مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلويې پکتياځوانانواجمل ګلاب دسروزروپه مډال ونازاوه

انجينيرهمت الله امين زى

له دې به يې پيل کړو چې افغانستان يوازينى هېواد نه دى چې په تېرو وختونوکې يې ناخوالې ليدلې دي، ډېرداسې هېوادونه شته چې دافغانستان په څېرله ډېروسختيوسره يې مبارزه کړې چې نن ډېرښه اقتصاد او نورې چارې لري. دې اصل ته په پام کې نيولوسره چې ددې هېوادراتلونکې به دځوانانوپه غاړه وي ياپه دې ماناچې دننيوچارودپرمخ بيولولپاره ځوانان آماده ګي نيسي چې نن بايدهغه ښه وروزل شي چې سباورځ چې مسووليت ورپه غاړه کېږي ښه يې اداکړي، چې داکېدى شي دمشرانودنده وي خوترډېره ځايه په خپله داپه هغه چاپورې اړه پيداکوي چې هغه ته ځوان ويلى شو.

ځواني داسې مرحله ده چې داحساساتوپيمانه پکې ډېره ليدله کېږي داسې چې ډېرڅه غواړي،هرهرڅه يې په فکرکې تاوېږي چې ويې کړي. خوداسې وخت کې هرځوان ته ډېره اړينه ده چې دخپلې سباورځې په هکله ترهرڅه زيات سوچ وکړي. ځکه په دې دوره کې چې ځواني مو ورته وويله هرانسان خپله دسباورځې لاره ټاكي اوپه داسې يوه څولاره کې ځاى نيسي چې ښه تصميم نيولوته  ډېره اړتياپيداکوي. په هره ماناکه يوځوان نارينه ياښځينه که چېرې وپوهېږي چې زه دخپل کور،ټولنې اوبالاخره دخپل هېوادپه وړاندې څه مسووليتونه لرم،کورنۍ څه رانه غواړي،ټولنه کې څنګه بايددژوندچارې پرمخ بوځم اوترټولواړينه داچې په دې وپوهېږي چې زه بايدهغه څه وکړم چې دغه ټول يادشوي څېزونه پکې په پام کې نيول شوي وي چې داهغه وخت دى چې نورپه هغه لاره خوځي په کومه کې چې حداقل دکورنۍ اوټولنې مادي اومعنوي ګټې  پرتې دي .

له هره کاره به غوښتنه ولري چې ګويازه دغه کارکوم، اول بايددې پوښتنې ته ځواب ووايم چې څومره دازماپه ژوندانه مثبته اغېزه لرلى شي اوکه نه چې اجتناب ترې وکړم.

دهرځوان لپاره داډېره اړينه ده چې په خپل راتلونکي ترهرڅه ډېرفکروکړي اوترټولوزيات په دې اند واوسي چې سباکه په ژوندکې دټولنې اوکورنۍ چارې ورپه غاړه شي لکه نن چې په کورنۍ ديوبل مشرپه غاړه دي،څه ډول چال چلندبه ورسره کوي؟  دې مرحله کې بايدداحساساتوسره عمل ملګري کړي چې مقصودمنزل ته درسېدواصلي اوترنوروښه لاره بللى شو.

ځواني تېرېدونکى پسرلی دى چې که چېرې په پسرلي کې ښه کر وکړل شي نوپه همغه کچه به ښه حاصل ترې ترلاسه شي اوداوخت ښکاره ددې زېری را کوي چې پرمختللي هېواداوپکې ځلانده راتلونکې لپاره موهلې ځلې بې ځايه نه وې کړې.

دابايدومنوچې په اوسنۍ نړۍ کې کوم هېوادونه چې پرمختللي دي،ښه اقتصادلري، صنعتي اوتخنيکي فابريکې اونور رغنده کارونه پکې جريان لري يوځايي  دغې مرحلې ته ندي رسېدلي. اوداهم بايدپه یاد  ولروچې په هېوادکې تېرې ناخوالې اويوه ورور دبل ورور په وړاندې نابرابرۍ چې نننى له نړيوالې ټولنې څخه وروسته پاتې والى يې ثمره ده هغه څه دي چې خپله موپه خپل ځان کړي اوکه نور دوام پيداکوي داهم همدامانالري چې له ځان اودخپلې سباورځې سره مولاره بدله کړې اودسباورځې ښه اوهوساژوندخيال راسره نشته.

نـــو!!!

په نړۍ کې ترټولومقدم اومعززکاردعلم،پوهې اوتخنيکي تکنالوژي پرمختګ دى. ښه پرمختګ په ښه اقتصاد پورې تړلى څيز دى، دنړۍ په هرهېوادکې چې دعلم اوپوهې شايقين زيات وي هغه هېواددنوروپه پرتله په سياسي،کلتوري اودنوي عصردتکنالوژي په لحاظ ښه اوغوره وي که په سياسي لحاظ وي نوپه ټول ياهم په څوهېوادونوکې خپل حکومتونه کوي اوخپلې هراړخيزې ګټې په نظرنيسي ترڅوپه نړۍ کې يوپېژندل شوي هېوادوي.

داسې نورهېوادونه شته چې دهمدې لپاره خپل علمي،کلتوري اوسياسي شخصيتونه نازوي ترڅوخپل هېواد،ولس اوټولنې ته په دردداروشي دبېلګې په توګه ويلى شوچې امريکانن له ټولې نړۍ څخه په هرډول علمي،سياسي، تکنالوژيکي اوکلتوري برخوکې پرمخ تللي. که دعلم له اړخه ورته ځيرشوپه لوړه کچه علمي رشتوي،پوهان،ډاکتران اوستادان لري خپله ټولنه يې څه چې ټوله نړۍ ورته اړه ده اودسياست له مخې خو .  .   .  ددوي تخنيکي عصري تکنالوژي اموال (شيان) په نړۍ کې دقدروړشمېرل کېږي. دلومړى يې که اتومي ياکمپيوټري وسلوته پام وکړوموډرن،په ښه کيفيت اوپه ستندردبرابرجوړې شوې دي چې ددې وسلوزوراوطاقت يې پرمخ تللې نړۍ ته په ډاګه کړي تردې چې په تېروڅوکلونوکې دافغانستان څپل شوي،کړېدلي اومظلوم ولس ته هم ښکاره کړاوترڅنګ يې ديوې ټولنې کلتوري چارې هم ډېرې مهمې دي ددې لپاره چې کلتور ديوې ټولنې بنسټ ګڼل کېږي.هرهېوادورته دوزارت مقام وربښلى دى اوله دې لارې يې خپلې کلتوري چارې پرمخ وړي.داچې کلتور څه شي دى اوڅومره ګټې لري ښکاره ده چې ديوې ټولنې ياجامعي بنسټ دي اوکولاي شي چې په همدې اساس خپل ګټورسياسي،ټولنيز،اوکلتوري اهداف پرمخ يوسي. که لنډوګورودانګليسي اواېراني ژبې (کلتور) نن په افغانستان کې څومره پرمخ تللي تردې چې څوک پرې ونه پوهېږي په تحصيلي برخه کې ورته ستونځې پيداکېږي. اودزده کړې مخه يې نيول کېږي.داخولاڅه يونيم په دې پرديوژبواوکلتورونو وياړي اوپه خپلوژبو(پښتواودري) ،کلتور،دوداودستوردجهالت له مخې ملنډې وهي،ګرانه خوداشوه چې دښوونځيوزده کړې چې په مورنۍ ژبې دماشومانوخپل حق دي ترې اخيستل کېږي اوپرديودژبې اوکلتور په اساس کورسونه اوښونځي جوړشوي اوځانګړې امتيازات لري چې ډېري زده کوونکي ترې بې برخې پاتې دي. همدارنګه په لوړوزده کړوکې يې ستونځې رامنځته کړي سره له دې چې په هېوادکې مليپوهنتونونه لرواوپه خپلوملي اورسمي ژبوتدريس ورکول کېږي چې څه ناڅه دمحصلينوستونځې ورباندې حل دي خواوس دافغانستان په مرکزي سيمې (کابل) کې دامريکادمتحده ايالاتولخوادافغان امريکن (per Stan university) په نامه پوهنتون جوړکړي اوپه انګلېسي ژبه تدريس ورکول کېږي چې داپروسه دبهرنيواستادانوله خواپرمخ بيول کېږي.اودافغانستان اسلامي دولت ورته په امتيازاتوقايل دي. داچې ددغه پوهنتون شرايط افغان ځوانان پوره کولاي شي اوهغه په نظرکې نيول شوي که نه؟ يعني ددې پوهنتون يوازې داخله (5000$) ډالره ده چې نورمصارف به يې څومره وي. (والله علم)

زماپه انددغه لګښت يوافغان ځوان نشي پوره کولاى نوکه ووايوچې دغه پوهنتون دچالپاره جوړشوي په ډاګه ده چې دايوملي پوهنتون نشي کېداي. يوازې اويوازې دلوړرتبه ووکسانوځامن چې دنوولس په مقابل کې دګوتوپه شمېردي کولاى شي سربېره پردې په خارجي هېوادونوکې خپلې زده کړې ترسره کړي نورزده کوونکي .   .   .   ؟

هرهېوادځانته کلتور لري همدارنګه دافغانستان اسلامي دولت په ځانګړې توګه داطلاعاتواوکلتوروزارت هم دادنده لري خومتئسفانه ددې پرځاي چې خپل کلتورپرمخ يوسي،له نن څخه پخواپردي کلتورته يې اړخ لګولى وواوترټولومهمه داچې په نشراتي ارګانونوکې هغه شخصي يادولتي خپرونکي ارګانونه دنوروکلتورپه هېرولوګمارل کېدل ترڅوخپل کلتورتر پښو لاندې کړي. همداشان په خپرندويه ارګانونوکې په هنرې برخه هم دستاينې وړده خودغه ستاينه په هرهېوادکې ځانته يومعيارلري چې دهغه په نسبت ورته توجه کېږي دبېلګې په توګه په هندوستان کې هنر(سينمايي هنرونه) ته يوسترمقام ورکړل شوى خونوموړي هېوادسره له دې هم خپل هرډول حيثيت په نړۍ کې يعنې ښه طبي ډاکتران،انجېنران،حقوق دانان اونورې خپلې اونورې نړۍ ته وړاندې کړي.

يوازې دوي څه که هرهېوادته پام وشي په دې توګه دهغوي ديني علما،پوهان،ډاکتران،انجينران،حقوق دانان،استادان اوزده کوونکي په ښه توګه نازول کېږي ترڅودخپل ملت اوهېوادلپاره دخاصوګټواومقام خاوندان شي خوبرعکس په افغانستان کې دغه شان ديني علما،پوهان،ډاکتران اونوروته پاملرنه نشته خويوازې دمربوطه مقاماتونه بلکې دنړۍ پاملرنه دهنري برخې ته شوې آن تردې چې يوسندرغاړي له بهرنۍ ملک څخه په بې ځايه مصرف غوښتل کېږي اوڅوورځيني کانسرت ته راشي دغزل يانورې نړۍ کلتورافغانانوته ډالۍ کړي اودغه مکروب (وېروس) په کې ځاي کړي اوبېرته ولاړشي ترڅودنوي مکروب (وېروس) دخزان په ناتاروځپي اوپردي کلتورته سپرلى وربښي.

نوکه مونږوغواړوچې دخپل کلتوراوترټولودمخه دخپل دين اومذهب پسرلي ته وده ورکړواويوخپلواک ژوندولروپه کارده چې دپرديوله کلتوراواغېزوڅخه لرې واوسواوله هغوي سره په رقابت کې دخپل اصيل اسلامي اوافغاني کلتورپه غوړېداکې په بشپړه توګه برخه واخلو.

ياره زماله خوابه ښه ډېرورته ژاړې
که شهيد،شهيدکابل ته کله لاړې

مينه مينه ده،چې کېداى شي ډېرډولونه ولري،څوک له هېوادسره مينه لري چې سمسوريې وويني،څوک له خپل مسلک سره مينه لري چې ښه ډاکتر،ښه انجينر،ښه ليکوال،ښه ژورنالېست،ښه هنرمند اوداسې نور ... ځينې له خپلې معشوقې سره کوي،څوک له طبعي ښکلاسره کوي اوڅوک يې هم له نور ... سره کوي،خوکله ناکله نه پوهېږم چې څرنګه داهرڅه بل رنګ اوبل ډول پايله مومي. څه چې انتظارلرې بل څه اورې،څه چې کوې بله پايله ترې له لاسته کوې اونور...

بوذرجمهروايي:په نړۍ کې هغه څوک ډېرغريب اوبېچاره دى،چې هېڅ دوست ونه لري. خوددوستي اوپېژندګلوي ډولونه هم فرق کوي،خوکرسیتوفرمارلووايي:له ماسره لږه امادواماداره مينه وکړه.داپه ډېروډولونو تعبيرکېداى شي،دمخکې په شان به داهم بېلابېل دپېژندګلوي لارې ولري، چې په دغه ځاي کې موضوع ته ننوځو،چې ولې په دې ټولوبرسېره بياهم زمونږهېوادناخوالوسره مخ دى،آياداخوپه دې مانانه ده چې مونږځاني غوښتنوله دې ټولوډېرلرې ساتلي يو،ددې اجازه يې نه ده راکړي چې اظهاردعمل وکړو. ولې دپرمختګ نوې تکنالوژي خبره نه کوو،چې دبيارغاونې په هڅه کې يو،داسې چې نن سبازمونږ دهېواد هردولتي چارواکى چې کله بهرنيوهېوادونوته سفرکوي مقصديې دنړيوالو هېوادونوڅخه دمرستورا جلبول دي. داچې ولې دې مرستوته اړتياپيدا کېږي،ددې پوښتنې په لټه ډېرڅه بايدوويل شي چې راځي يوه برخه يې راوسپړو.

افغانستان له تاريخي پلوه ډېربډاى هېواددى،دتاريخ په اوږدوکې زمونږهېوادډېرښه تاريخ اوډېرې ښې وياړنې لرلي دي،اوددې وياړنوسره نښتى زمونږدهېوادبډاى کلتورلرى چې په هره برخه کې زمونږدشملې دهسکېدوسبب ګرځېدلى دى.

ولتروايي:اصلي مينه هغه ده چې حتي مرګ نه شي کولاي څوک سره  جلاکړي،څه ماناچې واټن (فاصله) په منځ کې پيداشي. ددې خبرې په تائيدسره ويلى شوچې دوخت تېرېدنه نبايدزمونږپه وړاندې منفي اغېزې راپيداکړي ددې پرځاي چې دصميميت اووروري دلمنې دپراخېدولپاره سپروګرځي. هغه دشاعرويناده چې (حيرانېږم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه) سړي په سوچ کې لاړشي چې دانوڅه کېږي.

 شکسپیروايي: مينه کول خپله يوعذاب دى خوله مينې څخه محروم والى يې بيامرګ بللي دى،خوافلاطون بياوايي چې مينه يوازې ملهم نه ده چې په پټۍ يې ولږو اوخوندترې واخله بلکې نوروڅيزونوته بايدارزښت ورکړل شي.

امرسن هم دمينې دارزښت په هکله وايي: يوعاقل کېداى شي زرکاله سوچ وکړي ترڅويوکاروکړي يايوه مسله حل کړي خوداچې مينه يې ورسره وي په يوه ورځ کې يې ترهغه په څوبرابره ښه اوغوړه برابراوتمامولى شي.

ددې په لټه يم چې ولې زمونږمينه له هېوادسره نشته،له پرمختګ سره نشته،له نړيوالې ټولنې سره دپه خواکې درېدوپه برخه کې نشته،نن سبادافغانستان هروګړى دکنډوالې له نامه،له ډول،له نورواونوروسره په بشپړه توکه آشنايي لري اماپه دې نه پوهېږي چې رغاونه يعني څه؟ پرمختګ يعني څه؟ اونور ... شهيدان افغانان شول،ټپيان افغانان شول،بهرنيو هېوادونوته مهاجرافغانان شول،يتيمان، کونډې،رنډې،ناخوالې... اونوروټولوزمونږدهېوادهروګړى په لږه ياډېره کچه بې برخې نه دى پريښى.

که دهېوادپلازمېنې کابل ته لږڅه ځيرشو،څوشيان چې ترنوروبه يې ډېرووينو،يوهم دښارپه ګوټ ګوټ کې دځوانانواو تنکيوځوانانواوترڅنګ يې ديوډېرشمېرماشومانو خراّب وضيعت دي چې په ډېربدحالت کې ددې پرځاي چې دزده کړې په لټه شي لومړيتوب يې ديوې مړي ډوډي پيداکولوته ځانګړى کړي دى.کله چې دکابل ښارکې ګرځو له ډول ډول خبروسره مخامخ کېږي اوددې لامل داده چې تېروناخلوداحق ترې اخيستي چې دپلار،مور،مشرورور اوبل يوسرپرست په شتون کې دى خپلې زده کړې وکړي اودکورنۍ له نورمسوليت څخه خوندي واوسي. دکابل ښاردنوروډېروناخوالوشاهدده،دښارپه ګوټ ګوټ کې دسرتورې ښځې کم عمره ماشومان نجونې اوهلکان دخيرات په راټولولوواړه بوخت دي. ټول هېواد شهيد،شهيددى هرې برخې زيان موندلى دى.

له همدې اوږدوخبرو وروسته بېرته دخپلې ليکنې سرليک ته راځم،او هغه داچې دلويې پکتياځوانانواجمل ګلاب ته دکال دهڅانداومبارزځوان لقب ورکړاوښاغلی يې دسروزرو په مډال ونازاوه،اودښاغلي ګلاب دکړنواو دپورتنۍ يادې شوې برخې او يادوستونزو دله منځه وړلوپه برخه کې فعاله ونډه اخيستې اودهمدې يادشمېرستونزو لپاره دحل موندنې په برخه کې يې هلې څلې نه دي سپمولې، نودابايدومنوچې ټولې ستونزې دحل غوښتونکې دي،ديوې ښې سبالپاره دنن ورځې هلې ځلې ځواب ويلی شي او دلاره حل پيداکېدی شي.

اجمل ګلاب ځوان دی او ريښتينی دی چې زړه سوانداوهڅاندپاتې دی اوکومه هڅه چې دلويې پکتياځوانانودښاغلي اجمل ګلاب دکړنو او فعاليتونوپه برخه کې کړې دستاينې وړ ده او پکار ده چې دخپلو ښاغلو ستاينه وشي کوم چې دخپل ژوندډېره برخه هېوادوالوته دښه خدمت او چوپړ په برخه کې وقف کوي.

ښاغلي ګلاب دچوپړښه لاره غوره کړې دی او دااړينه ده چې ښکاره وي چې بلاخره موږڅه غواړو او څه کوو او ددې لپاره بايد ځانګړي موخې ولرو. زه يوه ژوندۍ بېلګه دموخې اوهغې ته درسېدولپاره راوړم.

يوډېرښه ملګرى لرم ډېرراته ګران اوښاغلى هم دى هغه ډېرپياوړى اوهڅانددى.يوه ورځ يې راسره څه دپرون اوپخوايادونه کوله څه خبره يې ياده کړه چې په پوهنتون په اتوسمسترونوکې شپږسمستره اول نمره وم.په درېيم صنف کې وم چې طالبانوکابل نوى پريښى وو اودکرزي صيب لنډمهاله دوره وه،نجونې نوې پوهنتون ته له يوه پنځه کلن ځنډوروسته راغلې وې،زه دخپل صنف اول نمره وم،ډېرې اقتصادي ستونزې مې لرلې يوه ورځ په ټولګي کې څوتنونجونوڅه خبره راپسې وکړه چې (داګوره پتلون اوکميس ته يې ګوره دابيازمونږ اول نمره دى) زه يې واورولم،غلى شوم اوله لنډځنډوروسته مې ورته وويل چې :

تېټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په هــمدې زاړه پتــلــون اول نـــمره يم

هغه ويل چې داماته خواشينوونکې نه وه چې دې نجونوماته داسې ويل،ځکه چې ماځانته داسې ډاډورکاوه چې بلاخره به داسې نه وي ځکه چې ماځانته يوه موخه ټاکلې وه ماته زاړه پتلون او زاړه کميس اودهغونجونو خبروډېر ارزښت نه درلود،زما اند دا وو چې زه بايدهغې موخې ته رسېدلى وى،کومې ته چې نن په رسېدوکې يم. نن ښه پتلون اوښه کميس ياښه درېشي خولاته څه چې ډېرنورڅه هم رانه حتي فکرکول نه غواړي چې څنګه لاسته راځې خوبياهم هڅه ددې کوم چې ډېرڅه نورهم ولرم چې ډېرنورڅه هم وکولاى شم.

دايوڅرګندحقيقت دى چې ښه کارونه ډېردى،خو ښه خلک هومره ډېرنه دي چې دښوکارونودکولوجوګه شي. له شک پرته دهرکارسرته رسول په يواځې ځان نه کېږي داسمه دى چې هغه به يوه قوي هوډ ته ارتياولري،په افغانستان کې نوې اورورستۍ هڅې هم دپام وړاوارزښتناکې دي چې په دې کړکې دښاغلي ګلاب ترځنګ دنوروښاغلو اواغليو/ ډاکټرباخترامين زي،ډاکټرخوشحال روهي،استاداسدالله غضنفر،عبدالغفورلېوال،علم ګل سحر،سايره شريف،طوبی ندا،ليناشريفي اونوروهڅې ديادونې اوستاينې وړ دي، چې په خپلوادبي کلتوري اوټولنيزوهڅوسره يې ژبې،سيمې اوخلکوته دپام وړ څه وکړل چې دلارې تعقيبول يې دټولنې اوورځې غوښتنه ګڼم.

په پاى کې يوځل بيازه ښاغلي ګلاب ته ددې وياړنومبارکي وايم اوپه دې برخه کې دلانوروبرياليتوبونوهيله کوم او ورته دبېټ نېکه په دې دعاباندې آمين وايم چې وايي:

لويه خدايه لويه خدايه
داوګړي ډېرکړې خدايه
لويه خدايه لويه خدايه
په ياده برخه کې دښاغلي دلانورو لاسته راوړنو په هيله
په تل پاتې پښتنۍ مينه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery