د ۲۰۱۰ ز کال د جولای پر ۲۴مه د افغانستان او پښتو ژبي د معاصر شعر د مخکښ شاعر ،وتلي ليکوال او تاريخ ليکونکی ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ د سويډن د مالمو په ښار کي يوه په زړه پوري او درنه ادبي غونډه جوړه سوې وه .
پدې غونډه کي دمالمو اوشاوخواښارومېشتو فرهنگپالواودډنمارک هيوادنه دښاغلي جهاني علاقمندانو اوڅو تنو شاعرانو گډون درلود .
دغه ادبي غونډه چې د ښاغلي حاجي حکمت الله حکمت په ځانګړي زيار په مالمو او کوپنهاگن کې دجهاني دعلاقمندانو افغانانو په ګډو هلو ځلو رابلل شوې وه، دماسپښين پر درې بجو ديوځوان حيات شېرزاد له خوا د قران مجيد د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل اودماښام د اوو بجو اوڅو دقيقوپر شاوخوا دخوښی په فظاکي پاي ته ورسېدل .
دغونډې په سر کې دغونډي دپر مخ بېونکي ځوان اوتکړه شاعر نيازمحمد پياوړي لخواښاغلي حاجي حکمت الله حکمت ته بلنه ورکړه سول چي دغونډې برخوالوته پرانيستونکې وينا وکړي .
ښاغلي حکمت الله حکمت لومړئ دافغانستان وتلی اوپېژندل سوشاعر ،اديب اوليکوال ته دغونډې دبرخوالو په استازيتوب هرکلی ووايه او دښاغلی جهاني پر فرهنگی شخصيت اودهغه دشعر دگټوروتاثيرپه هکله ئې په څو لنډوجملو کي رڼا واچول .
ښاغلي حکمت الله حکمت دمالمو داوسېدونکو افغانانو اوپياوړي شاعر عبدالباري جهاني دمينوالوپه استازيتوب له ټولوهغو کسانوڅخه کوموچي دغونډي په جوړېدوکي ئې ورسره همکاري کړې وه اوگډون والونه مننه وکړه چي پدې درنه ادبي ناسته کي ئي برخه اخيستي وه.
ويناوال همدا ډول په بلجیم کښي افغان کلتوري بهیر دمشر ښاغلي حاجي محمد امين باوري په نوښت په بلجيم کښي ددرنې ادبې غوندې دجوړېدونه په قدردانی سره يادونه وکړه اوهمدا ډول ئې په خپلو خبروکي په قدردانی سره څرگنده کړه چي دبېنوا ويب پاڼې مشر ښاغلي خالد هادي حيدري ،دلراوبر ويب پاڼې مشر اومسول ښاغلي عبدالله احسان دواړوستاسو په اروپاکي سفرگام په گام څاره اوافغانان ئي دټولو هغو غونډوله جريان څخه خبرول کومې چي ستاسو په وياړ جوړې دې .
تر پرانيستونکي وينا ورسوته په مالمو کي اوسېدونکو افغان شاعرانو اوله ډنمارک نه راغلوهر يوپه لاندي ډول خپل په زړه پوري شعرونه واورول چي دغونډې دبرخوالو لخوا په چکچکو بدرگه کېدل :
عبدالمالک بېکسيار
ګلمانشاه ودير ساپی
سلام خان اندړ
ډگروال غلام فاروق
عبدالباقي تلاښ
هلمند شېرزاد
ولايت خان ځدراڼ
عبدالقدوس رحمتزی
حيات شېرزاد
سيف الله سيف
هيواد شېرزاد
نياز محمد پياوړی
تردغه شعری برخې وروسته دڅو دقيقو لپاره تفريح اعلان اودغونډي برخوال دتازه مېوې اوشربتو څښلوته وبلل سول .
تر تفريح وروسته د غونډې دوهمه برخه چې د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعرونو اورولو ته ځانګړې شوې وه دهغه لخوا دخپلو شعرونوپه ويلواو ولولوپه فضاکي پيل سوه.
ښاغلي عبدالباري پداسي حال کښي چي دغونډې دبرخوالو لخوا په تودوچکچکواو((بيا ئي ووايه ))په جملو بدرگه کېده شاوخوادوه ساعته دخپلو شعرونوپه اورېدو دغونډي برخوال ونازول .
غونډه د ماښام تر اوو بجو وروسته پداسي حال کښي پاي ته ورسېده چي ښاغلي جهاني ته دغونډې دکوربه لخوا برابره سوې ډالي وړاندي اودغونډې دبرخوالوپه استازيتوب برابره سوې دگلوښکلې گېډۍد ښاغلي محمد سليم عزيزي لخوا ورکړ ه سوه.
دغونډې په پاي کښي يوشمېر افغانانوله خپل پياوړي شاعر سره يادگاري عکسونه ، تر عکس اخيستلو وروسته ښاغلي جهاني ،له ډنمارک نه راغلو مېلمنواودمالمو ښريوشمير کسانوته بلنه ورکړه سول دشپې دډوډۍ خولوپه هغه محفل کي گډون وکړي کوم چي دښاغلي جهاني په وياړ تريتب سوې وو . دډوډئ خوړلو خوږ اونه هېرېدونکی محفل دشپې تر ۱۱ بجو وغځېداوپسله هغه ښاغلی جهانې دخپلو راغلو دوستانو سره دډنمارک په لور رخصت شو.