مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Newsweek: د پښتنو د هوښیارۍ یوه لوبه

سرچینه: نیوز ویک

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیوزویک ورځپاڼي تر دې عنوان لاندي چې ولي واشنګټن د کرزي ملاتړ کوي؟) یوه مقاله خپره کړي ده .

هغه مهال چې د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د جدې اقداماتو د رامنځ ته کولو هڅي پیل کړي او ولسمشر کرزی یې یو فاسد او په اختلاسونو ککړ ولسمشر په ګوتو کړ، نو کرزي هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته ور ودانګل.

نیوز ویک لیکي چې امریکا غواړي هغه ودروي،خو کرزی پر مخ دروموي او داسي وایې چې دی غواړي له طالبانو سره د سولې له لاري امریکا او ناټو د افغانستان له دغه دلدل زار څڅه په خوندي توګه را وباسي.

نیوز ویک لیکي چې په داخل کې کرزي د خپل پښتانه قوم د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره هم کار کوي هغه قوم چې په افغانستان کې اکثریت لري.

ورځپاڼه لیکي چې کرزي په دې لړ کې د امریکا ملاتړ درلودونکي هغه تاجک عالي رتبه د ګوتو په شمیر چارواکي لري کړل چې په لوړو امنیتي پوستونو یې کار کاوه .

حامد کرزي څه موده دمخه د استخباراتو تاجک توکمه مشر امرالله صالح له  دندې لري کړ او پر ځآی یې ابراهیم سپين زاده مقرر کړ.

ابراهیم سپین زاده په خټه پښتون دی.

نیوز ویک لیکي چې کرزي تیره اونۍ په یوه کوچني معمولي حکم باندي دوه نور کلیدي پوستونه هم پښتنو ته وسپارل هغه پوستونه چې تر دې دمخه د تاجکانو په لاس کې ول.

شیر محمد کریمي د لوی درستیز به توګه او محمد اکرم ته یې د پوځ یوه بله لویه څوکۍ وسپارله.

نیوز ویک لیکي چې په بهر کې کرزی د پاکستان له لوی درستیز سره هم په تماس کی دی.

هغه په تیرو څو اونیو کې دوه ځله په کابل کې له اشفاق کیاني سره وکتل او له هغه څخه یې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره دمرستي غوښتنه هم وکړه چې هغه هم ټټر ډبولی دی .

نیوز ویک لیکي چې د طالبانو غوڅ اکثریت مشران پښتانه دي او پښتنو کرزی د تاجکانو لاس پوڅی بلل خو اوس کرزی غواړي چې د پښتنو د حمایت په تر لاسه کولو سره هغوي ته په حکومت کې کلیدي څوکۍ ورکړي او د دغه غوڅ اکثریت ملاتړ چې قوي ملاتړ ورته ویلای شو خپل کړي.

نیوز ویلک لیکي چې پښتانه د افغانستان ۵۷ سلنه نفوس جوړوي چې  د ټولو تاجکانو تر نفوس څه باندې دوه برخې زیات دي خو دغه پښتانه د طالبانو د سقوط راهیسې د واک له ګدۍ د نفوسو انډول ته په کتو لري ساتل شوي دي.

نیوز وایې چې که چیرته کرزی د پښتنو حمایت تر لاسه کړي نو نوموړی به د دې جوګه شي چې د طالبانو هغه پروپاګندیزه جګړه هم بي اغیزي کړي چې وایې د امریکا دولت په افغانستان کې تاجکانو ته زیات واک ورکوي او کرزی هم په تاجکانو سر ماتوې.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery