مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-18   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

کرسشن ساینس مانیتور: کرزی او اوبهاما به ګډ کار وکړي؟

سرچینه : کرسشن سایسن مانټور ورځپاڼه

میرویس جلالزی

د بارک اوبهاما او حامد کرزي تر منځ د ترخو خبرو تبادلې اوس داسي پوښتنې رامنځ ته کړي چې ایا افغان ولسمشر به د امریکا له ادارې سره ګډ کار وکړي که څنګه .

کرسشن ساینس  مانیتور ورځپآڼې په خپله ننۍ ګڼه کې همدې پوښتنې ته ځواب لټولی دی.

ورځپاڼه لیکي  د حامد کرزي او بارک اوبهاما اړیکې د یوې جوړې هغې بې مینې واده ته ورته بلل کیږي چې نه غواړي په عام محضر کې خلک پرې خبر  شي.

هغه جوړه چې له واده وروسته بیلتون یې هم ستونزمن کار وي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا د افغان دولت د ملاتړ کونکو هیوادونو په ډله کې  مخ کښ ځآی لري او هڅه یې دا ده چې  د حامد کرزي حکومت ته ډر واک وسپاري او دغه هیواد بریالی کړي.

خو د کابل او واشنګټن تر منځ د ترخو خبرو تبادلې د بارک اوبهاما په اداره کې هغو خبرو ته قوت ورکړی چې وایې افغان ولسمشر حامد کرزی په تقلبي رایو ولسمشرۍ ته رسیدلی او نه باید ترینه ملاتړ شوی وای.

کرسشن ساینس مونیتور لیکي چې حامد کرزي په یوه تازه تحول کې  دا ګواښ هم وکړ چې که یې بهرنیان په حکومت خپل فشارونو ته دوام ورکړي او په چارو کې یې لاس وهی وکړي دی به له طالبانو سره یو ځای شي.

د کرزي یوه ویاند وحید عمر تیره اونۍ وویل چې کرزي هیڅ کله هم داسي خبره نده کړي چې دی به له طالبانو سره یو ځای شي.

په کابل کې د افغان تحلیګرانو د شبکې مدیر مارتین ون بیجلرت ورځپاڼی ته ویلي چې کرزی داسي احساس کوي چې له بهرنیانو سره برمته دی او  د هغه همدې فکر د هغه او امریکا تر منځ د غصې فضا رامنځ ته کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې اوس واشنګټن او کرزی دواړه په ګډ ماموریت کې شریک دي او بارک اوبهاما د متقلب کرزي د حکومت د ساتلو لپاره د ۳۰۰۰۰ نورو سرتیرو د استولو امر هم کړی دی.

د کرسشن ساینس مانیتور لیکي چې تحلیګران اوس په دې اند دی چې ایا د دومره شخړو سره سره به حامد کرزی او اوبهاما ګډ کار وکړای شي که څنګه .

په واشګنټن کې د منځني ختیځ د انستیتیوت یوه تحلیلګر  Marvin Weinbaumورځپآڼي ته ویلي چې که چیرته مونږ د کرزي خبري جدي ونیسو، او د هغه ټولې خبري ومنو او په هغه فشار راولو نو دا کار به افغانستان یو ځل بیا د پاکستان لاس ته واچوي .

دغه تحلیلګر وایې چې امریکا باید د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره خپله همکاري ټینګه کړي او کرزی هم باید له پام څخه و نه غورځول شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery