مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-10   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Reuters: کرزی د واشنګټن له ساړه هرکلي سره مخ دی

سرچینه: د رویټرز آژانس ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د رویټرز آژآنس امریکا ته د دولسمشر کرزي د سفر په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده . دغه رسنۍ لیکي چې کرزی به د دوشنبې په ورځ په داسي حال کې امریکا ته لاړ شي چې له دغه هیواد سره یې د پخوا په څير د اړیکو خوندوري نه دي او له هغسي هرکلي سره به هم مخ نشي چې دی ترینه خوند واخلي. رویټرز لیکي چې د کرزي او غرب تر منځ اړیکي په تیر یو کال کې ډیري خرابي شوي او یو په بل یې تورونه ولګول. د امریکا د پارلمان ډیری غړي دا وایې چې تر هغه پوري چې د کرزي په اړه د راحتۍ او اطمینان احساس ونکړي نو دوي به څرنګه وکولای شي خپل سرتیري په افغانستان کې له لاسه ورکړي، په ملیاردونو ډالره ولګوي او د دغه هیواد د ماموریت دوام ته نوره بودجه تصویب کړي. تیره میاشت د کرزي او واشنګټن تر منځ اړیکي هغه مهال ډیري خړې شوي چې نوموړي یو شمیر غربیان او په خاصه توګه امریکایان په دې متهم کړل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درغلیو کې یې لاس درلود. هغه دا ګواښ هم وکړ چې له طالبانو سره به یو ځای شي. رويټرز لیکي چې د کرزي د ژبي سخت ګزار په کابل او واشنګټن کې د هغه یو شمیر متحدین په قهر کړل او هغوي وویل چې د کرزي دغه خبري زورونکي او له واقیعت څخه لري دي. رويټرز لیکي چې د کرزي او د امریکا د پخوانی ولسمشر جورج بوش تر منځ بیا د کرزي او اوبهاما د اړیکو په تناسب مناسبات ډیر ښه وو، د هغوي تر منځ صمیمانه اړیکي بر قراري وي او د دغو اړیکو ښه ثبوت له رسنیو سره د کرزي او بوش د خبرو پر مهال تر سترګو کیده. کرزی به په دغو خبرو کې د یوه مډرن مسلمان په توګه را څرګندیده چې د یوه اسلامي هیواد مشري کوي. اوبهاما د خپل تحلیف په مراسمو کې له کرزي څخه ځانه لري کړ. هغه یو کال له کرزي سره و نه لیدل تر هغه چې تیره میاشت له ۲۴ ساعته د الوتکې مسلسل سفر څخه وروسته کابل ته را ورسید او یوازي د نیم ساعت لپاره یې له هغه سره وکتل. رویټرز په دغه لیکنه کې د کرزي او امریکا اړیکي ترینګلي بولي خو دې ټکې ته اشاره کوي چې واشنګټن په اوس وخت کې د کرزي مرستې ته اړتیا لري او داسي بدیل نلري چې د کرزي تشه ډکه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery