مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مولوي وكيل احمد کتاب چاپ شو

عبدالله احسان

د بېنوا ویبپاڼي خبريال له کابل نه خبر راکړ چي د طالبانو په دولت کي د بهرنيو چارو د وزير مولوي وکيل احمد متوکيل په قلم ليکل شوی اثر چي ( افغانستان او طالبان  ) نوميږي چاپ شوی دی . مولوي وکيل احمد متوکل نژدې اته کاله ( د طالبانو د اسلامي غورځنګ څخه . . .

 

د بېنوا ویبپاڼي خبريال له کابل نه خبر راکړ چي د طالبانو په دولت کي د بهرنيو چارو د وزير مولوي وکيل احمد متوکمولوي وکيل احمد متوکليل په قلم ليکل شوی اثر چي ( افغانستان او طالبان  ) نوميږي چاپ شوی دی .

مولوي وکيل احمد متوکل نژدې اته کاله ( د طالبانو د اسلامي غورځنګ څخه پیل بیا تر اسلامي امارت تر دورې پوري  ) لوړ پوړی چارواکی و ،خو د اسامه بن لادن پر سر د امريکې او طالبانو تر منڅ د شخړو پر وخت مولوي متوکل له طالب امارت نه بېل شو ، څو میاشتي وروسته یې دکندهار په ولايت کي دولتي چارواکو ته څان وسپاره ، څه موده له امریکايانو سره زنداني ، او وروسته په کابل کي نظر بند ساتل شوی و .

ښاغلی متوکل د څه مودې راپه دې خوا د پخوا په پرتله ازادي لري . او په راتلونکو ټاکنو کي یې ځان ولسي جرګې ته د کانديد په توګه پېژندلی دی .

ښاغلی متوکل دملګرو ملتونو له يوه پلاوي سره


مولوي وکيل احمد متوکل ( ۱۳۸۴ لمریز ) کابل

 افغانستان او طالبان 

 د ښاغلي استاد محمد اصف  صميم لیکنه

ښاغلى مولينا وکيل احمد متوکل يو روښانه، روڼ اندى ځوان عالم دى، په کم عمر کې ددومره سياسي بصيرت خاونددى چې سړى يې دپوهې او ځيرکتيا او ورسره دده  دريځ کې د اعتدال اندازه اخلي، نو دپارسي متل ذهن ته راولي چي : (( عقل بسر است نه بسال))

 

دمتوکل دسياسي بصيرت داثبات لپاره به  همدا بېلګه بسنده وي چې په ٣٠ کلنۍ کې ورته دافغانستان غوندې يوه حساس دريځه هېوادد نړيوال دريځ دسمبالښت چارې پر غاړه ولوېدې ، چې رښتيا خبره وي دطالبانو په څېر يوه ترينګلي او سخت دريځي نظام کې دمتوکل غوندې نرم او معقول  دريځ درلودل دلمر او سيوري پر بريد تګ و، خو دى له دې مزله نه دومره ناستونامه راووت، چې دادى اوس د ((طالبان او افغانستان))  غوندې تحليلى اثر هم خپلو هېواد والو ته وړاندې کولاى شي.

 

دښاغلي متوکل داڅه کم سل مخه اثر اوس اوس  دچاپ په ګاڼه پسولل  شوى دى، ما يې له نيکمرغه منځپانګه  ولوسته او د

 مو ضوع   تل  ته يې  ورکوز شوم   د ژبې له پلوه پکې ډېر ډاډ من سبک پالل شوى او دموضوع دغځونې دود داسې پرمخ وړل شوى ،چې هره موضوع يې تر لنډو لنډو سرليکونو لاندې تحليل کړې ده.

 

پاتې شوه دکتاب دمنځپانګې  دڅرنګتيا خبره، نو په دې باب همدومره ويلاى شم، چې کتاب دموضوع دحساسوالي له پلوه په زړه پورې، دانتظار وړ او ښايسته ډېرو پوښتنو ته ځوابګر  دى ، خو دومره هم نه چې نورې پوښتنې دې راولاړې نه کړي.

 

زما په آند ښه به داواى  دښاغلي ليکوال دټولنيز اوسياسي دريځ دنه ژوبلېدا پر شرط   چې ټولې هغه خواوې، چې دځواب تږې وي، څېړل شوې، سپړل شوې او شنل شوې واى، ددغسې يو شنونکي او تحليلي څېړنې ګټه به داواى، چې:

١: دطالبانو دهغو نيمګړتياوو په اړه به کورنيو او بهرنيو پوښتونکيو  او ګوتنينوونکيو ته لومړى لاس معلومات په لاس ورغلي واى.

٢: دډېرو هغو اړخونو له مخه په پرده پورته شوې واى، چې  نه برسېريدو يې زموږ قضاوتونه، پرېکړې او شننې ټکنۍ کړې دي.

٣: دځينو هغو بهرنيو او کورنيو غرضي شنونکيو، ليکوالو دشخصي او فردي  تېراېستنو مخنيوى به هم شوى واى، چې يواځنۍ موخه يې  له واقعيته دلرې تاثراتو  خپرول  دي  .

٥: دښاغلي متوکل غاړه به يې تر دې زياته داولس او ملي تاريخ پر وړاندې خلاصه کړې واى.

 او کېداى شي دغه راز يې ځينې نورې  ښېګڼې هم دپايلي په توګه درلودلې واى.

خو له دې هر څه سره سره ښاغلي متوکل دمبارکۍ او ستاينې وړ دى چې په لومړي ځل يې تر يوې اوږدې چوپتيا او ساه اخيستنې وروسته دواقعيتونو له يوه اړخه خو يوه پيڅکه هومره پورته کړه. هيله ده په ګانده کې دموضوع دتږيو اړخونو پر رابرسېرونه  هم برى ومومي.

 

 

د كتاب نوم             : افغانستان او طالبان
 ليكوال                : مولوي وكيل احمد "متوكل"
 كمپوزر               : ملااحمد "فيصل" (دليكوال ورور)
 خپروونكى           : بريالى پوهنيون
 لومړی چاپ          : ۲۰۰۰ ټوكه
 د چاپ كال           : ۱۳۸۴ هـ ل
 دچاپ اهتمام        : محمد حسن "حقيار"

دترلاسه کولو پته  :  سباکتابخانه ،چهارراهي صدارت کابل - موبايل :۰۰۹۳۷۹۳۲۰۳۶۶      سباکتابخانه،قصه خواني پشاور،موبایل:۰۳۰۱۸۸۸۳۵۵۰

ګڼه

لړليك / سرليك

مخ

ګڼه

 لړليك / سرليك

 


زما دكوچنيوالي مهال

زده كړې پيل د

د كورنۍ چاپېريال

د زماپه زده كړه او روزنه كې دپلار رول

د پلار شهادت

په بېلابېلو مدرسوكې زده كړې

د مدرسې چاپېريال

دمدرسو تعليمي نصاب اوپه دې اړوندسمه انګېرنه

همصنفيان

زماپه زړه كې دجهاد د وخت رول

استاذان

دطالبانواسلامي تحريك څرنګه مينځ ته راغی؟

د تحريك پيل اوانګازې يې

د تحريك د پيل شخصيتونه

د تحريك تشكيلاتي جوړښت

 دتحريك له مشرانو سره زما پېژندګلوي

د تحريك د مشرتابه ډول

سپين بولدك څرنګه ونيول شو؟

دكندهارله والي سره اړيكې اودښارتسليمي

كوموقوماندانانودكندهارپه تسليمولوكې  ...

دكندهارله نيولوسره دتحريك لاس ته راوړنې

اّيارښتياهم خلقيانوپه نظامي برخه كې ...

په تحريك كې مختلف فكري تړاوونه

 طالبان او دوستم

اسماعيل خان

تحريك او حكمتيا

غزني او ميدان وردګ

په ميدان ښاركې له طالبانوسره داحمدشاه...

كابل ته د طالبانو پرمختګ

د جهادي تنظيمونو د حكومت دوره

پركابل لومړنی بريداودعبدالعلي مزاري...

له ښاغلي حكمتيارڅخه دچاراّسياب نيونه

مولوي حقاني،دختيځ اوسويل سيمې

پرجلال اّّباد بريداو دمقاومت دنشتوالي لامل

 كابل ته وړاندې تګ

 دكابل دخواوشا جګړې او ملابورجان

په كابل كې داستادرباني له دولت سره دتحريك..

د ډاكټرنجيب الله اعدام

له نوروجهادي مشرانو سره اړيكې

دطالبانو دجنګونو مالي سرچينې

اّيارښتياهم داتحريك پاكستان ايجاد كړ؟

كابينه او واليان

منځنۍ اّسيا ته ټرانزيټي لاره او پاكستان

طالبانوولې دوزيرانوشوری اوكابينې ته ...

د ګازو او نفتو كمپنۍ

رښتني پلازمېنه كابل وه اوكه كندهار؟

له تحريك سره دپاكستان داسلامي ګوندونواړيكې

هغه هېوادونه چې دطالبانودمهال دولت يې...

بېنظيربوټواونصيرالله بابر

اسامه بن لادن څرنګه دطالبانو ملاتړی شو؟

دالقاعدې دمشرانواوطالب چارواكو اړيكې

دتښتول شوې هندي الوتكې پېښه

په افغانستان كې كشميرپلوه تنظيمونه اواهداف يې

د افغاني الوتكې تښتونه

د منځنۍ اّسيا او شرقي تركستان تنظيمونه

زماددندوپه لړكې دتحريك ويندويي

دكابل له نيولووروسته دطالبانوپوځي جوړښت

له بهرنيواستازوسره ليدني اوبهرني سفرونه

له جنرال ملك سره تړون

د بهرنيو چارو وزارت

پرمزارشريف باندې لومړنی بريد

د نويوبانك نوټونوچاپېدل

ترپردې شاته مسائل اودلومړي بريددماتې دلايل

ولې مې استعفی وړاندې كړه؟

په كندهاركې دروسي الوتكې كښېنول تيښتېدل يي

د باميانو د بتانو نړول

په شمالي كې دطالبانو ماتې

داحمدشاه مسعودوژل كېدل

دشمال دجبهې له استازوسره سياسي مذاكرات

په متحده ايالاتوكې دبرجونونسكورېدل او

دمزارشريف نيول اودايراني استازووژل كېدل

دقوماندان عبدالحق وژنه

د ايران لخوا د جنګ ګواښ

دطالبانودحكومت دوروستيوورځوځينې جريانات

د نهي عن المنكردادارې توندلاريتوب

ځان سپارنه او تحقيق

دنېشه يې توكوپه اړونددطالبانودريځ

د بند خاطرات

بهرنۍ خيريه موْسسې

د ماشومانودپوهنې او روزنې لپاره يادښتونه

د بيا ودانولو لړۍ

پنځوس ښه او پنځوس بد

88د اقتصاد په اړه

وروستۍ خبره

د ښوونې اوروزنې په هكله

د هندي پلاوي پوښتنې

داطلاعاتواوكلتورپه چاروكښې

افغاني بنديان

دوه مهم ګاونډيان

ديني مدرسې

له تركمنستان سره ګانډيتوب

عامه پوهونه

له روسانو سره تاوتريخوالی

ريښتنې سوله

له عربي هېوادونواواسلامي كانفرنس سره اړيكې

پرخپلو پښو درېدل

دمېلمنوله كړنوڅخه كوربنوته راټوكېدلې ستونزې

سياسي ثبات

پرافغانستان اوسوډان دامريكا لومړنی راكټي بريد

نظرياتي ژوند

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery