گای لوسن/ : منبع: Daily Telegraph
كه مې د پلار لار غوره كړې واى يو غير قابل تصور موجود راڅخه جوړ و. نړيوال بايد د خداى شكر پر ځاى كړي، چې ما مې د خپل پلار په څير د جګړې لار نه ده غوره كړې او د سولې لار مې ځان ته ټاكلې ده.
دغه خبرې د اسامه بن لادن د څلورم زوى عمر بن لادن دي.
د عمر بن لادن شخصيت په شجاع دل فلم كې د مل كيبسون په رول كې د ويليام والاس سره ورته دى.
نيمه شپه ده او د اسامه بن لادن څلورم زوى عمربن لادن د سوريې په پايتخت دمشق كې د نڅا کلپ، چې Les Caves Boys په نوم ياديده بوتلم. هغه دوه تنه، چې د کلپ په مخكې ولاړ وو، له مخې يې ايسته كړل او مخامخ شراب ځاى ته لاړو. دوه شتمن عرب د ويسكي پر څښلو او د ټلويزيون په ليدو بوخت وو، چې روسۍ نجونې په كې په غربي ټيپ نڅيدلې. عمر چې د ويسكي پرځاى سون اپ څښه، نه يې شواى كولاى، چې په ټلويزيون كې له نڅاګرو نجونو سترګې واړوي. وروسته يې ما ته مخ را واړاوه او ويې ويل، چې روسۍ ښځې د نړۍ تر ټولو ښكلې دي.
اسامه عمر؛ خپل ځاى ناستى باله او په واقعيت كې يې هغه د جهاد او خپلې لارې د تعقيبولو لپاره ټاكلى و، خو زوى هيڅكله هم د جهاد په لار كې قدم وانخست او له دې دركه وياړي.
په ۲۰۰۱ ميلادي كال او څو مياشتې وړاندې تر هغه، چې پلار يې مشهور او تر تعقيب لاندې راشي، عمر بن لادن په افغانستان كې د خپل پلار اډه پرېښوده. هغه په قطعي ډول دا كار، چې مرګ په كې حتمي دى، پر هغه ځاى بدلوي: په دمشق كې د هلكانو كافي.
عمر، چې د دمشق په لوكيو دوبويز نڅا کلپ كې خپل وخت په خوښۍ تيروي او تر نيمې شپې د سوريې د نڅاګرو ژوندۍ نڅا ګوري، په كراره او ارامه لهجه ما ته وايي: (( د خداى شكر، چې پلار مې په نړۍ كې نه ګرځي.))
د عمر له نظره اسامه بن لادن نه مجاهد دى او نه يو ډلوژونكى، هغه يو ورك شوى انسان دى، يو سخت دريځى پلار، چې ځان يې له مينې محروم كړى، زامن يې په لرګي وهلي او له هغوى سره يې خيانت كړى او كورنۍ يې په دې هيله، چې په راتلونكي كې به لارښود شي، د نابودۍ كندې ته ورټيل وهلې ده.
۲۸ كلن عمر، د اسامه په يوولسو زامنو كې څلورم دى، خو د ځوانۍ په سركې د هغوى په وړاندې ودريد او ځان ته يې بيله لار غوره كړه. اوس هم د كورنۍ يوازينۍ زوى دى، چې په ښكاره د خپل پلار سياستونه نه مني او پر هغوى انتقاد كوي.
د نوموړي ميرمن زاينا، چې له ده نه مشره ده او په خوا كې يې د ويرجين پاينا كولاداست پر څښلو بوخته ده، يوه مشره انګريزه مور ده. سپين پوستكى، لنډه ونه او شنې سترګې لري. هغې انګريزي دوديزې جامې په تن كړې دي او تر ډيره حده د فلم نجلۍ ته ورته ده.
هغه له عمر سره تر واده وړاندې دومره د ورځپاڼو د پام وړ نه وه، خو كله چې د بن لادن د كورنۍ نږور شوه، ورځپاڼو ورته مخه كړه او په دې لټه كې شوې، چې د هغې د تير په اړه په هرڅه پوه شي. زاينا وويل، هره ورځپاڼه، چې ورته لس مليونه ډالر وركړي، د خپل ټول تير ژوند كيسه به ورته وكړي. چا دغه روپۍ زاينا ته ورنه كړې او څه موده وروسته هرڅه د هغې په اړه خپاره شول، يعنې دا، چې هغې پنځه ميړونه كړي او ان پر ملا يې د غڼې تصوير انځور شوى دى.
عمر، چې د پلار په څير له يو هيواد نه بل ته د تګ په حال كې دى او تر دې دمه د سعودي عربستان تبع دى، له مياشتو وروسته په دمشق كې د خپلې مور د ليدو لپاره، چې لوسان نوميږي، راځي. لومړۍ ترې د پلار په اړه وپوښتل څه نا څه وارخطا او رنګ يې بدل شو او ويې ويل: (( هغه را باندې ګران دى، ځكه پلار مې دى. نه غواړم هغه تر نيولو وروسته محاكمه شي، كه داسې وشول زړه مې بديږي، غوره ګڼم تر نيولو وړاندې په خپل مرګ او يا ووژل شي. نه مې خوښيږي، چې پلار مې د بل تر امر او فرمان لاندې ژوند وكړي.))
عمر له عربانو نه ښه خاطره نه لري او هغوى نه خوښيږي. هغه وايي، دا مې ښه نه ايسي، چې له هغوى سره وګرځم. عمر وايي، چې عجيبه دنيا ده، ځكه چې په ياد يې دي، هغه مهال چې لا ماشوم و او په عربستان كې يې ژوند كاوه، هغوى يې پلار، چې هغه مهال په افغانستان كې له روسانو سره په جګړه بوخت و، د يوه اتل په نوم ياداوه.
د اسامه د څلورم زوى په وينا، هغه مهال يې د تره زامنو په عيش او عشرت كې په سعودي کې ژوند كاوه، په داسې حال كې، چې د پادشاهانو په څير يې حكم چلاوه، دى او وروڼه يې اړ وو، چې د اوومې پيړۍ د انسانانو په څير ژوند وكړي. نه يې ټلويزيون درلود، نه يې د سينمايي فلمونو سي ډي ګانې او نه يې هم سندرې اوريدلى شوی.
د عصري ژوند پر وړاندې د اسامه بن لادن كركه، چې عمر هم پرې نيوكه كوي، د دې سبب ګرځيدلی و، چې دوى له هرڅه نه بې برخې پاتې شول. عمر، ان دا چې د لوبو شيان هم نه درلودل، سره له دې چې د ساه لنډۍ په ناروغۍ اخته و، پلار يې له سپرې نه ګټې اخيستنې ته نه پرېښود او ويل يې، چې كه په تنفس كې مشكل لري، د شاتو مچيو له مومو نه د جوړې شوې اله په ذريعه دې نفس وكاږي.))
عمر ويل: (( پلار راته ويل، چې په هيڅ حالت كې بايد له حده زيات خوښ ونه اوسئ. موږ يې ټوكو ټكالو ته نه پرېښودو او له هغه څه نه منع شوي وو، چې سړي ته خوښي او خوشحالي وربښي. هغه يوازې موږ ته د تبسم اجازه راكوله او په زوره خندا ته يې نه پرېښودو.))
اسامه بن لادن خپلو زامنو ته ويلي وو، چې كه چيرې په داسې ځاى وئ، چې هلته مو نه شواى كولاى له خندا نه ډډه وكړئ، نو لږ ترلږ دومره ضرور په ياد ولرئ، چې داسې وخاندئ، چې يوازې شونډې مو بيرته شي او غاښونه مو معلوم نه شي. خو نن ورځ د هغه هماغه زوى ما ته ويل، چې اوس كولاى شي په لوړ غږ وخاندي، ډير خوښ ښكاري او غواړي، چې يوه کمېډي ډرامه هم وليكي. د اسامه بن لادن له سختې تربيې سره سره بيا هم د هغه په زړه كې د پلار مينه لا ژوندۍ پاتې ده.
عمر له خپل پلار سره د وروستي ملاقات په اړه وايي: (( پلار مې شتمن سړى دى، ما ته يې لس زره ډالر راكړل او ويې ويل يو موټر واخله او لاړ شه.))
د دغې جملې په ويلو سره د هغه سترګې له اوښكې ډكې شوې او زياته يې كړه: (( كه هغه دا غوښتى، چې زه ورسره يم، بايد زما په لار تللى واى او كه ما غوښتلى، چې له هغه سره واوسم نو بايد د هغه پر ګام مې ګام ايښى واى. كله، چې له هغه نه بيليدم زړه مې سخت درد وكړ. خپل احساسات مې له نورو پټ كړل. ما يې لاسونه مچي كړل او خداى په اماني مې ورسره وكړه. دا وروستى ځل و، چې هغه مې وليد.))
عمر هغه وروستۍ شېبه هم په ياد لري. هغه وايي، چې دغه مهال يې د پلار په شونډو يوه پټه او نازكه خندا خوره وه، داسې ښكاريده، چې خپلو زامنو ته وايي، چې ځانمرګي جوړ شئ.
عمر په خپل موټر كې پاكستان ته ځي او څو مياشتې وروسته يې پلار د نړيوال سوداګريز پر اسمان څكو بريد كوي او لاندې راغورځوي. هغه وايي، پلار يې غوښتل امريكا افغانستان ته راولي او په دې كار كې بريالى شو او حيران دى، چې ولې امريكا د بن لادن له لوري ګول وخوړ او تير ايستل شوه.
عمر وايي: (( زما او د پلار په خوى او خواصو كې د ځمكې او اسمان توپير دى، زه له تاوتريخوالي نه بيزار يم او د خپلې دې عقيدې لپاره د قراني ايت نه ګټه اخلم.))
له دې جملې سره يې ناڅاپه له خولې وځي دا خبره راوځي: (( زه د شجاع دل فلم ويليان والاس په څير يم. ډيرو كسانو راته ويلي، چې ته لكه مل ګيبسون غوندې يې. هغوى رښتيا وايي. ويليام والاس خپل ژوند تيراوه، هڅه يې كوله، چې د نورو انسانو په څير عادي ژوند وكړي، خو خلكو هغه دې ته وهڅاوه، چې ځان په يوه مبارز بدل كړي. همداسې لكه زه، چې يم. ما نه غوښتل، خو هغوى له مانه سياست پوه جوړ كړ. هغوى له ما نه د ارام ژوند تيرولو چانس واخست او همدا رنګه د يوې ښې دندې او كار او كسب.))
ورپسې يو بل مثال راوړي او وايي: ((زه د وروستي سامورايي په فلم كې هوبهو تام كروز يم. هغه بدل شو او له خپلو خلكو سره يې په جګړه پيل كړه. پلار مې پيسې او قدرت رد كړل او د افغانستان غرونو ته ولاړ او پرهغه څه يې، چې باور درلود؛ وجنګيد. ما هم جهاد رد كړ او اوس مې د واقعيت جهاد ته مټې را بدوهلې دي او غواړم هغه ډول مې، چې فكر او باور دى ژوند وكړم.))
عمر بن لادن په پاى كې خپلې خبرې پر دې جملو پاى ته ورسولې: (( ټول هلكان هڅه كوي، چې له پلرو ښه شي. خو زه دې هم په غوره لار د تګ هڅه كوم او غواړم له پلاره مې وړاندې شم. زه فكر كوم، چې خلك دې شكر وباسي، چې ما د سولې لار غوره كړې ده. كه مې جګړه انتخاب كړې واى، غيرقابل تصور موجود به وم. د نړۍ خلك بايد د خداى شكر پرځاى كړي، چې ما مې د پلاره په پله پل نه دى ايښى او بله لار مې انتخاب كړې ده او هغه څه مې چې پلار دى، نه يم.))