مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سپينه ماڼۍ بايد د کرزي لپاره سرې غالۍ وغوړوي

ژباړن: محمدالله بهاند


فرید زکریا/نیوزویک/

بارك اوباما بايد دا ومني، چې په افغانستان كې د حامد كرزي بديل او ځاى ناستى نشته.
د امريكا ولسمشر بارك اوباما تل پر دې ټينګار كوي، چې په افغانستان كې يې د جګړې بري ته كلكه ملاتړلې ده: (( سختې ورځې په مخكې لرو، خو موږ پوره په دې باوري يو، چې موږ به بريالي كيږو.))
 دغه خبرې هغه وعده ده، چې اوباما په خپله كلنۍ وينا كې وكړه. د نوموړي د بري دعوه د ده كابينه هم سپكاوى بولي. هغوى وايي، چې په افغانستان كې ټاكلى كس به د اوباما دغه هيله سرته ونه رسوي او همداسې هيله به پاتې شي.
د بحث د دوام لپاره كولاى شو، ووايو، چې منتقدين حق په جانب او حامد كرزى مفسد او بې كاره دى. كه دا ادعاوې سمې وې بيا هم موږ له هغه نه د ملاتړ لپاره قانع كوونكي دلايل نه شو وړاندې كولاى، موږ په افغانستان كې د كرزي بدل او ځاى ناستى نه لرو. په افغانستان كې يو بهرنى ځواك نه شي كولاى، له  داخلي ملګري پرته، چې څه ناڅه په خلكو كې محبوبيت ولري، خپله لار وباسي.
په افغانستان كې هغه څوك عمومي محبوبيت درلودلى شي، چې پښتون وي. هغه كس، چې هم د افغانانو په سترې قبيلې پورې اړه ولري او هم له امريكا سره نږدې اړيكي ولري، همدا كرزى دى.
په دې برخه كې د ټولو لوړو ژورو سره سره، هيڅوك نه شي كولاى، چې له هغه زيات او په ښه ډول افغانستان اداره كړي. كرزى د افغانستان د خلكو منتخب ولسمشر دى، هغه د اروپا او امريكا په مرسته د ټاكنو د صحت پر سر له را ولاړو شويو ستونزو څخه را وتلى دى.
سره له دې، چې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې درغلۍ موجودې وې، خو ډير كم كارپوهان شته، چې ټينګار كوي او وايي، كه چيرې ټاكنې پرته له درغليو او عادلانه ترسره شوې واى، نو د كرزي رقيب عبدالله عبدالله به، چې په قوم تاجك دى، د ولسمشرۍ ټاكنې ګټلې وای.
د كرزي يوازينى بديل پوځي كودتا ده. هغه خوځښت، چې څه ناڅه سياسي بې ثباتي به ولري، په بحث نه ارزي.
نو په دې اساس موږ نه شو كولاى د كرزي بديل او نه شو كولاى پرته له هغه بري ته ورسيږو. دې حقيقت ته په پام سره د حيرانتيا خبره خو دا ده، چې د بارك او باما د كابينې نارينه او ښځينه غړيو به په لومړيو كې يوازې او يوازې پر كرزي نيوكې كولې. دوه كاله وړاندې، د امريكا د ولسمشر مرستيال جوبايډن له هغې ميلمستيا ووت، په كومه كې، چې كرزي ګډون كړى و. د روان كال د مارچ په مياشت كې هم د كرزي د ملي امنيت سلاكار جيم جونز پر كرزي د سختو انتقادونو له امله له يوه مجلس نه ووت.
په تيره يوه اوونۍ كې مو په دې اړه ډير څه ولوستل، چې د مې په مياشت كې د كرزي او بارك او باما  كيدونكى ملاقات وځنډيد. له هغه وروسته د سپينې ماڼۍ وياند په سړه سينه اعلان وكړ، چې واشنګټن د ولسمشر راتلونكي حركتونه څاري او هغوى ته په پام سره به دا پريكړه وكړي، چې ايا د كرزي او اوباما ليده كاته ګټور دي او كه نه؟
كولاى شو دا ومنو، چې كرزى مغرور، متغيرالحال او د فوق العاده احساس څښتن سړى دى. كولاى شو ان پر دې باور وكړو، چې هغه داسې سيسټم خپل كړى، چې تر لاس لاندې ټول كسان يې مفسد خلك دي. ايا داسې څوك شته، چې ووايي، د كرزي بدل يا ځاى ناستى كولاى شي، يو ښه مدير او اداره كوونكى وي، چې هرڅه په يوه شپه كې ورغوي؟
فكر مو وي، چې موږ يواځې د افغانستان په اړه خبرې كوو. چې په پنځو بې وزلو هيوادونو كې يې لوړ مقام ترلاسه كړى دى.
هغه هيواد، چې له ديرشو كلونو راهيسې په كې جګړه او وينې توييدل روان دي. هغه هيواد، چې قومي او قبيلوي فرهنګ او ډيرى خلك يې بې سواده دي. په داسې يوه هيواد كې مديريت او حكومت كول د هرچا د وس خبره نه ده. كه وغواړو، چې د كرزي كړنو ته د انصاف په سترګه وګورو، نو بايد ومنو، چې په دې وروستيو څو مياشتو كې هغه بريالى دى. له ښاري خدمتونو نيولې تر پوليسو او له فساد سره د مبارزې په برخو كې يې د ستاينې وړ فعاليتونه تر سره كړي دي.

راځئ، چې حامد كرزى د عراق له لومړي وزير نوري مالكي سره پرتله كړو. كله، چې د ۲۰۰۶ كال د اپريل په مياشت كې د بغداد د حكومت واګې يې په لاس كې واخيستې، هغه هره ورځ په بيلا بيلو پړاونو كې له امريكا سره پر خبرو اترو ټينګار كاوه او پر هغو شعيه ګانو يې هم بريدونه كول، كومو، چې امريكايي پوځيان وژل. كه چيرې په افغانستان كې سرغړونې او د مليونونو ډالرو اختلاس شوى دى، په عراق كې دغه شمير له دې څخه هم څو چنده لوړ دى. له دې سره سره امريكا دې پايلې ته رسيدلې، چې له نوري مالكي سره مخامختيا د واشنګټن په زيان ده. كرزى هم د نوري مالكي په څير د هغو مشرانو له ډلى دى، چې موږ له هغوى نه په تيره يوه لسيزه كې ملاتړ كړى دى.
دغه جملې په دې معنى نه دي، چې امريكا په پټه پر كرزي فشار راوړي. خو د (( پټې يا خفا)) كليمې ته ځير شئ. ښايي له وخت سره سم د رښتينو نظرونو او انتقادونو څرګندول، په داسې حال كې، چې مقابل لورى مو يو عادي ښاري وي، ښه دي، خو كله، چې تاسو د يوه ولسمشر پر وړاندې دريږئ، نو دا د ځان وژنې په معنى ده.
تجربو ښودلې، چې په افغانستان كې دولت بايد ورو ورو پياوړى شي. د كرزي تر پوښتنې لاندې راوستل به هم ډير پر ځايه نه وي. د بارك اوباما دولت هم ماشوم دى او بايد لوى شي او دې حقيقت ته ورسيږي، چې د افغانستان د مشرۍ او رهبرۍ لپاره تر كرزي بل وړ كس نشته. بارك اوباما بايد د مې مياشتې په دوولسمه د كرزي د ښه راغلاست لپاره په سپينه ماڼۍ كې سرې غالۍ وغوړوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery