بینوا- لمړی تاسو خپل ځان درنو لوستونکو ته وروپیژني؟
ملګری الحمدولله وصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله و صحبه، آما بعد: زما نوم احمدشاه ملګری (د کندهار خلک مي د پاچا خان په نامه پیژنې) د افغانستان د لویې پکتیا اوسیدونکی. لومړې زده کړې تر اتم ټولګی پوري په بی بی شمسو ښوونځی ، او دولسم ټولګی پوري مې د حبیبیې په عالی لیسه کې تر سره کړي. په کال 1994 کې کاناډا ته مهاجر شوم. په کاناډا کې د کارلټون په پوهنتون کې د سیاسی علومو په رشته کې مي زده کړه کړي.
بینوا- تاسو په کندهار کې هم دنده تر سره کړي، کولي سی په کندهار کې د خپل کار په هکله راته ووايې؟
ملګری – ډیر ښه! ارواښاد ګل پاچا الفت بابا وایې:
باغ او بڼ یې بې بلبل بې عندلیبه رنځوران یې بې دوا او بې طبیبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تیغ مري ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصیبه
که یې ښه پوره په حال باندې خبر شي خدایږو ته به هم پرې وژاړې رقیبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دي کور یې وران کار یې ګډوډ او بې ترتیبه
لاس يې یو ځای، پښه يې بل ځای، سريې بل ځای پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکیبه
نه ډوډی لری، نه پوهه نه تعلیم څه بې له تورې بل له هرڅه بې نصیبه
چې ریښتینې خادم یې وینم بینوا دي پښتو ژبه ده په ژبو کې غریبه
که غمخور، همدرد، خواخوږی او دردمن يې ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبیبه
وروسته له ډیري مودی زموږ سوځیدلی، په اور کړیدلی، خو سر لوړی هیواد د لوی څښتن تعالی په مرسته، پیرزوینه او مرحمت، د افغان ولس په نه سټړیکیدونکو هلو ځلو او هڅو، او همدارنګه د نړیوالي ټولني په ملاتړ د یوه ملی او خپلواک دولت د جوړولولار همواره شوه. د هیواد قومي مشرانو، علما د کرامو، مخکښو سیاستوالو او وطندوستو کړیوو، د هغي خواخوږي له مخي چې یې درلوده د دولت د ټینګوالی او ملاتړ په خاطر له ټولو افغانانو چې په هیواد کې د ننه او له هیواد څخه لري استوګنه لري او د پوهي او نظر خاوندان دي، ورته بلنه ورکړ سوه تر څو د وران ویجاړ شوی ګران هیواد افغانستان په بیا ودانولو او بیارغونه کې فعاله برخه واخلي. زه یو تن له هغو افغانانو له ډلي څخه وم چې د دغې سپیڅلي هیلي د تر سره کولو لپاره څه د پاسه یو کال په کندهارکې د ایساف میشتوو ځواکونو سره د سیاسی مشاور په توګه مي دنده تر سره کړي ده۰ ما په دغه لنډه موده کې وکولای سوي چې د امنیت د ټینګښت، بې سوادی او فقر د له منځه وړلو، د افغانانو (پښتنو) د سیستوماتیک ټولوژنو او نیولو مخنیوي لپاره په نه ستړي کیدونکو، جوړونکو نظریاتو چې د ریښتنوالی په چاپیریال کې وي، د کندهار ولایت پتمنو ولسی مشرانو، د ولایتي شورا ټاکل شوي شورا ډیرو غړو، او د ناټو تر مشري لاندي د میشتوو ځواکونو ، او د خپلوملګرو اعتماد او ملاتړ تر لاسه او زه د دوی د تحسین وړ وګرزم۰
وایې چې شکلا د لید ونکي په سترګو کې ده، د دغه بیان پر بڼسټ د لویې کندهار پتمنو قومي مشرانو او زما ملګرو لخوا ماته وړاندیز وشو چې زه د ستر بابا او خدای بخښلي نیکه په ټاټوبي او د افغانستان د ټاکل سوې دولت په چوکاټ کې د لویې کندهار د ولسي درنو مشرانو او خپلو ګرانو ملګرو په ملاتړ په رسمي او عملي توګه ددغو سپیڅلو هیلو د تر سره کولو لپاره لاس په کار پوري کړم ۰ سره لدې چې زه د کوم سیاسی ګوند غړیتوب نلرم، خو بیاهم ما د وطندوستي له مخي غوښتل د ټولو هغو هیوادوالو پوهانو، مخورو قومي مشرانو، علماو، او روڼ اندو وروڼو او خویندو سره اوږه په اوږه د خپل ګران هیواد د بیا ودانولو او ښیرازی لپاره شپه او ورځ عملي هڅو ته چمتو شوم۰ زما یواځنې هیله او غوښتنه له دي ناخوالو څخه د هیواد د خلاصون، او په مسا لیمت آمیزه سیاسی فعا لیتونو د یو ملی سوله ایزۍ تګلارې لپاره لار هاوراول وو۰ دا سي تګلاره چې ملی بڼه ولرې او حزبي قالب پوري تړاو ونلري، تر څو د ټولو پوهان او په وطن مین هیوادوال وکولای شي چې د هغه په لیکو کې خپل ځان ته ځاې پیدا کړي۰ تر څو کران هیواد او کړیدلې اولسونه او پرګنې د اوسنیو ناندریو او تړلي سیاسی بحران او بې ثباتي نه اوباسي ، او د ملی حاکمیت په لاره يې سم کړي۰
بینوا- تاسو د پورته پوښتني په ځواب کښي د افغانانو (پښتنو) وژنې او نیولو ته اشاره وکړه، کولي سي په دي هکله لوستونکو ته معلومات ورکړي؟
ملګری - افغانستان د ټولو مختلفو میشتوو قومونو او قبایلو ګډ کور دي۰او د وړو او لویو قومونو څخه جوړ سوي۰ مونږ افغانان په دي عقیده یوو چې د افغانستان په حدود اربعه کې ټول واړه او لوي قومونه یو بل سره وروڼه دي، او هیڅوک دا حق نلري چې په بل چا باندي ظلم وکړي او یا د هغوي حقوق تر پښو لاندي کړي۰ ښاغلي ارواښاد علامه ګل پاچا الفت (رح) د وطن د کلیمې په هکله داسي وايې:
دغه وطن نوم افغانستان دي، چې په ټولو یو شان حق لري- د وطن په سیوري کې ټول ځاییږي او د وطن په اوبو د ټولو تنده ماتیږي۰ وطن د ټولو دي، په ټولو حق لري، او د ټولو پکي حق دي۰
لکه باغ یو مملکت وګڼه وروره پکي هر قسم ګلونه بوټی ګوره
ونې ډیري خو باغ یو دي که پوهیږي که کوي بل رنګه فکر ډیر غولیږي
خو په ډیره خواښینې سره باید ووایم چې ځیني مغرضه او ناولو اشخاصو د پردیو په لمسون په لوې لاس خپل دي ګډ کور ته د اور اچولو په هڅه کې دي، او دافغانانو د له منخه وړلو هڅې کوي۰د تیرو جګړو به بهیر کې ځینو ظالمانو د ګاونډیو هیوادنو په شیطاني لمسون د مظلوم ولس وینې په ډیره بیرحمانه ډول تويې کړي وي۰ دا هغه شیطان مزاجه خلک دي چې پرون يې د ملت ویني په ښکاره تویې کړي ، او نن ورځ د خپلو مغرضو او ناپاکو مقاصدو لپاره د بهرنیانو نظریات د افغانانو پر ضد او هکله په منفي توګه د راپارولو هڅي کوي تر څو د افغانانو د تباهي او له منځه وړلو سبب وګرزي۰ د دي غوره مثال په کندهار کې د دوه رکاته لمونځ ژباړل په دوه راکټه، له ګرانو هیوادوالو څخه پټ ندي۰ داسي هم اوریدل سوي دي چې ځینو اشخاصو به بهرنیانو ته په لویې کندهار او د پښتنو په نورو سیمو کې ویل چې په ژبه پښتو وايې ، په سر لونګي تړي، او پر مخ ږیره ولري دا ټول طالبان دي۰ د عیني شاهدانو په قول ځینو به بهرنیان حتي د بې ګناه او مظلومو پښتنو وژلو ته هڅول، او دا به يې ورته ویل: که تاسو يې نه وژنې نو ټوپک مونږ ته راکړي چې موږ یې ووژنو۰له بده مرغه باید ووایم چې دا کسان د ژباړونکو او مشاړرینو تر نامه لاندي له چاپړوسي پرته بل هیڅ کوم علمی بڼسټ نلري۰ او همدارنګه د افغانستان د عنعناتو، عقایدو، او کلتور په هکله هیڅ ډول معلومات هم نلري۰ دا کسان د پښتون قام ضد پلیتو او ناوړه افکارو د خپرولو هڅي کوي تر څو د خپلو شخصي له تعصبه ډکو عقدو پر بڼسټ له بهرنۍ ځواکونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي۰ د حیرانیا او د خواښیني ځاې دا ډي چې خپله بهرنیان هم د هغوي د مکارت او شیطاني کړو وړو څخه خبر ندي۰ او په نتیجه کې زمونږ بې وزله او بې ګناه هیوادوال د اور په سرو لمبو کې سوځول سوي او دا لړي لا تر اوسه په همدي نهج روانه ده۰دا حا لت نه یواځې له ځان سره هیوادوالو ته ځاني او مالې زیان راوړي، بلکه د هیوادوالو ذهنیت د دولت له حاکمیت څخه اړوي۰ او خلک دي ته هڅول کیږي تر څو د دولت مخالفو وسلوالو ملاتړ وکړي۰
زه نن غواړم له خپلو هیوادوالو سره رښتیا ووایم، خوشحال بابا وایې:
ځوان وم دا یم زوړ شوم په رښتیا رښتیا خبرو
عالم د ځان دښمن کړم که دا عیب وي هم دي وي
ارواښاد استاد علامه عبدالروف بینوا (رح) دي خوشحال بابا د شعر په هکله وایې:
پښتانه به ما وبخښي که زه له دوي سره د خوشحال خان له خولې سپیني او رښتیا خبري وکړم، ځکه چې د پښتنوالي یو مهم رکن چې متاسفانه اوس یې لږ مراعات کیږي رښتیا رښتیا ویل دي۰
رښتیا دا دي چې د افغانستان خلک نور له جګړي ستړې سوي، او اوس نه په دولت او نه هم په ناټو ځواکونو باور او اعتبار لري۰ تیرو ترخو او د پښتون په وینو رنګ تجربو او د ملکي وګړو پرله پسی ړندو بمباریو او عام وژنو د اوسنې حکومت حاکمیت او د ناټو ځواکونو نښه (هدف) تر ژورو پوښتنو لاندي راوستي۰ که چیرته د خلکو په منځ کې کار ونسي او د عامو خلکو وژنه سمد ستي ونه درول سي، خلک بیا دي ته مجبوریږي چې ملی پاڅون ته ځانونه چمتو کړي، د خلکو لخوا د ملی پاڅون پایلي به نه د حکومت او نه هم د ناټو ځواکونو په ګټه وي۰
بینوا- دا خلک چې تاسو د هغوي یادونه وکړه اوس هم د ناټو سره په کار بوخت دي او که نه؟
ملګری - له بده مرغه باید ووایم چې هو! دا خلک اوس هم د ناټو سره کار کوي ۰ خوشحال بابا وايې:
چې په نام پښتون غوڅیږي پرې خوښیږي اورنګ زیب هسي پادشاه دي د اسلام
دا باید هیر نکړو، د پورته یادو شویو کسانو پلیت او ناځوانمردانه ماهیت خوشحال بابا داسي بیانوې:
چې د ننګ په چارو نر نوي خوشحاله که يې نر وینې په سترګو هم ماده دي۰
بینوا- ستاسو د تجربه پر بڼسټ کولي سی راته ووایاست چې د کندهار ولایت ستونځي څه دي؟
ملګری - دا ډیره ښه پوښتنه ده، په کندهار کې موږ له دريو مهمو ستونځو سره مخامخ یوو:
لومړی په کندهار کې ډیره کمزوري اداره موجوده ده، د ا اداره د کیفیت له لحاظه په نشته حسابیږي۰ دي حالت د ټول ولایت په سطحه ستونځي راپورته کړي۰ داسي کمزوره اداره د خلکو ستونځو ته ځواب ویلي نشي، او نه هم د ستونځو د حل لار ورته موندلې سي۰ همدا دلیل دې چې د کندهار خلک د اداره سره مرسته او ملاتړ یې نکوي۰ او هر کله چې چارواکې د کندهار د وګړو تر پوښتنو لاندي راشې ، نو هر یو دا هڅه کوي چې پړه په بل چا واچوي۰ تر څو په کندهار کې د خلکو په خوښه ټولو قومونو ته د منلو وړ ځواکمنه اداره جوړه سوي نوي ، له ډیره بده مرغه باید ووایم چې تر هغو د کندهار په امنیتي او سیاسی حا لت کې بدلون راوستل ګران کار دي۰
دوهم د ملی پولیسو ستونځه! په یو ولایت کې چې خلک د بهرنیانو په موجودیت خوشاله، او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د خپلو پولیسو وروڼو يې زاره چوي، هغه د کندهار ملی پولیس دي۰ د کندهار د پولیسو تشکیلاتو بڼسټ غلط ایښودل سوي، ځکه چې د هیواد په نورو ولایتونو کې د ملی پولیسو تشکیلات د کندهار پر خلاف ملی بڼه لري، خو په کندهار کې د ملی پولیسو تشکیلات د ملیشې بڼه لري. تیرو تجربو دا جوته کړي چې د ملیشې په تشکیلاتې چوکاټ کې،د څارندویه( پولیس) ځواک په ټولنه کې ګټور ندي۰ دا ځکه چې هغه وخت پولیسو ته ملی پولیس ویلي شوو چې هغوي د هیواد له ګوډ ګوډ څخه یوه مرکز ته راټول سوی وي، او د تعلیم او تربیوې روزنو وروسته د واحدی اداره او قوماندان تر قیادت لاندي ولایاتو ته تقسیمات سي۰ دا ډول پولیس ځواک د اشخاصو پر ځاي د اداره ، او سیسټم ته وفاداره وي۰ زه به تاسو ته مثا ل درکړم: په کندهار کې د پنجوايې ولسوالي د پولیسو تشکیل-۴۶۰ ۴۳۰ پرسونلو ته رسیږي ، دا پرسونل د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ملی پولیسو پرسونل نه،بلکه دا د څارندوی (پولیسو) په یونیفورم کې په یو قوماندان پوري تړلي ملیشي دي۰ هر کله چې قوماندان خپه شې دا ټول پرسونل په هغه شیبه خپلي دندې او مسؤلیتونه پریږدي او له قوماندان سره یوځاي درومي۰ که چیرته تشکیلات ملی وي ، نو د قوماندان ایستل او یا هم تبدیلي د پولیسو پر دندو کومه اغیزه باید ونکړي۰ کندهار کې پولیسو ته ځانګړې پاملرنه پکار ده۰ او دا پاملرنه نه دولت کړي او نه هم د ایساف په چوکاټ کې ناټو ځواکونو۰ زه په ریښتینې توګه په دي اند لرم چې که چیرته کندهار ته کارې سا لمه اداره راسي، دا اداره به په ډیره لنډه موده کې د ایساف تر قومانده لاندی ځواکونو له هغو مالۍ او تخنیکۍ زیرمو او مرستو څخه چې د دوي په واک کې لري د داسي یو سیسټم بڼسټ کیښودل پکار دي ،چې په نتیجه کې به یې د افغان دولت او د کندهار د خلکو د سوله او امنیت هیلي او ارمان په حقیقت بدل سي۰د ژورۍ تجربې له مخي زه په ډیر زړورتوب سره ویلې سم چې د کندهار اداره د ایساف ځواکونو، او د افغان دولت د هغو زیرمو په مرسته چې په واک کې یې لري د کندهار د ملی پولیسو پوری تړلو ستونځو سره پیژندګلوي تر لاسه کولو وروسته ، او افغان دولت او ایساف ځواکونو ته د کندهار د ملی پولیسو د ریفورمولوپه هکله د یوه ټینګ او ابتکاري عمل لارښونه کیدي سي۰ نو په دغه توګه د پولیسو عملیات او لوړتیا به پراختیا ومومي ، او په کندهار کې به د بیلابیلو امنیتې ځواکونو تر منځ مثبت او منسجم عکس العمل رامنځ ته سي۰
دریمه ستونځه د ناټو هیوادونو تر منځ د افغانستان د ستونځې د حل لپاره د واحدي ستراتیژي نشتوالي ۰ ناټو هیوادونه د افغانستان د ګړکیچ د حل لپاره ښکاره او واحده ګړنګلاره نلري۰ ناټو هیوادونه د افغانستان د ستونځي د حل پر سر په دوو برخو ویشل شوی:
يوه برخه د ناټو هیوادونه د افغانستان د ستونځي حل یواځني لارپه نظامي حل کې ویني ، او د سوله ایزي، او د خبرو له لاري د بحران حل نا ممکنه ګڼړي۰ او له افغان مقاومت سره خپرو ته په اوسنې حالت کې چمتو ندي۰ خو دا باید هیر نسي چې د تیرو نهو کلونو ناخوالیو او جګړو دا جوته کړه چې د زور او وسلي له لارې د افغانستان د بهران حل ګران کار دي۰ له بلي خوا د افغانستان دولت کورنې او بهرنې پالیسی د نه شتون یا کمزورتیا له امله د ناټو ځواکونو څخه هم د حل لاره ورکه کړي ده۰
د ناټو دوهمه برخه هیوادونه د سوله ایزي او خبرو له لاري د بحران حل ملاتړ کوي۰ ناټو هیوادونه د ایساف په چوکاټ کې باید ژر تر ژره د افغانستان د ستونځې د حل لپاره یوه واحده ستراتیژي غوره کړي، او د مرکزي حکومت سره په تفاهم د هغې د پلي کولو هڅي وکړي۰ نا ښکاره ګړنګلاره او ستراتیژی نه دي ناټو په ګټي دي او نه هم د افغانستان۰
بینوا- کندهار ته په ډیره کمه موده کې ډیر والیان راغلل او ولاړل، لکه اسدالله خالد، جنرال روفي، او اوس توریالی ویسا، د کندهار خلک له دوي څخه خوشحاله ندي، کولي سي د هغوې په هکله راته څه ووايې:
ملګری - زما په شخصي نظر هیواد او هیوادوالو ته خدمت باید عملي بڼه ولري۰ یو څه باید تاسو ته جوت کړم، هغه دا چې د افغانستان خلکو ته که څوک د زړه لکومي په صداقت او ایمانداري سره خدمت وکړي ، زه په دي ایمان لرم چې د خلکو ملاتړ ډیر ژر تر لاسه کولي سي۰ زموږ تاریخ دا جوته کړي ده۰ د افغانستان لویه ستونځه له مرکزۍ دولت، او ولایتي ادارو څخه د عامو خلکو عدم د ملاتړ دي۰ زه پدي ټینګ باور لرم چې د پښتنو نني ستونځه په یو او بل پسی په سپکو او سپورو ویلو نه حل کیږي۰ هیڅ انسان له تیروتنو مبرا ندي۰
خوشحال بابا وایې:
که ځوانمرد یې ځوانمردې به دي هله وي سل بدې چې هواره کړي د خپل ورور
همدا اوس زمونږ په کور اور لږیدلي او د پښتنو د وینو سیلابونه بهیږي ، د پښتنو د وینود تویدلو مخنیوي باید وسي۰ دا د ټولو پښتنو ملی او اسلامي دنده ده چې د یوبل ته د وروروالي لاسونه ورکړي، او د خپلو بې ګناه افغانانو وروڼو او خویندو عام وژنې مخه ونیسي۰
ځوشحال بابا وايې:
خدای دي ورک د پښتنو کا دا درې توکه یو بد جهل، بل بد نیت، دریم نفاق
خوشحال بابا خپلو ټولو پښتنو وروڼو ته داسي وصیت کوي:
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده اتفاق ورڅخه نشته ډیر ارمان
د بهلول او د شیرشاه خبري اورم چې په هند کې پښتانه وه پادشاهان
شپږ اووه پیړۍ هسي پادشاهي وه چې په دوي پسي درست خلق وه حیران
یا هغه پښتانه نور وه دا څه نور شول یا د خدای دي اوس دا هسي شان فرمان
که توفیق د اتحاد پښتانه مومي زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
په دي ځاي کې د ارواښاد علامه عبداروف بینوا (رح) صیب وصیت باید هیر نکړو:
پښتنو وروڼو پښتنی ننګه مه پریږدي ۰ پښتنو وروڼو اتفاق وکړي، نفاق پریږدي۰
بینوا- د ولسمشر کشر ورور او د کندهار د ولایتي شورا ریس احمد ولی کرزی سره ستاسو اړیکي څنګه دي؟
ملګری – د کندهار د ولایتي شورا ښاغلي ریس صیب احمد ولی کرزی، او ښاغلي قیوم خان کرزی او د لويې کندهار نورو درنو مخورو سپین ږیرو او مشرانو سره زما اړیکي ديرښې نیکۍ او دوستانه وي او اوس هم دي۰ قیوم کرزی سره مي په اووني کې دوه ځله لیدل او کتل درلوده، د کندهار په سیاسی او امنیتی اوضاع ډیر ښه او ګټور بحث مي ورسره درلود۰ تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، زه د ښاغلي احمد ولی خان کرزی، او د لویې کندهار نورو درنو مشرانو سره ډیري ښي او نیکي اړیکې لرم۰ او ټولو ته د زړه له تله په درنه سترګه ګورم، او د الله (ج) څخه ورته هیوادوالو ته د خدمت په لارکې د زړه لکومي بریا لیتوبونه غواړم۰
بینوا – ځیني کسان تاسو باندي دا تور لګوي چې تاسو د ننګرهار والی ښاغلي ګل اغا شیرزی خاص کس یاست، دا رښتیا دي؟
ملګری – زه د ننګرهار درانه والي ګل اغا شیرزی، قیوم خان کرزی، د کندهار د ولایتي شورا ریس احمد ولی خان کرزی، حاجی پاچا شیرزی، ملا کلیم الله اخوند، ښاغلي عارف خان نورزی، حاجی اغا لا لي، ډاکټر صیب حاجی قاسم، حاجی ملا سید محمد، جنرال رازق شیرزی، جنرال ګلالی، جنرال رازق اڅکزی، ارواښاد معلم صاحب خاکریزوال، خدای بخښلي اغلي ستار اڅکزي او د کندهار نورو ټولو درنو مشرانو ته د قدر او درناوي په سترګه ګورم۰ دا ټول زموږ مشران دي، او موږ يې باید قدر وکړو۰ ما ته دي الله (ج) دومره توفیق راکړي چې د لوې کندهار مشرانو او کشرانو ته د خدمت وړ وګرځم۰ زه د لوې کندهار له ټولو مشرانو او کشرانو سره ډیري ښي او نیکي اړیکې لرم ، او د زړه لکومي ورسره مینه لرم، خو شخصي تړون زه د هیچا سره نلرم۰زما تړون د کندهار له ټولو وګړو سره د خدمت او همکاري بڼه لري نه شخصي بڼه ۰
بینوا- د کندهار ښار ګڼ شمیر اوسیدونکي دغلته د ناټواو افغان ځواکونو له را روانو عملیاتو په ویره کې دي، ستاسو په اند د ا عملیات به بریالی وي او که څنګه؟
ملګری – د ګران هیواد د ثبات مسئله که چیرته د نظامي عملیاتو له لاري حل کیداي سوي ، نو دا نهو کلونو نظامي عملیاتو چې د ناټو او افغان ملی اردو او پولیسو لخوا په مختلفو سیمو کې تر سره شوي باید حل کړي وي۰ نظامي عملیاتو تر اوسه کومه ځانګړي نتیجه نده ورکړي۰ که چیرته د ا عملیات د تیرو عملیاتو په څیر وي، نو نتایج به يې نه یواځي دا چې ښه نوي، برعکس کیدي شي منفي اغیزه ولري ۰ ځکه چې حکومت او ناټو د څو میاشتو راپدیخوا کندهار کې د عملیاتو ډنډورې غږوي۰ خو تر اوسه د عملیاتو درک نسته۰ هغه لوستونکې چې په نظامي دکتورینو او اړونده مسایلو سره اشنايې لري دا به خامخا ومني چې د نظامي عملیاتو پلانول او تر سره کیدل باید پټ وي۰ ټول خلک د کندهار ښار ته راټول سوي، او په چیریکې عملیاتو يې لاس پوري کړي۰ د کندهار په ښار کې دومره ډیرخلک راټول سوی چې هوايې مرمې فیرول هم بې له وژلو نوي۰ که د ښار په منځ کې عملیات تر سره سي، دا ښکاره ده چې ډیر ملکې تلفات به له ځانه سره ولري۰ زما مخلصانه غوښتنه له دولت او ناټو ځواکونو څخه دا ده چې د کندهار پر عملیاتو دي یو ځل بیا له سره غور کړي۰ تر کوم ځایه چې زه د عملیاتو په پلان خبر یم ، د عملایاتو پلان ډیرۍ نیمګړتیاوي لري، او زه په ډاګه دا ویلې سم چې دا عملیات به ډیر ناوړه منفي عواقب ولري که تجدید د نظر پکښی ونشي۰ښه خو به دا وي چې د عملیاتو پر ځاي دي خلکو ته د کار زمینه برابره کړاي شي۰ د بیارغوني چاري د ګړندې شي، د ملی پخلاینې پړاو ته د عمل جامي ورواغوستل سي۰ بیکاري لوېه ناروغي ده، او جګړه د بیکاري زیږنده دي۰
بینوا – د کندهار قومي مشران او عام خلک له تاسو ډیرخوشاله دي، که ولسمشر کرزی له تاسو څخه غوښتنه وکړي چې کندهار ته ولاړ سي، ستاسو ځواب به څه وي؟
ملګری – آلحمدو لله، بیا هم خوشحال بابا وایې:
که هرڅو يې سازوم را نه سازیږي پښتانه دي د کږو کاڼو ډیوال
خدایه! هومره مهلت ورکړي په دنیا کښي چې کاږه کارونه سم کاندي خوشحال
ستاسو دي پوښتني ما ته هغه ورځ را په یاد کړه، د نړې په کچه یو ډیر پوه او نړیوالو مسایلو کې مطرح سیاستوال له ما پوښتنه وکړه ، پاچا ته غواړي چې کندهار ته ولاړ سي؟ زه د هغه پوښتنئ تل ته متوجي وم، ما په ځواب کې ورته وویل که چیرته زما په ژوند او ویني تویدو د کندهار دوه ملیونه خلک د سولي او پرمختګ له نعمته برخمن کیږي ، نو زه دي قرباني ته په ورین تندي چمتو یم ۰ که زما په مرګ د پښتنو سیمو ته سوله راتلاۍ سي، او د مظلومو مومنانو ویني تویده بندیږي ، زه دي قربانې ته چمتو یم۰ ټول کندهار او افغانستان خو لا هلته پریږده ، د یوه بې ګناه مظلوم د ویني تویدو مخنیوۍ هم ماته غټه خبره ده۰زه د مظلوم ولس خدمت ته شپه او ورځ په ورین تندي حاضریم۰
بینوا- ولسمشر کرزی ته ستاسو که کوم پیغام لري؟
ملګری - د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی ته دا پیغام لرم چې نن ورځ ملت تاسو ته لاس پورته کړي او تاسو د ملت لارښود یاست، نو ستاسو څخه ملت مختلفي غوښتني لري۰ دا ښکاره خبره ده چې د ټولوو غوښتنو ته ځان رسول ساده او اسانه کار ندي۰ خو ملت نن ورځ په ډیرو سختو کړاونو کې شپي او ورځی سبا او بیګا کوي۰ دا روښانه خبره ده چې په هیواد او له هیواده بهر داسي افغانان شته چې افغانستان ته مخلصه دي او د هیواد ته د خدمت لپاره لیواله او چمتو دي۰ که هغوي ته د راتلو او د کار شرایط مساعد کړل سي نو له یوې خوا به ستاسو مټ پرۍ ډګ، او له بلي خوا به زمونږ مظلومو هیوادوالو ته د خدمت وړ وګرزي۰
بینوا – د کندهار خلکو ته به ستاسو پیغام څه وي؟
ملګری - زما پیغام خپلو د کندهار درنو مشرانو او کشرانو ته دا دي:
الله (ج) په اتفاق او اتحاد خوشاله کیږي۰ اتحاد او اتفاق ديري بشرۍ ګټي او خوشالې له ځانه سره ډالي کوي۰ زه له تاسو ټولو دا غوښتنه لرم چې د خپلو پلرونو او نیکونو په ټاټوبې کې داسي یوه له امن څخه ډکه فضا رامنځ ته کړو تر څو راتلونکې نسلونه او د ګران هیواد د تاریخ څپۍ يې تر ډیري موده په یاد ولري۰ سوله او امنیت یو ډیر لوی نعمت دي۰ راځي چې په ګډه د الله (ج) د دغه لوي نعمت د لاسته راوړلو لپاره هڅي او هلي ځلي وکړو۰ د لويې کندهار اوسني حالت د هیچا لپاره د منلو وړ ندي او هیڅ انساني وجدان یې باید ونه مني۰ د مظلومو د ویني تویول ته باید هرومرو د پاي ټکي کیښودل سي۰ خو دا کار پرته له اتفاق او اتحاد امکان نلري۰ خوشحال بابا وايې:
تر مغولو پښتانه په توره ښه دي که په پوهه پښتانه وي څه هوښیار
په بل ځاي کې وايې:
په بل غشي ټوپک هیڅ ویشتلي نه یم که ویشتلي یم خو بیاپه خپل ټوپک یم
ارواښاد علامه استاد بینوا د بابا د شعر په هکله لیکي:
هو! ځیني پښتانه خواران د خپلي نا پوهۍ له کبله همیشه د بل د پاره استعمال شويدي او استعمالیږي۰ پستانه قوي او پهلوانان دي مګر د دوي قوت او پهلواني ډیر وخت د نورو د فایدی د پاره صرف سوي دي۰ پښتانه له جنګه تیښته نه کوي مګر جنګ يې ډیر ځل د نورو د ګټي د پاره وي۰
د ارواښاد علامه بینوا (رح) لیکني د پښتنو لپاره د ملی شتمني ارزښت لري، د علامه بینوا صیب د لیکني طرز او د جملو د اظهار او جوړښت ژبه دیره ساده دي، هغه د دي لپاره چې علامه بینوا صیب د خپلي پوهي د اظهار هڅه ندي کړي ، بلکه د لوستونکو د پوهولو هڅه يې کړي دي۰ د علامه بینوا صیب او نورو مشرانو په هره لیکنه، نظم او نثر کې موږ ته د عبرت لپاره لويې معنا ګاني نغښتي ۰ الله (ج) د موږ ته د توفیق او عمل همت راکړي۰
والله (ج) ولی التوفیق! والسلام علیکم ورحمت الله و برکات