سرچینه: د بریټانیا ګارډين ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د بریټانیا ګارډین ورځپاڼي تر دې عنوان لاني چې د پاکستان استخباراتي ادارې طالبانو ته پیسې ورکولي چې په افغانستان کې پر هندي کارګرانواو نورو دیپلوماتانو بریدونه وکړې.
ګارډین په خپله ننۍ ګڼه کې دغه لیکنه د ویکلیکس ویب پاڼي د پتو هغو رازونو پر استناد کړې چې تیره ورځ دغې ورځپاڼي ته وسپارل شول.
ګارډين لیکي چې د پاکستان استخباراتو په ۲۰۰۸ کال کې طالبانو ته پيسې ورکړې وې تر څو په کابل کې د هند پر سفارت برید وکړي چې همداسي هم وشول.
په دغه برید کې د هند د یو شمیر سفارتي مامورینو په ګډون شاوخوا سل تنه ولسي افغانان چې د هند د ویزې د تر لاسه کولو او همدا راز په ګرد چاپیر کې په کار بوخت ول مړه او ژوبل شول.
ګارډین لیکي چې تر دغه برید وروسته د امریکا داستخباراتو مرستیال مشر دیوید کاپس له یو شمیر هغو اسنادو سره چې په کابل کې د هند پر سفارت د شوې برید تر شا د پاکستان لاس درلودل پرې ثابتیږي اسلام آباد ته ورغی خو وروسته امریکا د خپل دغه نږدې متحد په دغه کار سترګې پټي کړي.
ګارډین لیکي چې په دغو اسنادو کې دا ثابتیده چې هغه ترهګر چې د هند پر سفارت یې برید کړی وو له برید د مخه د پاکستان داستخباراتي ادارې له مامورینو سره ټلیفوني خبري کوي او له هغوي څخه هدایت اخلي.
ګارډین لیکې چې اې اس ای په ۲۰۰۷ کال کې په جلال آباد کې د هند پر قونسلګرۍ د برید پلان هم طالبانو ته ورکړی وواو په ورته وخت کې یې طالبانو ته دستور ورکړی وو چې د افغانستان په ختیځ کې د هغې هندې کمپنۍ کارکونکي ووژني چې د سرک په جوړولو بوخت دي.
پاکستان د هر هندي کارګر د وژلو لپاره له پينځلسو تر دیرشو زرو امریکایې ډالرو پوري طالبانو ته منلي ول.
ژباړه او ترتیب؛ میرویس جلالزی