مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-20   مخپرونکئ : ۵۲ بېنوا ـ پیښور

پېښورکې دافغانستان دخپلواکۍ ٨٦مه کليزه

ننداره

پېښور کې دزمري د٢٨مې په ماښام دافغانستان دقونصلګرۍ له خوا دپېښور دکانټينټال هوټل په خوشحال تالارکې دخپلواکۍ ٨٦مه جشن په شاندارومراسموونماځل شو_ په دې مراسموکې دافغانستان جنرل قونصل حاجي عبدلخالق فراهي ، پېښورکې دقونصلګرۍ چارواکو،دصوبه

 دزمري ٢٩مه
 پېښور: : ننداره
 پېښور کې دزمري د٢٨مې په ماښام دافغانستان دقونصلګرۍ له خوا دپېښور دکانټينټال هوټل په خوشحال تالارکې دخپلواکۍ ٨٦مه جشن په شاندارومراسموونماځل شو_ په دې مراسموکې دافغانستان جنرل قونصل حاجي عبدلخالق فراهي ، پېښورکې دقونصلګرۍ چارواکو،دصوبه سرحدداطلاعاتووزير اصف اقبال داودزى اودکوزې پښتونخواسياست والو ،قبايلي مشرانو اوپه پېښورکې دافغان کډوالو استازو اوافغان فرهنګيانو ګډون کړى و -
 عبدالخالق فراهي غونډې ته دويناپه ترڅ کې وويل چې اوس مهال افغانستان يوقوي ،خپلواک اوپه خپلوپښو ولاړ
 هيواد دى _ نوموړي همدارازپه تېروڅوکلونوکې دافغانستان دپرمختګونويادولوسره وويل [[ دبن جرګه ،داساسي قانون تصويب ، داولس مشرۍ دټول ټاکڼوکاميابي ،دکوکنارومخنيوى ، دملي پوليسواوملي اردومنځ راتلل ، دلويوشفاخانواولويولاروجوړل ، دټليفوني شبکوپرانيسته ،دباارزښته نووبانک لوټونوچاپېدل ،درسنيو،راډيوي
 اوتلويزوني شبکوپرانيستل اودګاونډي هيوادونوسره تجارتي اړيکې ټينګول هغه برياوې دي چې دافغانستان دولت لاس ته راوړي دي _ ]]
 غونډې ته دسرحدايالت داطلاعاتووزيراصف اقبال داودزي هم ويناوکړه اووې ويل چې تېروپنځويشتوکلونوکې افغانان جنګونوځپلي اوبي کوره شوي دي اوس چې هورې امنيت تامين شوى او يو ښه حکومت په کارپيل کړى
 نولازمه بريښي چې دګاونډي هيوادونوڅخه افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه شي اودخپلواکۍ نه مزه واخلي _ قبايلي مشر ملک دريا خان وويل [[ که څوک خفه کيږي که خوشحاليږي قبايل دافغانستان و،دافغانستان دي اودافغانستان به وي ،اوبه په ډانګ نه بيلږي _ ]] دافغانستان دخپلواکۍ جشن دافغان ماشومانو ترانو، دمستان ځوانانواټن اودځوانوهنرمندانو جاويدشيدايي ، فهيم ارغوان اوهمايون حيرت سندرولانورښايسته کړى و

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery