FOXNews:د زرم عسکر مرګ، دجګړې توده څپه
سرچینه: فاکس نیوز چینل
ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکا فاکس نیوز خبري رسنۍ په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د زرم امریکایې عسکر د مړینې د خبریدو سره جوخت یو تحلیلی مطلب خپور کړی چې ځیني برخې یې تاسو ته وړاندي کیږي.
فاکس نیوز لیکي چې د پنجشنبې په ورځ د یوه بل امریکایې سرتیري په مړینې سره په افغانستان کې د طالبانو د سقوط را وروسته د وژل شویو ټولو امریکایې سرتیرو شمیره ۱۰۰۰ تنوته ورسیده .
فاکس نیوز لیکي چې امریکایې جنرالانو چې کله په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره یرغل ترتیباوه هیڅ کله یې هم داسي فکر نه کاوه چې دغلته به یوه ورځ زر تنه امریکایې عسکر وژل کیږي او حالت به هم چندان د قناعت وړ پرمختګ نه کوي.
ورځپاڼه لیکي په داسي حال کې چې زرم امریکایې عسکر هم په افغانستان کې ووژل شو خو له دې سره جوخت د افغانستان په ختیځ کې جګړه توده شوي او وسله وال یاغیان د هغو پاتې سیمو د لاندي کولولپاره مقاومت کوي چې په دې ورستیو کې امریکایې ځواکونو افغان سرتیرو ته په نورستان ولایت کې پریښي دي.
طالبانو تیره میاشت په نورستان کې د امریکایې ځواکونو یوه تشه شوي هډه ونیوله.
دغه هډه د نورستان په یوه غرنۍ سیمه کې واقع وه او په اصل کې ټول نورستان غرنی ولایت دی .
اوس امریکایې او افغان ځواکونه د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کوي.
فاکس نیوز لیکي چې امریکایان د نورستان ساتل د خپل سر په بیه چندان عاقلانه کار نه بولي او له همدې امله یې په نورستان کې خپل یو شمیر پخواني مرکزونه پریښودل چې ځینې یې د افغان حکومت په لاس کې دي او ځیني یې طالبانو لا وختې لاندي کړي دي.
د دغو لاندي شویو مرکزونو تصویرونه تیره میاشت د الجزیرې ټلویزیون هم خپاره کړل.
فاکس نیوز لیکي، امریکایان اوس په افغانستان کې د بغاوت له یوې سختې څپې سره مخامخ دي، هغه څپه چې په تیرو څو کلونو کې یې ساری نه وو لیدل شوی .
د ورځپاڼي په باور چې امریکایان وروسته تر هغه له سخت مقاومت او حتی په ځينو سیمو کې د خلکو له پاڅون سره هم مخامخ شول چې خلک د ځایې ادارو له نا کارایې او تت عمل څخه په تنګ شول، فساد د چارواکو تر ستونې ور ورسیده او ولسي افغانان دې ته اړ شول چې نور د حکومت پر ځای طالبان غوره وبولي او هغوي ته ور واوړې.
فاکس نیوز د غزني ولایت په یوه سیمه کې یوه کیسه را اخلي.
ورځپاڼه لیکي چې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ډیری خلک اوس دولت ته مراجعه نه کوي بلکې خپلي ستونزي په طالبانو هواروې.
ورځپاڼه لیکي چې طالبان د خلکو شکایتونه اورې او بیا یې د خپلو ټاکل شویو کمیسیونونو له لارې په ډیره چټکی او حتی د څو کلونو لانجه په څو دقیقو کې هواروي.
فاکس نیوز کاږي چې خلک د طالبانو له دغه چټک او بي رشوته عمل څخه ډیر خوښ دي او له همدې امله طالبان په افغان دولت او د هغوي په غربي ملاتړو غوره بولي.
د فاکس نیوز په لیکنه که چیرته د افغان دولت په ادارو کې د پراخیدونکي فساد مخه و نه نیول شي یوه ورځ به نړۍ او په خاصه توګه امریکایان د دې شاهد وي چې دغلته به د وژل شویو امریکایې سرتیرو شمیره لس هومره زیاته شي چې اوس ده .
فاکس نیوز په پای کې په امریکایې پلان جوړونکو او پوځي جنرالانوغږ کوي چې د سرتیرو ژوند ته دې جدي پام وکړي او باید ژر تر ژره په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو له فرسوده کیدو ( شړیدو) څخه مخ نیوی وشي.
ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی