دخپریدو نیټه : 2010-05-03 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د ولايتي شورا ريس : د ارزګان خلک له ډيرو ستونزو سره مخ دي
احمد لودين : کندهار
د دي سره چي په ارزګان ولايت کي د نژدي ولايتونو په پرتله امنيتي چاري ښي دي خو اوسيدونکي يي له ګڼو ستونزو څخه يادونه کوي . د ارزګان ولايت د ولايتي شورا ريس امان الله هوتکي په کندهار پريس کلب کي خبريالانو ته وويل چي دا مهال په ارزګان ولايت کي د خلکو په مخ کي ډيري ستونزي پرتي دي چي دولت ور ته هيڅ پاملرنه نه کوي او يوازي يي کار پر هغو وعدو ولاړ دى چي عملي کيږي نه . هوتکي وويل په ارزګان ولايت کي دبيا رغوني کارونه مخ په ټپه ولاړ دي او دارزګان په هيڅ برخه کي نه ليدل کيږي چي د بيا رغوني کار دي شروع وي .دده په خبره ارزګان دا مهال ډيرو د بياجوړونو کارونو ته اړتيا لري ځکه د هيواد د نورو سيمو په پرتله ارزګان هم ځپل سوي او ويجاړ سوي دي . هغه دولت په دي تورن کړ چي د ارزګان خلکو ته يي خپل حق نه دي ورکړي او نه يي هم ورته لازمه توجه کړي ده .
امان الله هوتکي په ارزګان کي د ښووني او روزني بهير هم تر نيوکو لاندي راوستى او په دي ولايت کي يي د مسلکي ښوونکو د نه شتون خبره وکړه . د هغه په خبره چي د ارزګان ولايت د زده کوونکو ښوونيزه سويه ډيره ټيټه ده او نه سي کولاي چي يو ډير اسانه سوال ته هم ځواب ووايي . هوتکي وويل په ارزګان ډيري ښوونځۍ داسي هم سته چي د بيارغوني او پالني په برخه کي هيڅ پاملرنه نه ده ورته سوي چي له دي کبله ډير نوي ځوانان د زده کړي له نعمته بي برخي پاتي دي .
د ارزګان د ولايتي شورا ريس امان الله هوتکي پر دولتي چارواکو نيوکه وکړه چي د ارزګان دولايت دپاره يي هيڅ نه دي کړي او ددي ولايت ټول حقوق يي د هيواد نورو ولايتونو ته ور کړي دي . ده د ارزګان ولايت د ټولو خلکو په استازيتوب غوښتنه وکړه چي ارزګان ولايت ته دي جدي پاملرنه وسي او ددي تر څنګ چي بي روزګاره خلکو ته کار پيدا کړي حکومتي چاري دي سمي کړي او په ارزګان ولايت کي دي د بيارغوني کارونه پيل او چټک کړي او ښووني او روزني ته يي چي په اوسني عصر کي مهم ټکى دي هم پاملرنه وکړي .
ديادوني وړ ده چي څه موده مخکي هم د ارزګان ولايت د ولايتي شورا ريس امان الله هوتکي په کندهار پريس کلب کي خبريالانو ته د ارزګان د خلکو ستونزي يادي کړي وي او له دولت او نړيوالي ټولني څخه يي دحل غوښتنه کړي وه .