مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-10   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Aljazeera: افغانستان کې نوره زیاته خونریزي

سرچینه: د الجزیرې انګلیسي ژبې ویب پآڼه ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د الجزیرې انګریزي ژبی چینل لیکلي چې طالبانو د دوشنبې له ورځي سره سم په دغه هیواد کې د الفتح په نامه باندي چې په عربي ژبې کې د بریا معنی لري د نویو عملیاتود پیلیدو خبر ورکړی دی. طالبانو ویلي چې د دوي موخه به په دغو عملیاتو کې بهرني، کورني او نورو د هغوي پر وینا اشغال ګر عناصر وي چې د هغوي تښتونه او یرغمل کول هم د دغو عملیاتو یوه برخه ده . په ریښتیا هم، د دغو عملیاتو په سر کې بهرني سرتیري په نښه کیږي او الجزیره لیکي چې له هغوي وروسته به امنیتي کورني قرار دادي سرتیري چې طالبان یې د بهرنیانو غوږونه او سترګي بولي هم په نښه شي. په دغو عملیاتوکې دوهمه هغه ډله چې په نښه کیږي د افغان دولت مامورین دي، امنیتي کسان، د عدلیې وزارت کارکونکي او همدا راز د استخباراتو کارمندان . الجزیره لیکي چې په نویو ګواښونو کې طالبانو دغو افغانانو ته ویلي چې باید دندې خوشي کړي، خو دا یې ندي ویلي چې دغه افغانان چې د ژوند د تامین لپاره له حکومت سره کار کوي ولي له ګواښ سره متوجه دي. د الجزیرې په لیکنه، چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له سفر سره جوخت پیل کیږي. له سیاسي اړخه د نویو عملیاتو د پیل نیټه چې د طالبانو له لوري د دوشنبې ورځ ټاکل شوي یو واضح پيغام رسوي او هغه دا چې دوي په خپل دغه پیغام کې په واضح ډول وایې چې د دوي پیغام ډیر واضح، شفاف او په لوړ غږ اورول شوی دی. الجزیره لیکي چې تیر کال د طالبانو بریدونه د هغوي له لوري د عبرت په نامه د عملیاتو تر نامه لاندي پر مخ بیول کیدل او د هغو عملیاتو هم ورته واضح پیغام وو او دا ځل به د الفتحې او عبرت د عملیاتو د بڼې تر منځ کوم لوی توپیر و نه لیدل شي. د طالبانو د نویو عملیاتو ګواښ په داسي حال کې راځي چې افغان او ناټو ځواکونه په جنوبي کندهار کې د طالبانو پر ضد د پراخو پسرلنیو عملیاتو څخه منصرف شوي دي. الجزیره په پای کې لیکي چې د دغو ګواښونو وروستۍ کرښې ته که وکتل شي نو دا ښکاري چې په راتلونکومیاشتو کې به په افغانستان کې ډیري وینې وبهیږي. د میرویس جلالزي په واسطه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery