مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-19   مخپرونکئ : خليل الله سروري

په كندهار كي د خپلواكۍ د ګټلو ۸۶ يمه كليزه

مطيع الله روهيال - كندهار

په كندهار كي د ګران هيواد د خپلواكۍ د ګټلو ۸۶ يمه كاليزه په پرتمينو مراسمو سره ولمانځل سوه. دا مراسم د كندهار د جشن په سيمه كي د ټولو دولتي چارواكو او د كندهار خلكو په پراخ ګډون سره ولمانځل سوه، مراسم د سهار پر ۸ بجې پيل سوه، په پيل كي

 م روهيال - كندهار
 
 ۲۸ دزمرى چي د اګست د مياشتي د ۱۹ نيټي سره سمون لري
 په كندهار كي د ګران هيواد د خپلواكۍ د ګټلو ۸۶ يمه كاليزه په پرتمينو مراسمو سره ولمانځل سوه. دا مراسم د كندهار د جشن په سيمه كي د ټولو دولتي چارواكو او د كندهار خلكو په پراخ ګډون سره ولمانځل سوه، مراسم د سهار پر ۸ بجې پيل سوه، په پيل كي كندهار والي ښاغلي اسدالله خالد د اردو پوځي قطعات وكتل، وروسته د كلام عظيم د څو مباركو اياتونو په لوستلو سره مراسم پيل سوه.
 تر تلاوت وروسته كندهار والي اسدالله خالد د نن ورځي د اهميت او په دغه ورځ د ټولو هغو غازيانو چي د آزادۍ په لار كي يې خپل سرونه داو كړي دي په باب خبري وكړې. اسدالله خالد د آزادۍ د لاري د ټولو غازيانو په ځانګړي ډول د غازي امان الله شاه د مدبرانه آمريت څخه يادونه وكړه او د هغوى د اروا خوښوني له پاره يې ټول افغانان د هغوى ارواحونو ته د دوعا په استولو مكلف وګڼل د دې تر څنګ يې د خپل هيواد د آزادۍ د ساتلو له پاره راوبلل.
 
 وروسته پوځي رسم ګذشت پيل سو، چي د ملي اردو، ملي امنيت، او كندهار د ملي پوليسو اړوندانو پكښي ګډون درلود. 
 تر هغه وروسته په وار سره د ښووني او روزني د رياست ټولو اړوندو لېسو او منځنيو ښوونځيو تر څنګ د عامي روغتيا، فوايد عامې، د سړكړنو او لويو لارو څخه د ساتني او څارني رياست، د سپورټ آمريت، مهاجرينو رياست، كليو او پراختيا رياست، ټبرونو او قومونو رياست او په كندهار كي د آزادو سپورټي كلبونو اړوند كسان د رسم گذشت په ډول د سټېج مخته تېر سول، د يادولو وړ ده چي په دې مراسمو كي د كابينې ځينو غړو لكه د كليو او پراختيا وزير حنيف اتمر، په كندهار كي د ګاونډيو هيوادونو: اېران او هندوستان سياسي نمايندګانو او د ځينو نورو بهرنيو موسساتو استازو هم ګډون درلود.
 مراسم په ډېر پرتمين ډول تر سره سوه، چي د خلكو له لوري به په چكچكو سره بدرګه كېدل

 

Kandahar_11.JPG
Kandahar_12.JPG
Kandahar_13.JPG
 
Kandahar_14.JPG
 
Kandahar_15.JPG
Kandahar 2005_1.JPG
Kandahar 2005_2.JPG
 
Kandahar 2005_3.JPG

Kandahar 2005_4.JPG
 
Kandahar 2005_5.JPG
 
Kandahar 2005_6.JPG
Kandahar_7.JPG
Kandahar khpalwaki86_1.JPG
Kandahar khpalwaki86.JPG
Kandahar governer khpalwaki86_2.JPG
Kandahar Khalid khpalwaki.JPG
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery