واشنګټن پوست
لیکوال: جېمز ریزن
واشنګټن- د امریکې متحدو ایالاتونو په افغانستان کې کابو د یو ترېلیون ډالرو په ارزښت اومه منرالي زېرمې میندلي دي، د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله دغه شته به په بنسټیزه توګه د افغانستان اقتصاد او ښایي افغان جګړې ته بدلون ورکړي.
امریکايي چارواکي پدې باور دي چې دغه د وسپنې، مسو، کوبالت، سرو زرو او د لیتیم په څېر د مهمو صنعتي وسپنو د کانونو زېرمې چې پخوا لا پېژندل شوې نه وې دومره ستر دي چې پکې زیات شمېر منرال شامل دي او د معاصر صنعت په ډګر کې افغانستان به د نړۍ پر مخ د کانونو د تر ټولو مهمو مرکزونو څخه وشمېرل شي.
د پنټاګن يو یاددښت کاږي چې کېدای شي افغانستان د لیتیمو د درلودلو له درکه د سعودي عربستان په څېر شتمن شي او لېتیم هغه اومه مواد دي چې د لپ ټاپونو او موبایل ټېلفونو لپاره د بټریو په جوړولو کې کارول کېږي.
د افغانستان د منرالي شتو دغه پراخې زېرمې د پنټاګن د چارواکو او امریکايي ځمکې پېژندونکو د یوه کوچني ټیم لخوا وموندل شول. امریکايي چارواکو وویل چې د دغو زېرمو په هکله افغان حکومت او ولسمشر حامد کرزي ته لڼډ مالومات ورکړل شوي دي.
پداسې حال کې چې د کانونو د صنعت د پراختیا لپاره کلونه کلونه وخت ته اړتیا ده خو د دغو کانونو پوټنشیل دومره ستر دي چې د صنعت د ډګر چارواکي او مدیران باوري دي چې حتا د دغو کانونو د ګټې اخیستنې څخه مخکې له مخکې دروند صنعت هېواد ته را جذبولای شي او خلګو ته د دندو په برابرولو د جګړې د وخت د نسلونو پام اړولای شي.
(دلته حیرانوونکي شته موجود دي) دغه خبره جنرال دېوید اېچ پتریوس د امریکا اعلی سرقوماندان د شنبې په ورځ په یوه مرکه کې وکړه او زیاته یې کړه (البته، دلته د ډېرو شتون شونی دی، خو زه فکر کوم چې په بالقوه توګه دا په زیاته اندازه د پام وړ دي).
د دغو نوو منرالي زېرمو کشف د افغانستان اوسنی ټوټې اقتصاد ته چې اوسمهال د اپینو په تولید، د مخدره توکو په لېږد رالېږد او د امریکا د متحدو ایالاتونو او نورو صنعتي هېوادونو په مرستو ولاړ ده ډېره مرسته کولای شي. د افغانستان کورنی خالص تولید یواځې د دولسو بېلیونو په شاوخوا کې ده.
جلیل جومریاني د افغانستان د کانونو د وزارت یوه سلاکار وویل چې، کېدای شي دا زېرمې د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر وي.
امریکایي او افغان چارواکو موافقه وکړه چې دوی به په افغانستان کې د منرالونو د کشف په سر د جګړې په سختو شرایطو کې خبرې اترې وکړي. د هېواد په سویل کې د مارجه په ښارګوټي د امریکا په مشرۍ برید ډېرې محدودې لاسته راوړنې درلودلې. په ورته وخت کې، د فساد او تبعیض تورونه د کرزي حکومت کې د سر خوږو ته دوام ورکوي او داسې مالومېږي چې کرزی ورځ په ورځ د سپینې ماڼۍ په وړاندې له شدت څخه کار اخلي.
لدې کبله د اوباما اداره له افغانستان څخه د مثبتو خبرو راوتلو ته لېواله ده او امریکایي چارواکي پدې پوهېږي چې د منرالونو کشف نږدې دوه برابره اغېزې لرلای شي.
د سولې د راوستلو پر ځای، دغه نوي کشف شوي منرالي شته کولای شي طالبانو ته لاره پرانیزي چې لا سخته جګړه وکړي څو د هېواد کنټرول بېرته لاسته راوړي.
فساد چې اوسمهال د کرزي په حکومت کې ډېر پراخ دی همداشان، کېدای شي چې د نوو شتو په کشف سره لا زیات او ځواکمن شي، په ځانګړې توګه که چېرې یو موټۍ جرګه سالاران چې ځینې یې له کرزي سره شخصي اړیکي لري د دغو سرچینو کنټرول تر لاسه کړي. یواځې پروسږ، د افغانستان د کانونو وزیر د امریکایي چارواکو لخوا د دېرش ملیونو ډالرو د رشوت په اخیستو تورن شو چې د لوګر د مسو کان یې چینایانو ته وسپاره. تر هغه وروسته بیا وزیر ایسته کړای شو.
په کابل کې د مرکزي حکومت او د والیانو او قومي مشرانو تر منځ ځانګړو ولسوالیو کې د منرالي زېرمو په سر د دوامدارو جګړو د پېښېدلو شونتیا شته. افغانستان د ملي کانونو قانون لري، چې د نړیوال بانک د سلاکارانو په مرسته لیکل شوئ دی، خو تر اوسه له کومې جدي ننګونې سره ندی مخ شوئ.
هېچا دغه قانون ندی آزمویلئ. پاول اې برېنکلي په کاروبار او بزنس کې د دفاعي چارو د منشي مرستیال او د پنټاګون د ټيم مشر چې دغه زېرمې یې وموندلې دې پایلې ته رسي چې هېڅ څوک پدې نه پوهېږي چې دغه قانون به څرنګه د مرکزي حکومت او د ولایتونو تر منځ د جګړې د پېښېدو په صورت کې عمل وکړي.
په ورته وخت کې امریکایي چارواکي وېره لري چې چین (زېرمو ته وږی هېواد) به هڅه وکړي چې د افغانستان په منرالي شتو برلاسی شي او پدې کار سره به متحده ایالتونه خوابدې شي پداسې حال کې چې په سیمه کې یې درنه پانګونه هم کړې ده. امریکایي چارواکي وايي چې وروسته لدې چې یې په لوګر کې د عینکو د مسو د کان داوطلبي وګټله چینایان په واضیحه توګه نور هم غواړي.
د موضوع یوه بله پېچلتیا دا ده چې له هغه ځایه چې افغانستان د درانه صنعت تجربه نلري، همدا شان دغه هېواد د چاپېریال ساتنې تاریخچه هم نلري. مهمه پوښتنه دا ده چې ایا کېدای شي دغه کار ته په مسووله توګه پراختیا ورکړ شي پداسې توګه چې د چاپېریال ساتنې او ټولنیزې چارې له کبله مسووله وي؟ ښاغلي برېنکلي وایي : هېڅوک پدې نه پوهېږي!
پداسې حال کې چې نن په عملي توګه د کانونو صنعت او بېخبنا هېڅ شتون نلري، څو لسیزې وخت به ونیسي څو افغانستان په پوره توګه له خپلو منرالي شتو ګټه پورته کړي. جک مدلېن د امریکا متحده ایالتونو د ځمکې پېژندنې د نړیوالو چارو د پروګرام ځمکه پېژندونکی وایي چې دا (افغانستان) داسې یو هېواد دی چې د کانونو فرهنګ پکې هېڅ نشته. دوی (افغانان) ځینې واړه کانونه او صنعتکاران لري، خو اوس دلته د ډېرو لویو لویو کانونو د شتون خبره ده چې یواځې د سرو زرو یوه پطنوس ته اړتیا نشته.
د منرالونو دغه سرچینې په هېواد کې د پاکستان پولو ته نږدې د هېواد سویلي او ختیځو سیمو کې خواره واره دي چې د طالبانو د پاڅون په وړاندې د امریکا په مشرۍ د جګړو شاهد و.