مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کاناډا کې د پروفیسور سید خلیل الله هاشمیان د مطبوعاتي او علمي هڅو په وياړ کنفرانس

دافغان رسالې / افغان پوست د خپرونې د مسوول چلوونکی ښاغلي احمد شاه هوتکي په نوښت او نه سټری کيدونکو کلتوری او فرهنګی هلو ځلو، د وطن د ملي، علمي، ادبي، تاريخي او مبارزو شخصيتونو د ستاينې او د هغوي د سترو کارنامو د لمانځڼې په لړ کې دا ځل د افغانستان د پيژندل سوی علمي، فرهنګي

 ډاکتر خوږلن ، ټورنټو-کاناډا
 دافغان رسالې / افغان پوست د خپرونې د مسوول چلوونکی ښاغلي احمد شاه هوتکي په نوښت او نه سټری کيدونکو کلتوری او فرهنګی هلو ځلو، د وطن د ملي، علمي، ادبي، تاريخي او مبارزو شخصيتونو د ستاينې او د هغوي د سترو کارنامو د لمانځڼې په لړ کې دا ځل د افغانستان د پيژندل سوی علمي، فرهنګي او زړور مطبوعاتي شخصيت پروفيسور ډاکټر سيد خليل الله « هاشميان » د فرهنګي او مطبوعاتي خدمتو د ستاينې او لمانځنې په وياړ د روان ۲۰۰۵ کال د جولاې د مياشتې په ۱۶ او ۱۷ نيټه د کاناډا د ټورنټو د ښار د ( Burrows Hall ) په نامه ښکلي هال کې درنه او له پرتم نه ډکه غونډه جوړه سوې وه. چې په ټورنټو کې اوسيدونکو ګڼ شمير افغانانو سربيره د مونټريال ، اوټاوا، امريکا او هالند څخه رابلل سوو ګڼ شمير فرهنګي او علمي شخصيتو هم ګدون پکښې کړې وو
 غونډه د جولای پر شپاړلسمه د شنبې د ورځې د مازديګر د شپږو بجو په شاوخوا کې د قرآن عظيم الشان دڅومبارکو ايتونو په تلاوت سره د ښاغلي قاري ډاکټر غلام حضرت رشيدی له خوا پيل سوه. ورپسې د استاد اولمير په جادوئي آواز کې د وطن ملي ترانه ( دا زموږ زيبا وطن) واورول سوه چې غونډې ته يې خاص رنګ او خوند وروبخښه. بيا د افغان رسالې مسوول چلوونکی او د کنفرانس جوړونکي ښاغلي احمدشاه هوتکي پرانستونکي وينا وکړه او په پيل کې يې د راغلو خاصو ميلمنو ښاغلي زرملوال صاحب، ښاغلي زرملوال صاحب ښاغلي هاشميان صاحب،اغلی ستوری منګل ، ښاغلي ډاکتر احمدزی صاحب، ښاغلي مصداق صاحب، ښاغلي داکتر رحيم عزيز صاحب، ښاغلي صمدی صاحب، ښاغلي هوتک صاحب ،ښاغلي والی صاحب وردګ او ښاغلي مشرف صاحب څخه هيله وکړه چې د کنفرانس د رئيسه هيات ټاکل سوی ځاي ته تشريف راوړي. ښاغلي هوتکی د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه چې :نن هر وطنپرست افغان پوهاند صاحب هاشميان د خپلو ، تحقيقی، فرهنګي او سياسي هلو ځلو او ملي خدمتونو په وجه ښه تراپيژني او په مينه يې قدر دانی کوی،پوهاند هاشميان صاحب يوتکړه محقق، برجسته ليکوال ، زړه ور مبارز او يو ملي شخصيت دی او دا هر هيواد پال افغان په زړه کې ځاي لري ،.هوتکی د داسې فرهنګي غونډو د جوړولو پر اهميت په خاصه توګه په بــې وطني او پرديسي کې په هر اړخيزه توګه رڼا واچوله چې د کنفرانس د ګډون کونکو د پاملرنې وړوګرځيده. تر هغه وروسته د پروفيسور هاشميان يو ښکلي پورټريټ کوم چې د تکړه او با استعداد انځور ګر ښاغلي کامران ( احمدي) له خوا انځور سوی وو د ښاغلي احمدشاه هوتکي له خوا درانه ميلمه ښاغلي هاشميان ته وړاندی سو. چې ښاغلي هاشميان د انځور ګر ښاغلي کامران احمدی د هنري استعداد تر ستايلو وروسته د هغه هنری سوغات په ورين تندي او ډيری خوشحالي ومانه او هغه يې يو ستر ( Surprise) وګاڼه.
 بيا د کنفرانس خوانې انانسرې اغلی ملالې جانې وردګ کاکړ ،درانه ټولنيز شخصيت ښاغلي غلام محي الدين زرملوال ته چې د اوټاو د ښار څخه يې تشريف راوړي وو بلنه ورکړه تر څو خپله وينا واوروي، ښاغلي زرملوال د ښاغلي هاشميان لنډ ژوند ليک ولوستی او د دوي د کارونو ستاينه يې وکړه، تر ښاغلی زرملوال وروسته د امريکا له واشنګتن نه راغلو درنو علمی او فرهنګی ميلمنو هر يو ښاغلي ډاکټر مير عبدالرحيم ( عزيز)، د افغان ملي ټولنې مشر ښاغلي ډاکټر نبي مصداق) ، ټولينزشخصيت ښاغلي ډاکټر احمدشاه احمدزی) ،ښاغلي پوهنوال عبدالحميد ( صمدي) او اغلي فهيمه ناصری ويناوي وکړی، چې هر يوه د ښاغلي ډاکټر هاشميان د مطبوعاتي خدمتو او هلو ځلو ستاينه وکړه او د وطن په ډيرو تبجنو او حساسو شيبو کې د وطن د سياسي پيښو په اړوند يې د هغه قاطع او منطقي دريځ يوه ستره کارنامه وبلله.
 ښاغلي ډاکتر نبي مصداق د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه چې د آيئنې افغانستان مجله به يو وخت د سراج الاخبار اهميت پيدا کړی او د افغانستان د پيښو په پاب به ورڅخه ګته اخيستل کيږی.
 همدارنګه دغې غونډې ته د وطن د سينمائي پيژندل سوي څيری آغلې ستوری ( منګل ) هم د
 هالند څخه تشريف راوړي وو. چې په اروپاکې د افغاني فرهنګي ټولنو د پيغام پر لوستلو سربيره يې خپل يو هنري فلم، د ( هجرت ) په نامه هم د دغه کنفرانس برخه والو ته د ښوولو دپاره له ځانه سره راوړي وو.
 دکنفرانس په لمړی برخه کې ښاغلو ډاکټر دانشور، ښاغلي مشرف،ښاغلي محمدمعصوم هوتک او ښاغلي حاجي عباس سوداګر هم خپلې ويناوې واورلې. د ماښام د لمانخه تر ادا کولو وروسته د کنفرانس د لمړی ورځې دوهمه برخه پيل او د غو ښاغلو خپلې مقالې ولوستلې: ښاغلي انجينير سلطان جان (کليوال)، پخواني والي ښاغلي عبدالغفور واصيل (وردک،)،ښاغلي ظاهر افق او همدا رنګه د ښاغلي داؤد (مومند) پيغام چې له امريکا نه يې راليږلې وو د ښاغلي ډاکټر نثار (احمد صمد )له خوا ولوستل سو. د کنفرانس د دوهمې برخې په پای کې ښاغلي جان محمد( سرشک) او ښاغلي ډاکټر حفيظ الله( خوږلن) خپل شعرونه ولوستل.
 د ښاغلي مشرف له خوا د کنفرانس تر څيړنې او ارزيابي وروسته ښاغلي پروفيسور هاشميان د ميکروفون شاته تشريف راووړ او له ټولو افغانانو څخه يې مننه وکړه کومو چې په کنفرانس کې برخه اخيستې وه، همدارنګه د کنفرانس د تدوير کوونکی احمد شاه هوتکي د فرهنګي او کلتوری هلوځلو تر ستايلو وروسته ئې په ډېرې تواضع زياته کړه چې زه د دومره ستايلو او زما هلې ځلې د وطن او ولس په لاره کې د دومره شانداره لمانځنې وړ نه وي، هر هغه څه چې ما کړی او کوم يې هغه د تاريخ په دغو حساسو شيبو کې د خپلو افغاني مکلفيتونو او اسلامي وظايفو تر سره کول دی. او دا چې د وستانو د مينې او محبت له مخې زما دا ناچيزه خدمتونه په ډيره درنه ډبره وتلل زه د ټولو نه شکر يه ادا کوم.
 د ښاغلي هاشميان تر امتنانيه وينا وروسته د افغان رسالې مشر ښاغلي احمد شاه هوتکي د پښتني دود او عنعنې پر بناْ يوه لنګې او د ګلانو ښکلې ګيډی ښاغلي هاشيمان ته ډالۍ کړه، او په داسې حال کې چې ښاغلي ډاکټر نبي مصداق د خوشحال خان خټک دغه شعر :
 چې دستار تړی هزار دی
 د دستار سړی په شمار دی
 ديکلمې کاوه، ښاغلي وصيل وردګ محترم هاشميان ته لنګې له سروروتړله، چې په دغه وخت کې د حاضرينو چکچکو او احساساتو د تالار فضا په سر اخيستې وه. همدارنګه ځنې نور ميلمانه هم د لنګيو ، ګلانو او نورو سوغاتو په ويشلو سره ونازول سول.
 بيا د کنفرانس ټول ميلمانه هغې هغې ماښامني ډوډی ته راوبلل سول کومه چې د افغان رسالې د ادارې له خوا برابره سوې وه.
 د کنفرانس د موسقي له برخې څخه چې پيتل سوې وه محترمه قمر ګل ، ښاغلي شادکام او ښاغلي هاشم آغا به پکښې خپل هنر وځلوي، د وخت د کموالې له امله صرف نظر وسو. او نوموړی هنرمندان د ګلانو په ګيډيو او سوغاتونو باندې ونازول سول. همدارنګه بايد يادوونه وکړو چې دغه کنفرانس ته يو ګڼ شمير نور فرهنګپاله هيوادوالو له بيلا بيلو ښارو او هيوادو څخه پيغامونه، شعرونه او مقالې راليږلې وو چې له بده مرغه د وخت د کموالی له امله د لوستلو وخت ورته ميسر نشو، د افغان رسالې اداره په داسې حال کې چې په کنفرانس کې د هغوي د معنوي حضور څخه مننه کوي دا دي د دغو دوستانو نومونه اخلو: ښاغلي کانديد اکادميسن اعظم سيستاني له سويدن څخه، ښاغلي محمود زماني له فرانسې څخه، ښاغلي سيد ا ګل غريبيار له امريکا څخه، ښاغلي عبدالقادر هوتک له امريکا څخه، ښاغلي صفی الله التزام له نيويارک څخه، ښاغلي ډاکټر حفيظ الله ( خوږلن )،ښاغلي غلام حبيب پوپل، ښاغلي مختار زاده ( شعر ) له جرمنی څخه او د ښاغلي محمد اصغر عبادی ( شعر)..
 د دغو دوستانو رالیږل سوی مطالب، مقالې او شعرونه به د افغان رسالې په راتلونکو ګڼو کې خپاره سی.
 د کنفرانس پر دوهمه ورځ چې د غرمې د درو بجو په شاوخوا کې پيل سو لمړی ښاغلي هاشميان د ژبې او د هغې د تاريخي سير او همدارنګه په افغانستان کې د بيلا بيلو ژبو په هکله دوه ساعته په زړه پورې علمي خبري وکړی چې د کنفرانس د برخه والو د زياتې پاملرنې وړوګرځيدلې او د ژبو په هکله هغه څيړنې چې ډاکټر هاشميان کړې وو هغه يې په ليکلې ډول حاضرينو ته وړاندې سول.
 ورپسې آغلي ستوری ( منګل ) چې د هالند څخه دې کنفرانس ته رابلل سوې وه او د يو افغاني هنری فلم ( هجرت) پروديوسره ده د خپل فلم په هکله يې لندې خبری وکړی او بيا د هجرت فلم په لمړی ځل په کاناډا کې نندارې ته وړاندی سو چې د ليدونکو له خوا د تودو چکچکو په کولو سره استقبال سو. او په پای کې د افغان رسالې مشر د آغلې ستوری منګل نه په مننه سره د ګلانو په ګيدې او سوغات ونازول.
 همدارنګه د کنفرانس په ترڅ کې د افغان رسالې نوی ګڼه توزيع او کنفرانس د افغاني وروګلوي په فضا کې د شپې پر يوه بجې پای ته ورسيد

DSC03322.jpg


DSC03289.jpg
DSC03294.jpg
 

DSC03310.jpg
DSC03291.jpg
DSC03324.jpg
DSC03328.jpg
DSC03336.jpg
DSC03260.jpg
DSC03262.jpg
DSC03268.jpg
DSC03277.jpg
DSC03283.jpg
DSC03285.jpg
DSC03286.jpg

DSC03400.jpg
DSC03405.jpg
DSC03406.jpg
DSC03409.jpg
DSC03410.jpg
DSC03411.jpg
DSC03414.jpg
DSC03295.jpg
DSC03298.jpg
DSC03301.jpg
DSC03305.jpg
DSC03307.jpg

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery