مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

انټي وار:د طالبانو د نیول شویو قوماندانانو پر سر ناندرۍ

دولي اکبرزاده ژباړه


گرت پورتر// سرچینه: انټي وار

امریکا او د افغانستان دولت ته د طالبانو د نیول شویو مشرانو له سپارنې د پاکستان انکار د بارک اوباما د دولت پر بدن د سړو اوبو شیندل تلقي کیږي، ځکه دوی تمه درلوده، چې پاکستان د طالبانو په کمزوري کولو کې له واشنګټن سره مرسته کوي.
اوس د امریکایي چارواکو په ذهنونو کې دا شک نه دی پاتې، چې پاکستان غواړي د طالبانو د مشرانو په ساتلو سره، په افغانستان کې دسولې او خبرو اترو پر بهیر خپل اغیز پرېباسي.
داسې ښکاري، چې د پاکستاني چارواکو له خوا د ملا برادر او شپږو نورو طالب مشرانو ساتل د ساده نیولو برعکس ، د پناه ورکولو په معنا دي. ځینو امریکایي چارواکو تر دې مخکې دا احتمال منلای دی، چې پاکستان د طالبانو زنداني مشرانو ته اجازه ورکوي، چې له نورو ېالب مشرانو سره خپل اړیکي ټینګ کړي.
د نیویارک ټایمز او لاس انجلس ټایمز امریکایي خپرونو د رپوټونو پر بنسټ، پاکستاني چارواکو د ملا برادر تر نیول کېدا وروسته تر ډېره هڅه کوله له هغه نه د امریکایي استخباراتي مامورانو د پلټنې او تحقیق مخه ونیسي. په دې برخه کې دوه اونۍ وخت وتلی، چې سي آی اې په مستقیمه توګه ملابرادر ته لاسرسی ومومي.
له ملا برادر نه د طالبانو د نورو مشرانو د ځای ځایګی، مالي سرچینو، تمویل او عملیاتو په  اړه د امریکا د سي آی اې د مامورانو د پلټنو او تحقیق مخنیوی د پاکستان په ګټه و. په تېرو دوو حساسو اونیو کې امریکایان پر دې بریالي نه شول، چې له نوموړي نه د طالبانو د نورو مشرانو د موقعیت په اړه ډېر لږ معلومات ترلاسه کړي. د لاس انجلس ټایمز په وینا، تر څو، چې ملا برادر د پاکستانیانو په لاس کې وي، دا تمه نه کیږي، چې امریکا به ترې ګټور معلومات ترلاسه کړي.  په تېرو دوو اونیو کې د سي اي اې یوه تن چارواکي لیون پانټا او نورو مقاماتو له پاکستان نه غوښتي، چې ملا برادر او د طالبانو نور نیول شوي مشران په بګرام هوایي اډه کې دوی ته وسپاري او بشپړه پلټنه ترې وشي. ( ویل کیږي داکار شوی دی/ژباړن).
په همدغه ترڅ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن مالک د فبروري پر ۱۹مه نېټه دغه غوښتنه رد کړه. هغه څرګنده کړه، چې برادر او څو نور طالب مشران به امریکایانو ته ونه سپارل شي او د پاکستان د قوانینو د نقض کولو په اړه به ترې څیړنې جاري وي. هغه وویل، که دا جوته شي، چې نوموړو د پاکستان د قوانینو سرغړونه نه ده کړې، د امریکا پرځای به یې خپل هېواد( افغانستان) ته وسپارل شي.
د نوموړي تر څرګندونو وروسته د بارک اوباما دولت هڅه وکړه، چې بر پاکستان فشار راوړي، څو نیول شوي طالب مشران افغانستان ته وسپاري. د کرسچن ساینس مانیټور ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د اېف بي آی یوه جګپ،ړي چارواکي رابرټ مولر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره یوځای له رحمن ملک سره په پټه ولیدل او هڅه یې وکړه افغانستان ته د طالب مشرانو د سپارنې په اړه د هغه موافقه واخلي. د افغان چارواکو په وینا، ملک تر دې وروسته یوځل بیا د هغه له سپارنې ډډه وکړه. هغه یوازې دومره وویل، چې هېواد به یې دافغانستان په رسمي غوښتنه په دې اړه غور وکړي. وروسته د پاکستان یوې محکمې د ملا برادر له سپارل کېدو سره مخالفت وښود. دغه راز دامریکا دفاع وزیر هم د پاکستان له لوی درستیز سره په دې برخه کې د نه خوشبیني خبره کړې وه.
په افغانستان کې یوه جګپوړي امریکایي قوماندان له نومښودنې پرته په ډاګه کړې، چې پاکستان غواړی د طالبانو د نیول شویو قوماندانانو له لارې یوې معاملې او توافق ته لاره اواره کړي. که چېرې داسې وګڼو، چې پاکستان ددغسې توافق یا مذاکراتو په لټه کې دی، چې د ملا برادر پښه پکې بنده وي، امریکایان په دې باور دي، چې پاکستان هغه ته اجازه ورکوي، چې له حامد کرزي سره هم وګوري. دغسې یو کار دې ته اړتیا لري، چې عبدالغني برادر وکړای شي د طالبانو له نورو قوماندانانو سره اړیکې ټینګې کړي، که دا په زندان کې دي او د ملامحمد عمر په څېر ازاد فعالیت کوي.
د امریکایي سرچینو له خوا خپاره شوي ګزارشونه دا ښیي، چې ملا عبدالغني برادر د پلان شویو عملیاتو له مخې نه دی نیول شوی، بلکې د هغه نیونه یو تصادفی کار و. د امریکایي چارواکو په وینا، د ملا برادر هویت د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته ښکاره شو.
داسې ښکاري، چې د طالبانو د مشرانو له نیول کېدو وروسته ، پاکستان ژر خپله ستراتیژي بدله کړې او غواړي له دې لارې د افغانستان د سولې خبرو اترو وخت را مخکې کړي. په همدغه ترڅ کې پاکستانیان غواړي په خبرو اترو کې خپلې ګټې هم خوندي کړي. همدا سبب دی، چې ملا عبدالغني برادر له لاسه نه ورکوي.

د پاکستاني چارواکو همدغه تصمیم ددې سبب شوی، چې د ملا برادر تر نیول کېدو وروسته د طالبانو شپږ نور مهم چارواکي هم ونیول شي. دغه پروګرام له دغې فرضیې سره مل ده، چې طالب چارواکي اړ دي له افغان دولت او امریکایانو سره تر خبرو اترو مخکې د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره مشوره وکړي.
د بارک اوباما دولت تل پاکستان د ترهګرۍ په ځپنه کې صداقت ته بللی او اوباما د ۲۰۱۰ کال د فبروري پر ۱۹مه نېټه د نوموړي هېواد ولسمشر اصف علي زرداري ته په یوه لیک کې ګواښ وکړ، چې له طالیانو څخه به یې ملاتړ نور تحمل نه کړي. پاکستان هم ناچار دې ته غاړه کېښوده، چې په خپله خاوره کې د سي آی اې عملیاتو ته اجازه ورکړي او د طالبانو جګپوړي چارواکي ونیسي.
له دې سره سره ، د پاکستان دغه همکاري په دې معنی نه ده، چې اسلام اباد به د طالبانو له لارې په افغانستان کې د خپلو سترو ګټو د مصﺉونیت له سیاست نه تېر شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery