پرون د سپټمبر پر ۱۲نېټه د کندهار د طبي ډاکټرانو د ټولني له خوا د اېډز – ايچ ای وي په هکله غونډه جوړه شوه .نوموړې غونډه چي د کندهار ښار د پولي کلينیک د غونډو په تالار کي ترسره شوه پينځوسو طبي ډاکټرانو تر څنګ د کندهار د طب د پوهنځي يو شمېر محصلينو برخه لرله .
پرون د سپټمبر پر ۱۲نېټه د کندهار د طبي ډاکټرانو د ټولني له خوا د اېډز – ايچ ای وي په هکله غونډه جوړه شوه .
نوموړې غونډه چي د کندهار ښار د پولي کلينیک د غونډو په تالار کي ترسره شوه پينځوسو طبي ډاکټرانو تر څنګ د کندهار د طب د پوهنځي يو شمېر محصلينو برخه لرله .
ښاغلي ډاکټر عبدالواحد واثقي د ايچ ای وي اېډز په اړه هر اړخيزي څرګندوني وکړې .
يوشمېر نورو طبي ډاکټرانو هم په نوبت سره پر ياده شوې موضوع خبري وکړې . د غونډي په پای کي د برخه والو يو شمېر پوښتنو ته تر ځوابونو ورکولو وروسته غونډه پای ته ورسېده ، پرېکړه وشوه چي دا لړۍ به دوام ولري .