مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-11   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Washingtonpost: اوبهاما سره د کرزي خبرې

سرچینه: د امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د ستراتیژۍ په باب یوه لیکنه خپره کړي ده .

دغه  مقاله واشنګټن ته د حامد کرزي د سفر له پیلیدو سره سم خپره شوه.

په ورځپاڼه کې راغلي چې اوبهاما د خپل  ملي امنیت ډلګۍ ته هدایت ورکړی چې له کرزي سره له درناوي او پوره احترام څخه ډک سلوک وشي.

داکار وروسته تر هغه کېږی چې په دې ورستیو  کې دامرېکا د چارواکو  په واسطه ېولړ بېانېې په سخته لهجه خپرې شوې  او ېو لړ  امریکایې څرګندونو چې د افغانستان د مساېلو په باب وشوې  اولس مشر په غوسه کړ او له واشنگټن سره ېې  د خپلو اړېکو په هکله پوښتنی رامنځته کړې.

واشنگټن پوست، داوباما د حکومت له عالي رتبه مقاماتو څخه په قوله  لېکی چې تېره مېاشت، د سپېنی ماڼی په ېوه غونډه کې جمهوررئېس اوباما داخبره واضح کړله چې کرزی د جگړی په مساېلو کې د امرېکا مهم متحد او انډېوال دی او دا به دهغه د سفر په موده کې چې واشنگټن ته ېې کوی او ددوشنبی په ورځ پېل کېږی، څرگنده شی.

ورځپاڼه لېکی چی  په دې توگه اوباما په خپله اداره باندی داسی انظباط او دسپلېن ټېنگ کړی چې د ښاغلی کرزی د مشروعېت او دامرېکا لپاره ېې  دهغه د ارزښت په باب د بغاوت ضد مبارزه کې  مبهمی او گډې وډی خبری کړی وی.

د دې په نتېجه کې ښاغلی کرزی گواښ کړی و چې دی به له طالبانو سره ېوځای شی.    

واشنگټن پوست لېکی چې ددواړو مشرانو د سلاکارانو ترمنځ په دوه ساعته مجلس کې دواړومشرانو دامجلس گټوربللی و.

واشنگټن پوست لېکی چې د ښاغلی کرزی ملاقات به د چارشنبې په ورځ په سپېنه ماڼی کې دهغه په دغه اوږده سفرکې مرکزی ټکی وې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery