مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-15   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نیویارک ټایمز: د سیمیزې دفاع پلان ومنل شو

سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان ا و امریکایې چارواکو د هغه توافق په اړه یوه لیکنه کړي چې له مخې به یې د افغانستان د کلیو د ساتلو لپاره اربکې ځواکونه جوړیږي.

ورځپاڼه لیکي، د افغان چارواکو، د ناټو د قوماندانانو او د امریکا د متحده ایالتونو تر ډیرو بحثونو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي ومنله چې د کلیو د ساتلو ځواک به رامنځ ته کیږي .

دا په افغانستان کې د ناټو د نوي قوماندان جنرال دیوید پتریوس هغه غوښتنه وه چې د تیرې سې شنبې تر ورځي حامد کرزي نه منله او د چهارشنبې په ورځ یې ومنله .

د دغه توافق له مخې به اربکې ځواکونه د کلیو د ساتلو لپاره د طالبانو پر وړاندي تشکیلیږي او مشري به یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کوي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

نیویارک ټایمز لیکي چې امریکایې قوماندانان تمه لري چې په دغه کار سره به دافغاستان په لري پرتو سیمو کې امنیت را منځ ته کړي.

تر اوسه د دغه پلان نور جزیات رسنیو ته ندي سپارل شوي خو امریکايي چارواکي وایې چې دغه عراقی تکتیک به ډیر ژر په افغانستان کې پلی او تجربه به ترینه واخیستل شي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان په ډیرو کلیو کې نه افغان پولیس او نه هم نور سرتیري موجود دي او دغه نوی ځواک به دغه کلي د طالبانو له بغاوتونو څخه ساتي.

د پنټاګون ویاند جیف موریل وویل چې دا با ملیشې نه وي .

هغه وویل: (( دا ځواکونه به حکومت جوړوي، حکومت به معاش ورکوي، حکومتي جامې به ولري او دغه ځواکونه به خپلي سیمې له بدو سترګو ساتي، دغه سرتیري به په خپل چم ګاونډ کې له افغان پولیسو ا و د ملي اردو له سرتیرو سره همکاري کوي اودښمن به له خپلو کلیو بانډو شړې)).\

موریل وویل چې دا یو موقتي حرکت دی تر څو ولیدل شي چې د ثبات په راوستلو کې یې اغیزمنتوب څومره دی .

افغان دولت تر دې دمخه اندیښنه ښولي وه چې د داسي ځواک رامنځ ته کول به یو ځل بیا کورجګړو ته لمن ووهي او د هغوي بیرته خلع سلاح کول به ستونزمن کار وي .

خو اوس نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي کرزي ځکه له دغه پلان سره موافقه کړي چې د دغو ځواکونو مشري به د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery