مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان زندانیانو دخلاصون لپاره بایرن مېشتو افغانانولاریون وکړ

بســـــــــــــــــــــــمل

نن  د جرمني په  مونشن  ښار کې دافغانانو دکولتوري  ټولنې په  نوښت  یوسولیز لاریون  تنظیم  شوی  و څوزموږ دکولتوري ټولنې هیوادپال غړي  له  خپلو غوښتنو سره  دایران  ترکونسلګري  پوري  ځانونه  ورسوي  .
زموږ  ملګرو د غرمې په ۱۲بجو(Arabellapark)   ته  ځانونه راورسول مخکې له  دې چې دایران کونسلګیري
Str.59) (Mauerkirch  ته وخوځېږولمړی ما محمدامین بسمل  دټولوملګرو په خوښه  افغان  سفارت  ته  چې په برلین  کې دی  تیلیفوني خبر ورکړسره له  دې  چې  په افغان اداره اوپه  تېره بیابهرنیوسیاسي نماینده ګیوهیڅ حساب  نه کووخوبیاموهم  دومره خبر ورکړ چې که تاسوزموږ دبېوزلوافغانانو غم نه خورئ  موږ خو ترخپله وسه له خپلو افغانانو څخه ملاتړ کوولنډه داچې دسفارت سکرترې مېرمن  فودول Fodol   تیلیفون واخیست ، زموږ دااقدام  یې  وستایه  ډېره  هڅه یې  وکړه چې دسفارت له  مسؤلینوسره ماوصل کړي  خو زموږ دسفارت  مسؤلین  نه  پوهېږم   په کومه  خواري او غریبي ؟؟  لګیا وو ماهم  نور وخت  نه  درلود نو له  واره  مې   په  برلین  کې  دایران  سفارت  ته تیلیفوني خبر ورکړ له هغه څخه وروسته مې دتیلیفون  په وسیله  په  مونشن کې  دایران له سرکونسل ښاغلي بازرګاني سره تیلیفوني اړیکه ونیوه هغه ته مې خبرورکړچې موږ در روان  اودادی درۍ کیلومتري ته در رسېږو  ښاغلي بازرګاني  په  خورا سړه سینه  وپوښتل چې تاسود څه لپاره راځئ ؟
ما ورته  جریان ووېل  هغه  هم  په غور سره  زموږ غوښتنو ته  غوږ کښېښود، وعده یې وکړه چې ستاسو غوښتنې به فورأ دایران  دبهرنیو چارو وزارت له  خوا دایران ولسمشر ته  ورسوو د دې تر څنګ یې  له موږ څخه جدي هیله وکړه  چې تاسو ترکونسلګري  پورې  مه  راځئ  موږ  او تاسو ګاونډیان  یو دلتـــه  مو نور  بهرنیان  او جرمنیان  هم
ویني، موږ تاسو ته کلکه وعده درکوو چې ستاسو غوښتنې به  ورسوو نور نو له  موږ څخه  غواړئ څه ؟
دښاغلي بازرګاني وعدو،نېک برخورد اونرمې دیپلوماتیکې ژبې موږ  وهڅولو چې خپل سولیز لاریون  تم او د مونشن  ښار مینځ ته را وګرزو څو زموږ  دکولتوري  ټولنې په  مرکز کې خپلې غوښتنې په لیکلي  ډول سره نورې  هم  ښې  تنظیم  او په رسمي  توګه یې د ایران کونسلګري او سفارت  ته واستوو.

زموږ غوښتنې په لاندې ډول دي :
۱ ــ له  هرڅه  مخکې  دافغان زندانیانو داعدام  د لړۍ درول .
۲ ــ له سره  دافغان زندانیانو د تحقیقي دوسیو څېړنه .
۳ ــ  موږ  د رښتیني تحقیق غوښتونکي  یو، دجرم  داثبات په  صورت کې مجرمینوته دمناسبې سزأ پلویان یوخو په هیڅ حال له  هغوی  څخه  د ژوند اخیستل نه شو منلای .
۴ ــ  موږ دخپلوافغان  زندانیانو د تحقیق  په پروسه کې  دبې پرې نړیوالو بشري حقونود ډلو، اسلامي هیوادونو دکنفرانس غړو او یو رښتیني افغان کمیسیون ګډون غواړو .
۵ ــ  موږ  د افغان  زندانیانو لېږدول  خپل هیواد ته  غواړو .
که  تاسو زموږ  غوښتنې ونه منئ  اوداعدامونوسلسله همداسې  جاري  وساتئ ، بیا به دهر  ډول ناوړو پایلو پړه
پر تاسې وي .


یادونـــــــــــــــــــــــــــه :
پرون مو دهمدې غمیزې په اړوند دآزادي  رادیو آزادي په څپو پروګرام کې هم  خپل غږ پورته کړ دا مو دتعجب وړ  وګڼل  چې په یو جغرافعوي  موقعیت  کې دمخدره توکو په سرانسانان غرغره کیږي خو دهمدې جغرافعوي موقعت په ګاونډمانا زموږ(افغانستان)کې دآزادي  او دیموکراسي  ؟؟ ډنډورچیانو ددولت اداره دمخدره توکو
دکاراوباریانو  په لاس ورکړې،  دا فوډري اداره  دبن دمحکوم کنفرانس په وسیله  په افغان ولس وتپل شوه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery