په افغانستان کې د ناټو عمومې قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال وایې چې را روانې میاشتې دوي ته ډیري مهم دي ځکه چې افغانستان کې به یو لړ مهمې مسلې رامنځ ته شي چې د کابل غونډه، پارلماني انتخابات، د سولې مشورتې جرګه اوامریکا ته د حامد کرزي له سفر څخه یادونه کولای شوو.
جنرال کرستال چ له بینوا ویب پآڼي سره یې په کابل کې د ناټو په عمومې قوماندانۍ کې خبري کولي وویل چې دغه یادې شوې مسلې دوي او افغان حکومت ته ډیرې مهمي دي چې په اړه یې باید په ګډه کار وشي.
نوموړي د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې د عملیاتو په باب هم یو شمیر پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
جنرال کرستال وویل چې د کندهار امنیت دوي ته خورا مهم دی او څو میاشتې دمخه حامد کرزي ورسره خبري کړي چې دلته باید عملیات په لاره واچول شي تر څو د بم چاودنو او نورو قتلونو مخه ونیول شي.
جنرال کرستال له بینوا ویب پآڼي سره د خبرو پر مهال
د کرستال دغه خبري که څه هم د سیمې د قومي مشرانو د خوښې وړ نه ښکاري خو نوموړی وایې چې قومي مشرانو هیڅ کله هم ده اوکرزي ته ندي ویلي چې عملیات مه پیلوﺉ بلکې هغوي ورته ویلي چې باید د عملیاتو سره جوخت حکومتي ادارې جوړې شي تر څو خلک له حکومت سره اړیکې ټینګي کړي او که چیرته دا کار ونشي نو عملیات به کارنده واقع نشي.
نوموړي وویل چې دکندهار عملیات یوه سیاسي پروسه ده چ له افغان دولت سره یې په ګډه پر مخ بیایې.
ناټو غواړي چې د کندهار ښار دننه او له ښار څخه د باندي په ژیړۍ، ارغنداب، پنجوایې او دامان ولسوالیو کې دغه عملیات تر سره کړي.
د ناټودغه څلور ستوري جنرال د بینوا ویب پآڼي د کابل څانګې همکار ته وویل چې د کندهار عملیات به څو میاشت وخت ونیسي او دا د یوې شپې کار ندی.
نوموړي وویل چې پوره هڅه یې دا ده چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي او دا د کرزي توصیه ده چې دوي یې درناوی کوي.
نوموړي دکندهار په ځینو ولسوالیو کې له طالبانو سره د مخامخ جبهوي جګړې امکان رد نه کړ خو و یه ویل چې په کندهار کې د کومې لویې جګړې د پیلولو پلان نلري.
جنرال کرستال له بینوا ویب پاڼي سره د خبرو پر مهال
جنرال کرستال زیاته کړه چې د دغو عملیاتو موخه دا ده چې د کندهار د حکومت وړتیا سوکه سوکه لوړه کړای شي او خلک له طالبانو جلا کړای شي.
هغه وویل چې ناټو پلان نلري چې د کندهار د عملیاتوپه ترځ کې کومه مشخصه سیمه له طالبانو ولکه کړي بلکې اصلي هدف دخلکو خوندي توب دی.
جنرال کرستال وویل چې په دغو عملیاتو کې د خلکو نظر شرط دی او د خلکو د نظر پوښتل د ناټود ستراتیژي یوه برخه ده .
جنرال کرستال وایې چې کرزی د ده قوماندان دی او دی د هغه امر ته غاړه ږدي.
د ناټو دغه قوماندان دا هم وویل چې د کندهار په عملیاتوکې به قومي مشرانو، شوراګانو او ټولو ټولنیزو ډلو ته برخه ورکول کیږي.
په داسي حال کې چې جنرال کرستال د کندهار له عملیاتو دمخه د مارجې عملیات بریالي بولي خود سیمې خلک شکایت کوي چې د مارجې لپآره یو داسي ولسوال په دنده ګمارل شوی چې په جرمني کې جرمې سابقه لري خو جنرال کرستال وایې چې په افغانستان کې په تیرو دریو لسیزو کورنیو جګړو کې ډیرو کسانو په جرمونو لاس پوري کړی او باید له وړتیاوو کار واخیستل شي او د وطن د آبادۍ لپاره له ښو مشورو او کارونو ستاینه وشي.