مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فارن پالیسي: افغان ناکامه جرګه

سرچینه: د امریکا فارن پالیسي خپرونه

ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکا د فارن پالېسی خپرونې په افغانستان کې د سولی د ملي مشورتي جرګې په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.

خپرونه لیکې که څه هم د جرگی په پېل کې ناوړه پېښی وشوي او دولت ضد برید کونکو هڅه  وکړ چې جرگه د راکټ په ډزو او ځان مرگو حملو گډه وډه کړي، خو سره له دې هم جرگې د ښاغلي کرزي هغه وړاندیزونه چې له یاغیانو سره د روغې جوړې خبرې وکړي، تائید کړل.

ددې حقیقت باوجود چی د جمهور رئیس پلان، نړېوالو بسپنه ورکوونکیو ته د هغه د ډېر تازه سفر په ترڅ کې وړاندې شو، خو په دغه پلان باندی په جرگه کې په تفصیل باندې بحث ونشو.

فارن پالېسی لېکی، دهغو ټولو بېانېو او مطبوعاتو د خپرونو او تبصرونه چې دجرگی په باب وشوی اوخپرې شوی، دا گرانه ښکاری چې سړی په دې عقېده وکړی چې افغانستان دسولی پړاو ته نژدی شوېدی.

د جرگې داېرول په خپله باندی، په دې برخه کې ، ېوه رېښتونی هڅه نه وه چې هغه کسان چې دافغانستان په برخلېک کې، غټی گټی او یا تاوان کوی، دهغوترمنځ تفاهم او توافق پېدا کړی شی او ېا د سولی لپاره ېو کلک او ځانگړی پلان جوړ کړی شی. رپوټونه واېې چې بحثونه ښه گرم او محدودېت ورباندی نه وخو جرگه په کافې اندازه جامع نه وه، نو په دې توگه په دې کې ناکامه شوه چې ېوداسی رېښتونی ملی توافق منځته راولی چې د جرگی د سولی پلان ته مشروعېت ور وبښی .

فارن پالېسی لیکی، په داسی حال کې چې ١٦٠٠ استاځی له ټول افغانستان نه راغلی وو، رپوټونه واېې چې په دې کسانو کې اکثرېت، د ښاغلی کرزی او دهغه متحدېنو له خوانه ټاکل شوی وو، په دې ترڅ کې سېاسی سېالان او دمدنی ټولنی غړی تر زېاتی اندازې پورې له دغه بهېر نه لېری ساتل شوي وو.

پردې سر بېره، د مهمو ېاغی ډلو ېعنی افغان طالبانو ، دحقانی ډله، او د گلبدېن حکمتېار حزب اسلامی استاځې په دې جرگه کې شامل کړی شوي نه وو.

په جرگه کې په ټولېزډول د جمهوری رېاست له خوانه ټاکل شوی کسان راغلی وو. پخوانې جنگسالاران او د پخوانې شوروی اتحاد د جگړی د وخت مجرب کسان راغلی وو. د جرگی مشر استاد برهان الدېن ربانی د ١٩٩٠ په لسېزه کې هغه وخت جمهوررئېس و چې ېوشمېر جنگسالارانو له طآلبانو سره د ملک د کنترول لپاره جگړه کوله.

فارن پالېسی لېکی چې پرهغه باندی، په دې برخه کې، د متحد کوونکی گومان او اعتباری سړی گومان نه کېږی چې دی به له ېاغېانو سره د سولی کوشش وکړی.

فارن پالېسی لېکی چې طالبانو دا جرگه بې اهمېته او د پروپاگند ېوه وسېله بللی ده او دخارجی قواو، وتل ېې د هرډول بحث لپاره اولنی شرط بللی دی.

فارن پالېسی لېکی چې ترڅو پورې، د افغان ټولنی پراخه اونماېنده خلک منځته رانشی او افغانان په خپله له ځان نه ونه پوښتی چې دوامداره سوله څنگه منځته راتللی شی، دابه گرانه وی چې رېښتونی بدلونونه به په پالېسی اوعمل کې رامنځ ته شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery