مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جهاني او دهغه د جهان څیړنغونډه په بلجیم کي جوړه سول

تاندملګري


دجولائ پر ۹ او لسمه نیټه  په بلجیم کي  داورینز په ښار کي دافغان  ادبي بهیر –بلجیم  لخوا د هیواد دوتلي  او منلي نابغه شاعر ، لیکوال  او تاریخپوه عبدالباري جهاني په ویاړ یوه درنده علمي څیړندغونډه جوړه سوه  په غونډه کي  د هیواد  زیات شمیر  وتلو فرهنګپالو د اروپا ، افریقا او امریکا  څخه  ګډون کړی  و
غونډه د ماښام پر شپږ و بجو  د بلجیم  میشتو فرهنګپالو په استازيتوب  د حاجي امین باوري په پیلیزه پیل  سول او راغلو میلمنو ته ئې د زړه له کومي  ښه راغلاست وویل . وروسته د حاجي رحمت الله  ځاځي  لخوا د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت  سره رسما پیل سول . او دملي سرود په ږغولو  ټولو برخوالو د خپر د احترام مراتب وړاندي کړ ل .
وروسته د حاجي  امین  باوري  لخوا ښاغلي  اور ژبي شاعر  او لیکوال عبدالباري جهاني ته  بلنه ورکړه سوه ترڅو دغونډي د میلمه مشر پر ځای تشریف راوړي . او د دهغه سره ئې په څنګ کي  د غوندي د دریز چاري   هم د افغانستان د راډیو تلویزون دپخوانيو ویاندویانو ښاغلي افضل ټکور او رزغونې ژواک خور ته وسپارلې .
ورسته د بیلابیلو کلتوري ټولنواوفُرهنګپالو  پغامونه دنړۍ دګوټ ګوټ څخه د عبدالباري جهاني  په ویاړ رالیږل سوي و ولوستل .

تر پیغامونو ورووسته په علمي برخه کي  اکبر کرګر خپله علمي مقاله  ولوستله  . او دجهاني صاحب  پرژوند ئې ډیره ښکلې ړنا واچول او تر څنګ ئې دهغه سره دژوند خاطرې  د ګډونوالو سره شریکي کړې  .
تر کرګر وروسته  دافغانستان نامتو لیکوال ښاغلي افضل ټکور د جهاني پر شعر  خورا په ښکلي انداز کي  ړنا واچول . او دهغه  شعر ئې دخپل عصر  یو بې مثاله  وباله .

تر ښاغلي ټکور وروسته د افغانستان یو وتلي ژورنالیست  ولي نورزي  د جهاني پرشعر او شخصت  ژوري خبري وکړې   او دښاغلي جهاني شعر ئې د ملت  ژبه وبلل  او دهغه د شعري جوړښت  پر اړخونو ئې ړنا واچول .
تر ښاغلي نورزي وروسته  د افغانستان یو پخواني ډیپلومات  امان الله ساپي  خبري وکړې   او تر هغه وروسته د امریکا څخه راغلي میلمه  او دبېنوا پاڼي مسول خالدهادي حیدري  دجهاني صاحب د شعر  پر مستې او ځوانۍ وژغید او دده د شعر ځواني او مستي ئې تلپاته وبلل.

تر خالد هادي ورسته  اورژبی شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني ته د پروګرام په دریمه برخه کي  بلنه ورکړه سوه ترڅو خپل شعرونه  ګډون والو ته واوروي . خو د ښاغلي جهاني صاحب په حضور کي لومړی دهغي ویب پاڼي پرانستنه وسوه چي دعبدالباري جهاني  لپاره ځانګړې جوړه سوې وه
ښاغلي جهاني د شعر مخکي  لنډي خبري وکړې او لومړۍ ئې دده په ویاړ د داسي یوې غونډي د جوړیدو له امله  دبلجیم  دافغان کلتوري بهیر څخه مننه وکړه وروسته ئې د پښتو ژبي په روانو ستونزو ړنا واچول  او دلهجو یا معیار په اړه ئې خپل علمي دریز  روښانه کړ . نوموړي زیاته که چي پښتانه  په زرو لارو سره ویشل سوی یا ویشل کیږي نو پښتانه فرهګپال  او شعوري خلګ باید چي  د پښتو او پښتنو په منځ کي د یو بل درز د درامنځ ته کولو مخنیوی وکړی او اوس وخت  د معیاري کیدو لپاره ندي ځکه پښتانه د هري لاري ځپل سوی ټبر دی چي علمي تاسیسات ئې له منځه تلي یائې اوس  هم په لوی لاس له منځه ځي . له سیاسي ، اقتصادي اړخه  کمزوری دی  .  ښاغلي جهاني پرهغو لیکوالو ږغ ورکړ چي دغسي ستونزمنو مسایلو ته لمن وهي  چي پښتانه پریږدی چي په خپلو عامو لهجو او لیکدو د کار وکړی  او پښتانه پر برخو مه ویشی .
ښاغلي جهاني وویل چي هرڅوک که دا کار شعوري کوي  دا یو ستر خیانت دی او که ئې غیري شعوري کوي دا یو لوی جاهلیت دي . چي په دواړو حلاتو کي باید ترې ډډه وکړي .
ورسته ښاغلي جهاني خپل  خواږه شعرونه  دغونډي برخوالو ته واورول او د غونډي  فضا ئې نوره هم رنګینه کړه  اوغونډي د شپې تر دوو بجو دوام وکړ
 دغونډي  په دوهمه ورځ یاني نن بیا د ښاغلي عبدالباري جهاني د صحت او عافیت  په موخه د مشاعرې او موسقي لپاره ځانګړې سوې وه چي دسټیج چاري ئې جلال امرخیل پرمخ بېولې  . او دماذیګرپر۵ بجو دجولای په  لسمه پیل سول .
لومړي  ځینو نامتو هنرمندانو  دجهاني صاحب اشعار په موسقي کي  وویل او تر هغه وروسته  مشاعره د عبدالقدیم پتیال په شعر چي هادي ولوست پیل سوه  ګڼ شمیر شاعرانو خپل خواږه شعرونه  ولوستل چي موسقي به هم په مینځ کي کله کله ورسره مل وه او ګڼو هنرمندانو به  دوطن  ښکلي سندري ویلې .او ننۍ هغې دښپې پر درو بجو پای ته ورسیده دیادولو وړ ده چي دنن غونډه د خالدهادي په  څوغمګین شعرونو چي دغونډي برخوال ئې ټول وژړول  او د ځوان او مست سندرغاړي  هارون جان صاحبزي  په ښکلو او مستوسندرو او دځوانانو په مستو اټنونو لا رنګنه  وه

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery