دهغه وخته چه دکابل کندهار لويه لاره دوباره ورغول سوه نو ډير مي زړه غوښتي چه دپخوا په شان يعني ديرش کاله پخوا يو ځل بيا په سرويس کي سفر وکړم ، بالاخره مي تصميم ونيوی ، خپل زوی مي چه يولسم ټولګۍ ته په ښه نمرو کاميابه سوی و دځانه سره ملګری کړ ، هغه کابل نه ؤ ليدلی ، يوه ورځ دمخه مي
ولي شا طبيب :
دهغه وخته چه دکابل کندهار لويه لاره دوباره ورغول سوه نو ډير مي زړه غوښتي چه دپخوا په شان يعني ديرش کاله پخوا يو ځل بيا په سرويس کي سفر وکړم ، بالاخره مي تصميم ونيوی ، خپل زوی مي چه يولسم ټولګۍ ته په ښه نمرو کاميابه سوی و دځانه سره ملګری کړ ، هغه کابل نه ؤ ليدلی ، يوه ورځ دمخه مي داحمدشاه بابا ابدالی په ترانسپورټ کي ټکټان واخيستل ، په دابله ورځ سهار پر پنځه بجو دکابل اډي ته ورغلو ، لمر دراختو په حال کښي وو ، ډير سرويسان يا بسونه دسړک دواړو غاړو کښي ولاړ وه او مسافرين دهر لوري راروان وه او په بسونو کښي ځای پر ځای کيدل . ډير هغه مهاجر چه دايران څخه راغلي وه هم تر سترګو کيدل . زموږ بس پر پنځه نيمو بجو سفر ته اماده سو ، په اوس ورځو کښي ډير زيات شمير جرمني ۳۰۳ بسونه افغانستان ته راوارد سوي وه چه دپخوانيو بسونو يعني ۳۰۲ ځای يي نيولی ؤ، پاته دي نه وي چه ديوه مسافر کرايه دوه سوه افغاني کيږي . بس په ډير مناسب سرعت سره حرکت کاوه. سړک ډير ښه جوړ سوی و ، ډير هموار ، هيڅ کپرک او جمپ يي نه درلود ، دلاري په اوږدو کښي ډير نوي پلونه او پل چکونه جوړ سوي وه ، ترافيکي اشاري هم درول سوي وي ، موږ په يونيم ساعت کښي قلات ته ورسيدو ، حال داچه دا فاصله دسړک دجوړيدو دمخه څلورنيم يا پنځه ساعته نيول ، موټر به هم ډيره پنچري کوله ، ډيري دوړي او خاوري به وي . زموږ بس يوازي دنيم ساعت لپاره په مقر کښي ودريدی ، مسافرينو چای وچښلي .
دمقر نه وروسته کله چه موږ غزني ته ورسيدو نو دتيريدو په وخت کي مي په غزني کي دبيا رغوني کارونه ترسترګو سول ، ډير نوي مارکيټونه او ودانۍ مي وليدي ، بس همداسي خپل سفر ته ادامه ورکړه او پر يولسو بجو دغرمي موږ دکابل کوټي سنګی ته ورسيدو ، دبس څخه راکښته سوو او دتکسي په ذريعه مو ځان پل باغ عمومي يعني دښار زړه ته ځان ورساوه ، دکابل په ښار کښي هوټلونه ډير ګران دي ، يو تعداد هوټلونه يا ميلمستونونه خو يوازي دبهرنيانو اوياډيرو شتمنو کسانو وس په رسيږی ، زيات تعداد هوټلونه چه يو څه ارزانه وه هغه بيا دومره چټل او ناپاکه وه چه ديادولو وړ نه ده ، خصوصا دتشنابو سيسټم يي ډير بيکاره ؤ .
دريمه ډله هوټلونه چه يوڅه پاک وه هغه هم دعادي خلکو زور نه په رسيدی ، بعضي ددولت لوړ چارواکي ، دموسساتو کارکوونکو او شتمنو خلکو هلته ګذاره کوله . خو موږ ديو ه دوست سره چه په يوازي سر يي دمکروريانو اپارتمان نيولی ؤ واړول ، زما ملګري تر روغبړ وروسته پوښتنه وکړه چه دغرمي ډوډی څه شي تيار کړي ، خو ما پوه کړ چه موږ ډوډی خوړلي ده ، داپارتمان يوه کيلي ماته راکړه اوپخپله يي په سرعت ژر ژر ځانته دغرمي ډوډی تياره کړه اوواپس خپلي دندي ته ولاړ . دامي هيرسوه چه ذکر يي کړم چه دغرمي ډوډی مو دښار په يوه هوټل کي وخوړه ، دښار درستورانو وضيعت دروغتيا له نظره ډير خوا شينی کوونکی ؤ داسي ښکاريدل چه دښاروالۍ او عامي روغتيا لخوا هيڅ پاملرنه نه ورته کيږي .
موږ دانډيوال په کور کښي تر ماپښين پوري استراحت وکړ ، کله چه يوه سترګه خوب مو وکړ نو بيا دکوره راووتو ، زوی ته مي دمکروريانو په هکله معلومات ورکړه ،هغه ته مي د۳۰ کالو وړاندي پاک اونظيف مکروريان تشريح کړ
. وروسته موږ دکابل زوبڼ ته لاړو ، ما هغه وخت دا زوبڼ ليدلی ؤ چه زه په کابل پوهنتون کي محصل وم خدای مي دي غاړي نه بندوی ۱۳۵۴ کال ؤ ، دپنځو افغانيو ټکټان يي په لسو افغانيو راکړل ، ما ورنه پوښتنه وکړه چه ياره داخو پنځه افغاني ټکټان دي ، هغه هغه ليک ته ګوته ونيوله کوم چه پر ديوال ځوړند ؤ ، هلته ليکل سوي وه چون تکت های ده افغاني خلاص شده درعوض ان تکت های پنج افغاني توزيع ميشود ، دانه وه ليکل سوي چه دلسو افغانيو په بدل کښي دوه پنځه افغانيز ټکټان ورکړه سي او که يو پنځه افغانيز ټکت ورکړه سي ، هغه په اصطلاح دا هم دميږي لاره وه چه مسئولو مامورينو ته ورکړه سوي وه چه په خپله سويه خورد اوبورد وکړي .
زوبڼ ډير وران سوي ؤ ، ډير محدود حيوانات هلته ؤ ، موږ هلته څو بيزوګاني وليدلي چه په ډيرو کثيفو او خرابو اوبو کښي لامبو کولي ، دوه داني خرسان ، څوداني شرموښان ، يو شمير بومان چه يخي سترګي به يي نيولي وي او عوامو کي داسي ويل کيږي چه بوم ډير ناسي هم دي . په زوبڼ کي موږ يو زمری او زمرۍ هم وليدل چه په خپل انګړ کي دوړي کوټي مخ ته دواړه ناست ؤ ، ددوي انګړ دنورو حيواناتو په پرتله څه لوی ؤ ، دواړه مايوسه او غمجن ښکاريدل ، دليدونکو څخه ليري وه .
په يوه قفس کي مو لوی لوي کارګان او باښي وليدلي ، په بل قفس کي مو زرکي او ميناګاني وليدلي . همدا ډول څو داني بازان مو هم وليدل ، ډير قفسونه خالي وه ، ډير په زړه پوري مرغه طاوس ؤ چه دهر ننداره کوونکي پاملرنه يي ځان ته اړول ، دزوبڼ دمنځ وداني چه هلته به دډول ډول وړو مرغانو او خزنده ګانو نموني ساتل کيدي وران سوي ؤ ، دزوبڼ حالت ښه نه و ډير محدود حيوانات او مرغان يي درلودل ، بيا هم ليدونکي ورته راتلل .
زوي ته مي وويل چه دلته نژدي دنواباد په سيمه کښي ډير يو تاريخي منار دي يو ځل به يي ووينو ، هلته ورغلو ، ترمنار لاندي دډبرو پر ټوټو دازادي دلاري داتلانو نمونه مي ورته وښودل . او دمنار تصوير مي واخيست .
دهمدي ځايه دټکسي په ذريعه دبابر باغ ته ولاړو ، داباغ چه د محمدهمايون بابر لخوا ودان سوی ؤ او خپله همايون بابر دمغلو مقتدر پاچا هم هلته ښخ ؤ . باغ دجنګونو په دوران کښي ډير وران سوی ؤ ، وني او باغچي يي دمنځه تللي وي ، د باغ په منځ کي قصر او دحرامسرای ماڼي هم ډيره زيانمنه سويوه ،دباغ شاوخوا ديوال حالت هم ډير خراب ؤ . ددووکالو راهيسي دايټاليا دحکومت دمرستو په ذريعه دبيا جوړوني کار په کښي شروع سويدي ،چه دادبياجوړوني کارونه دبابر باغ په هره برخه کښي روان دي ، اوکوښښ کيږی چه باغ په همهغه شکل ورغول سي کوم چه ؤ .
په کابل کښي تلويزيوني نشرات : دشپي لخوا موږ دتلويزيون ننداره کوله ، په کابل کښي اوس مهال څلور تلويزيوني خپروني سته چه عبارت له تلويزيون ملي افغانستان، طلوع ، آيينه او افغان څخه دي . په ټولو تلويزيونو کښي دري ژبه تر پښتو ژبي زياته کارول کيږي ، دپروګرامو کيفيت اميد چه اصلاح سي ، دحکومت لخوا دښاغلي پوهاند محمد موسی معروفي تر لارښووني لاندي يو کميسيون ټاکل سويدي ، موږ غوښتنه لرو چه نوموړی کميسيون ددي ولاړ حالت څخه راووزي لمړي دپښتو ژبي برخه زياته کړي او دوهم دپروګرامونو کيفيت دملي او اسلامي اصولو او عنعناتو په نظرکي نيولو سره ښه کړي .
موږ په داسبا ورځ دباغ بالا څخه ليدنه وکړه ، هلته هم دتيرو جنګونو اثرات ډير وه ، سړک يي کند او کپر سوی ؤ ، دباغ بالا هوټل هم ځپل سوی ؤ ، خو داسي معلوميدل چه دبيا رغوني کار يي شروع کيدونکۍ دی ، دباغ بالا پر تاو راتاو سړک باندي يو ډير پخوانی مسجد هم سته چه بيارغوني ته سخت ضرورت لري ، دباغ بالا باغ چه زياتره دانګورو تاکان درلودل همدارنګه ډيري سيوری لرونکي وني هم ډيري درلودي چه په سل کښي ۴۰ يي دمنځه تللي دي اميد لرو چه اړوند چارواکي داتفريحي باغ بيا ورغوي
دکابل پوهنتون څخه لنډه ليدنه : موږ دکابل پوهنتون څخه په داسي وخت کښي ليدنه وکړه چه محصلين ټوله په ازموينو لګيا وه دپوهنتون په ساحه کښي دپوهنځيو وداني نه وي رغول سوي ، صرف دکړکيو هنداری يي ايښول سوي وي . دمحصلينو څخه مي واوريدل چه دانترنيټ مرکز سته ، همدارنګه راته وويل سول چه دپوهنتون استادان دبيړنيو زده کړو او تجربو تلاسه کولو لپاره دلنډ مهله وخت لپاره باندنيو هيوادو ته استول کيږي . موږ دپوهنتون په انګړ ډير محصلين وليدل چه تر ونو لاندي ناست وه او دازموينو لپاره يي تياری نيوي ، دپوهنتون سرسبزه ساحه خپل سرته ايله سوي وه د ونو ،چمنانو او زينتي ديوالونو پالنه په ښه ډول نه کيدله ، په مرکزي ليلي کښي چه تقريبا دري زره محصلين اوسيږي ، بعضي ستونزي درلودي ، دتودو اوبو نه موجوديت په ځانګړی ډول په ژمي کښي ډير زورونکی وي ، دنجونو لپاره هم دمرکزي ليلي په شان لويه ليليه جوړه سوي وه چه ديوازي دڅلورمي برخي څخه يي کار اخيستل کيږي
تګ او راتګ په کابل ښارکښي : ملي بسونه کوم چه دهندوستان ، جاپان ، ايران او پاکستان لخوا مرسته سوی وه په ټولو لينو کښي په حرکت کښي وه چه واقعا ډير موثره وه ، خو بيا يي هم شمير کافي نه ؤ ، دملي بسونو په څنګ کښي شخصي ميني بسونه هم هرلوري ته ښاريان رسول چه کرايه يي ديوه نفر څخه پنځه افغانۍ اخيستي چه بياهم غنيمت ؤ ، دټکيسي موټر انو کرايه ګرانه وه ، پرسړکانو دموټرانو ګڼه ګوڼه زياته وه سهار او مازديګر چه ټول کارونو ته تلل نو کله کله به ترافيک په ټپه ولاړ ؤ
.دبيا رغوني کارونه :
دزير زمينۍ په برخه کښي دزرنګار پارک په ساحه کښي ډير لوي مسجد چه دپل خيشتي دمسجد په کمه نه دي تر جوړوني لاندي ؤ چه کاريي ۸۰٪ تر سره سوی ؤ ، همدارنګه دښار په ډيرو سيمو کښي جګي جګي ودانۍ تر سترګو کيدي چه هنداري ډيري پکښي ډيري کارسوي وي ، دښار په زړه کښي دعايشي درانۍ دنجونو ليسه دجرمني دحکومت په مرسته ډيره ښه رغول سوي وه ، همدارنګه نوري ښونځي او ليسي هم رغول سوي وي .
په کابل کښي دسړکانو دترميم او جوړوني کارونه ورو روان دي ، دسړکانو حالت ډير خواشيني کوونکی دي ، همدارنګه دکابل نفوس دزياتوالي په خاطر دکورونو او سرپنا ستونزه ډيره ده دکورونو کرايه ډيره لوړه ده . حکومت وعده ورکړي ده چه دښارپه شاوخوا ساحو کښي دمځکو دويش سکيمونه ډير ژر عملي کړي .