مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-01   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فارن پالیسي: په افغان ګرداو کې دپتریوس پروړاندي خنډونه

فارن پالیسي:

د افغانستان په ګرداو کې دپتریوس پر وړاندي خنډونه

ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی

د امریکا فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګنه کې په افغانستان کې د امریکا د نوي قوماندان جنرال دیوید پتریوس پر وړاندي د پرتو خنډونو په باب یوه مقاله خپره کړي ده .

خپرونه لیکي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو نوی قوماندان جنرال پتریوس د جګړې د ډګر د حقایقو په پټولو او واشنګټن ته د هغوی د نه سپارلو مشهور دی.

فارن پالیسي د افغان پولیسو د روزنې پڅ بهیر د پتریوس د کارونوپر وړاندي لوی خنډ را اخلي او وایې چې نوموړی د دغه لوی کار سر بیره نور مهم کارونه هم په مخ کې لري.


فارن پالیسي لیکی چې له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرود وتلو یوازنۍ لار دا ده چې کورني سرتیري وروزل شي تر څو د افغانانو د سر اومال خوندي توب وکړي.

فارن پالیسي لیکي تر هغه چې سم  او په وسلو سمبال افغان ځواکونه را منځ ته نشي امریکا به همداسي په دغه ګرداو کې چې خپرونه افغانستان ورته تشبیح کوې پسې ډوبه شي.

فارن پالیسي لیکي که څه هم د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما ویلي چې د کرستال له بدلون سره به په افغانستان کې د دوي ستراتیژي بدله نه شي خو جنرال پتریوس د مدیریت د نه درلودو په سبب د ډیرو پیسو په لګولو شهرت لري .

فارن پالیسي لیکي چې دغه جنرال بشري مدیریت نه لري او په ورته وخت کې تر کرستال وړ هم ندی.


فارن پالیسي لیکي چې افغانستان اوس د امریکا پالیسي جوړونکو ته د یوه ګرداو په توګه بدل شوی چې ترینه ختل به ډیر ګران کار وي.

فارن پالیسي لیکي چې جنرال پتریوس په عراق کې د امریکا د سرتیرو د قوماندې پر مهال ډیر محرم او مهم جنګي شواهد له امریکا پټ ساتلي اود حقایقو په پټولو مشهور دی.

نوموړی په را تلونکي کال کې له افغانستان څخه د اوبهاما د هغې ستراتیژۍ د ملاتړ کونکو له ډلي شمیرل کیږي چې وایې سرتیري باید له افغانستان څه وایستل شي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery