مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-06   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

IRIB: داسرایلو نوی جنایت

IRIB: داسرایلو نوی جنایت

دفلسطین په غزې تړانګې کښې کلابند شویو فلسطینیانو ته دنړیوالو مرستو په وړونکي کاروان حملې کښې دصهیونیسټ رژیم نوي جنایت دفلسطین دمسلې په هکله دخوځښت دنه ترسره کولو په دلیل په اسلامي او عربي حکومتونو نیوکې دوه برابره کړي دي .


دفلسطین دغزې تړانګې خلکو ته دمرستو په وړونکي کاروان داسرایلو دحملې پرضد دامریکا دلوې وچې دځينو هیوادونو له تند عکس العمل وروسته په اسلامي هیوادونو په تیره بیا په عربي هیوادونو کې ولسي تنظیمونو له خپلو حکومتونو غوښتي دي له دې زیات دې په سستۍ او ملاحظاتو سره دصهیونیسټ رژیم داروپاي ملاتړو او دامریکا دناوړه پلانونو دوکه ونه خوري او دمسلمانو ملتونو غوښتنې ته په غوږ اچولو سره ددغه نیواکګر او مقام غوښتونکي رژیم په وړاندې متحد او غږمله ووسي .


برازیل ، کیوبا، نیکاراګوا ، بولیویا او وینزویلا دجنوبي امریکا هغه هیوادونه دي چې دفلسطین دغزې تړانګې فلسطینیانو ته دمرستو درسولو دکاروان پرضد داسرایلو رژیم دجنایت دغندلو په ترڅ کښې یې ځینو هیوادونو له دغه رژیم سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ځنډولي دي .


په عین حال کې دځینو عربي او اسلامي هیوادونو خلکو دغزې تړانګې له خلکو سره دمرستو په کاروان دصهیونیسټ رژیم دحملې په ضد مظاهرو کښې دصهیونیسټانو ددغه جنایت دغندلو په ترڅ کښې دغه راز دفلسطین دژغورنې په مسولیت کښې دخپلوحکومتونو سستۍ غندلي ده .


په دغو شرایطو کښې دترکیې حکومت چې په سخته له صهیونیسټ رژیم سره داړیکو په باره کښې دپارلمان داستازیو او دکورنیو عمومي افکارو تر سخت اغیز لاندې دی هماغه راز له ملاحظې کار اخلي .


په داسې حال کښې چې دفلسطین دغزې تړانګې خلکو ته دمرستو په کاروان دصهیونیسټ رژیم دحملې پینځلس شهیدان دترکیې ښاریز دي دترکیې خارجه وزیر احمد داوود اوغلو حتی په دغه حالت کښې له دغه رژیم سره داړیکو غوڅول دغزې تړانګې دکلابندۍ له لغوه کولو سره تړلي دي .


دترکې لومړي وزیر رجب طبیب اردوغان هم دامریکا له و لسمشر باراک اوباما سره په ټیلي فوني خبرو کښې دتل ابیت او انقرې دسیاسي اړیکو دغوڅولو داحتمال په باره کښې په خبرداري بسنه کړي ده .
دصهیونیسټ رژیم په وړاندې هم دځینو عربي حکومتونو دساز بار دریځونه تر دې حده دي چې دقطر دخارجه وزارت دغږملتیا دچارو مرستیال محمود الرمیحي په پلازمینې دوحې کښې داقتصادي غونډې په څنګ کښې په دغه غونډې کښې دصهیونیسټ رژیم داستازي په شتون داعتراضونو په غبرګون کښې په بې شرمۍ سره وویل داډول اتباطات دپرمختګ او پراختیا لپاره ضروري دي .


سیاسي څارونکي باوري دي که چیرې دمصر حکومت هم دغزې تړانګې په سرحد کې درفح لاره پرانستلائ او او په دغه سیمه کښې له کلابند شویو فلسطینیانو سره له دغه لارې دمرستو د رسونې امکان وائ شاید دصهیونیسټ رژیم ددغه جنایت دترسره کیدا زمینه نه برابریدلای .


په داډول حالاتو کې دعربو ولسي ټولنې چې تراوسه یې له عربو حکومتونو غوښتل دفلسطین دغزې تړانګې دکلابندۍ دختمولو لپاره په صهیونیسټ رژیم دباو راولي اوس له صهیونیسټ رژیم سره دعربانو دهرډول اړیکو په کاملې غوڅیدا ټینګار کوي .


له دې ټولو خبروسره سره دغزې تړانګې دازادۍ دکشتیو په کاروان داسرایلو نوی جنایت دعربو حکومتونو لپاره یو فاینل او نهاي امتحان دی که چیرې دفلسطین دمظلوم ملت دملاتړ په باره کښې حقیقت واي اوس اتفاقا دفلسطین په پیښه کښې دنړیوالې ملګرتیا له فرصت څخه په ښه ډول استفاده کولای شي .

By: Jalalzai
 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery