سرچینه: د چین سرکاری خبری آژانس ژینهوا
ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی
د چین ژینهوا خبری رسنی د افغانستان د سولی د مشورتی جرگی په باب یوه مقاله خپره کړی چی مهمی برخی یی تاسو ته را اخلو .
ژینهوا لیکی، په داسی حال کی چی افغان دولت غواړی روانه هفته د سولی مشورتی جرگه د امنیت د قایمولو او د ثبات د راوستلو لپاره جوړه کړی، طالبانو یو وار بیا د جگړی د شدت خبرداری ورکړی دی .
ژینهوا لیکی چی د طالبانو د بغاوت په تازه موج کی هغوی پرون د تیلو هغو 6 تانکرونو ته په غزنی کی اور واچاوه چی ایساف قواوو ته یی د سونگ مواد انتقالول .
یوه شپه دمخه طالبانو د خوست په ولایت کی یو مکتب ویجاړ کړ چی د چارواکو پر وینا 1300 تنو ماشومانو پکی زدکړی کولی.
ژینهوا آژانس لیکی چی د افغان دولت د وسله والی مخالف گروپ په توگه، طالبانو په وار وار د خارجی عسکرو د شتون په صورت کی هر راز خبری اتری تحریم کړی دی او هغوی د بهار د عملیاتو په نامه خپل عملیات لا وختی پیل کړی دی .
په داسی حال کی چی افغان دولت د سولی لپاره قدمونه پورته کوی طالبانو د می میاشتی په اتم تاریخ رسنیو ته په خپل استول شوی یوه بیان کی خبر ورکړ چی دوی د الفتح په نامه نوی عملیات پیل کړی دی .
دغه عملیات په داسی حال کی پیل کیژی چی همدا اوس اوس په افغانستان کی 120 زره خارجی عسکر دیره دی چی زیات شمیر یی امریکایان دی .
طالبانو ویلی چی د سرک د غاړی چاودنی، انتحاری بریدونه او په افغان او خارجی عسکرو مخامخ یرغلونه د دغو عملیاتو یوه برخه ده چی افغان دولت ورته د پروپاگندا نوم ورکوی .
ژینهوا لیکی چی د افغانستان د سولی د مشورتی جرگی له را رسیدو سره سم د طالبانو بریدونو زور اخیستی او دا د دی ثبوت دی چی هغوی دغی جرگی ته درناوی نه کوی او ورته کوم مفهوم نه لری .
د سولی د جرگی یوه نطاق گل آغا احمدی وردگ ژینهوا ته ویلی چی دغی جرگی ته طالبان ندی راغوشتل شوی .
ژینهوا لیکی چی دغی جرگی ته 1600 کسان را بلل شوی چی پکی قومی مشران، د پارلمان وکیلان، اجتماعی اشخاص، حکومتی مامورین او دیپلوماتان را بلل شوی چی دری ورزی به دوام ومومی .
ژینهوا لیکی چی له دی نه علاوه هغه کسان چی خپل عزیزان یی په جنگ کی له لاسه ورکړی تشویش لری چی د سولی په مشورتی جرگه کی به هغو کسانو ته د عفوی اعلان وشی چی په جنگی جنایتونو کی لاس لری او دغه خلک د جرگی د پریکړو او بحثونو نه زیاته ویره لری .
ژینهوا لیکی چی تندلاری طالبان به چی د خپلی واکمنی پر مهال یی نجونی مکتبونو ته نه پریشودی هغه قانون سنگه ومنی چی زنانه وو ته د کار او تعلیم حق ورکوی او د هغوی د دغو حقونو تظمین کوی.
ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی