دخپریدو نیټه : 2010-05-20 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
NYtimes:افغانستان او پاکستان کی دامریکاجاسوسان
سرچینه: نیویارک ټایمز اخبار
ترتیب: جلالزی
نیویارک ټایمز امریکایی اخبار تر دی سر لیک لاندی چی (( امریکا اوس هم په افغانستان او پاکستان کی خصوصي جاسوسان استعمالوي)) یوه لیکنه خپره کړی ده.
ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه جاسوسان د دې دواړو هیوادو له گڼو سیمو نه بیلا بیل استخباراتی اطلاعات برابروي که څه هم یو شمیر کسان د امریکا دغه کار له قانون سره اړخ لگونکی نه بولی.
ورځپاڼه لیکي چې د سږکال په پیل کې د امریکا د حکومت ځنې مامورینو دا خبره ومنله چې ددوی پوځ یو شمیر پخواني د CIA غړي چې اوس متقاعد دي سیمې ته د اطلاعاتو د راټولو لپاره لیږلي دي چې د ددغو اطلاعاتو په رڼا کې په یو شمیرجنگي ډلوباندې حملې شوي او یو شمیر ددې جنگي ډلوسره د اړیکو په تور وژل شوی دی.
یو شمیر رسنیو مخکی ویلی وو چی دغه عملیات اوس په افغانستان او پاکستان کی درول شوی دی.
نیویارک ټایمز زیاتوي، چې د یوشمیراوسنيو او پخوانيو حکومتي مامورینو، کاروباریانو سره مرکې او همدارنگه د حکومت اسناد دا ټول په ډاگه کوي چې موضوع داسې نه ده. اوس هم دغه جاسوسان په ډیر تفصیل رپوټونه لیږي اودا رپوټونه دافغانستان په جنوبي سیموکې د استخباراتي اطلاعاتو مهمه برخه جوړوي.
ورځپاڼه زیاتوي، امریکايي پوځونه په پاکستان کې د ننه له عملیاتو نه منع شوي دي اود امریکا ددفاع وزارت د مقرراتو په اساس قراردادیان نه شي کولی اطلاعات راغونډ کړي.
د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې یو بل مطلب هم خپور شوی دی او په کې لیکل شوي دي چې مارک سدول، یو بریتانوی ډپلومات چې د ناتو د قواوو ملکي استازی دی اوس تل د ښاغلي جنرال مک کرستال په خوا کې لیدل کیږي. دی اوس هڅه کوي چې د پوځي قواوو په خوا کې محلي اداري واحدونه هم پیاوړي شي اوله سیمو نه د طالبان له شړلو نه وروسته د حکومت کنټرول ټینگ کړي. دا کار په مارجه کې چې طالبان ورنه وشړل شول عملي شو خو داسې ښکاري چې دا یوساده موضوع نه ده.
ورځپاڼه زیاتوي اوس ډیر وخت کیږي چې مکرستال او مارک سدول اوس جوړه او حتي د ښاغلي حامد کرزي لیدلوهم ته په گډه ځي. هغه اوس د افغانستان په چارو کې په یوه مهمه څیره بدل شویدی او د ښاغلي ایکن بیري چې په کابل کې د امریکا سفیر دی، حیثیت غوره کړی دی. داسې ښکاري چې ښاغلی مکرستال غواړي هغه د خپل سیاسي مټ په حیث وکاروي. خو ښاغلي ایکنبیري ځان سره یې د رقیب د حیثیت خبره ردوي او وايي چې د افغانستان وضع داسې ده چې باید بهرنیان هم په مسایلو کې دخیل وي او داسې وښودل شي چې په افغانستان کې یوه واقعي ایئتلاف شته دی.