاله دولت به د بهرنيو چارو د پخواني وزير روزااوتان بايووا په مشرۍ جوړ شي. خپله اوتان بايووا هم د تيرې پنجشنبې په ورځ پر ټلويزيون را څرګند شو او ويې ويل، د لنډمهاله دولت چارې به په خپل لاس كې واخلي او تر شپږو مياشتو پورې به په واك كې پاتې شي.
همدغه مخالف مشران د تير كال په پسرلي هغه مهال، چې د اوباما دولت باقي يوف( چې د امريكا په وينا ديكتاتور دى) په دې راضي كړ، چې امريكا ته د ماناس هوايي اډه وركړي، سخت غوسه شوي وو. هغه وخت روسيې د قرغزستان ولسمشر ته د پريمانه مرستې ژمنه وركړه، چې د امريكا په باور د ماناس د اډې د تړلو هڅه وه، خو وروسته له هغه، چې امريكا له هغوى نه د زياتو پيسو وركولو وعده وكړه، باقي يوف ناڅاپه د ماناس د تړلو نظر بدل كړ.
د يوه امريكايي چارواكي په وينا، ماناس هوايي اډې ته الوتنې ځنډيدلې دي. كيداى شي، چې افغانستان ته د يو څه وخت لپاره د پوځيانو او پوځي وسايلو ليږد هم ودرول شي، په دې صورت كې امريكا اړه ده، چې له نورو لارو ګټه پورته كړي. د باقي يوف پر وړاندې د امريكا دريځ په قرغزستان كې مخالف سياست پوهان سخت غوسه كړي وو.
هغوى وايي، امريكا ته شرم دى، چې له د موكراتيكو ارزښتونو نه د دفاع په خوا كې د باقي يوف په څير له يوه شخص نه ملاتړ كوي. دا خبره يوه بهانه ده، په اصل كې هغوى امريكا ته په قهر دي.
روسيه، چې تل د دغې اډې له فعاليت سره مخالفه وه، له مخالفينو سره همغږې شوې ده. د قرغزستان مخالف مشر باكيت بشيموف، چې څو مياشتې وړاندې له دغه هيواد نه تيښتيدلى و، وايي: (( د امريكا سياسي چلند داسې دى، چې نوي چارواكي له روسيې سره نږديوالي او له امريكا نه واټن اخيستو ته اړباسي)).
له دې سره سره بايد دا هم له ياده ونه باسو، چې د پوځ زياته برخه اوس هم د ولسمشر باقي يوف پلويان دي او د ياغيانو څو وتلي مشران يې نيولي دي، چې له هغې ډلې نه د دغه هيواد د پارلمان پخوانى وياند عمربيك تكيه بايوف او پخوانى لومړى وزير الماز بيك اتامبايوف، چې د ولسمشرۍ ټاكنو ته هم كانديد و، د بيلګې په توګه ياد كړو. كه څه هم دغه كسان د اعتراضونو د لمنې د پراخيدو له امله بيرته خوشې شوي، خو اوس هم ډيرى امنيتي ځواكونه دولت ته وفادار دي.
په داسې حال كې، چې مخالفو مشرانو ژمنه كړې، چې زيات واك تر لاسه كول به يې هدف نه وي، خو د مركزي اسيا تاريخ ښيي، چې په دغه سيمه كې د دموكراسۍ د ودې لپاره زمينه نه ده مساعده. پخپله باقي يوف هم تقريبا همدا شان واك ته رسيدلى و.
هر څه، چې په قرغزستان كې رامنځته كيږي، نوى دولت به د امريكا او روسيې د ګټو د توازن په برخه كې تصميم نيسي، ځكه هغوى په دې هيواد كې پوځي اډې لري او هڅه كوي، چې په دې سيمه كې فعال او واكمن و اوسي.
د نړيوال كړكيچ سازمان د منځنۍ اسيا د پروژې رئيس پل كين جاج وايي، روسيې په قرغزستان كې امريكا ضد فضا رامنځته كړې ده، چې زياته برخه يې د ماناس د هوايي اډې د كار دوام جوړوي. په دې معنى، چې روسيه له موقع نه په استفادې سره غواړي د مخالفينو پام يو ځل بيا د ماناس هوايي اډې ته را واړوي او هغوى د امريكا پر وړاندې ودروي.
كين جاج پر دې باور دى، چې په قرغزستان كې مخالف مشران به امريكا ته د ماناس په هوايي اډه كې د فعاليت اجازه وركړي، خو په پيل كې كيداى شي د هغوى لپاره شرايط ترينګلي او سخت كړي. هغه وايي: (( زه پوره په دې باور يم، چې هغوى به بالاخره دې موضوع ته غاړه كيږدي. خو امريكا بايد ژر ترژره له مخالفينو سره همغاړې شي، هغوى ته لږ د جيب خوله ور خوشې كړي او هم هغوى ته د درناوي په سترګه وګوري)).
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery