سرچینه: د لندن چاپ الحیات ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب د میرویس جلالزی
لبنان ته د عربي هیوادونو د مشرانو سفر هغه مسله ده چې د ګڼ شمیر عربي ژبو او په عربو کې د خپریدونکو ورځپاڼو د سر غټ ټکې جوړوې.
بیروت ښار ته د سعودي د پادشاه، دسوریې د جمهور ریس او د قطر د امیر سفر د لبنان پر حالاتو سیورې غوړولی.
د لندن چاپ الحیات ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې لبنان ته د عربي ټولنې د یو شمیر مشرانو د سفر په اړه لیکلي:
لبنان ته د عربستان د پادشاه عبدالله بن عبدالعزیز سفر دا ښیې چې سعودي عربستان د لبنان د حالاتو کابو کوله او یوه داسي سوله غواړي چې په ترځ کې یې د حزب الله ډلي هغه کسان محاکمه کړای شي چې د دغه هیواد د پخواني صدراعظم رفیق حریري په ترور کې یې لاس درلود.
ورځپاڼه لیکې چې د دغې مسلې د حل لپاره نوې افکار را منځ ته شوي دي چې په هغو کې د هغې دری اړخیزه کميټې د جوړیدو یادونه کولای شو چې پکې د سوریې ولسمشر بشار الاسد، د حزب الله ډلي مشر حسن نصر الله او د لبنان صدراعظم سعد حریری برخه لري.
دغه دری اړخیزه کمیټه به د یوه دریم اسلامي هیواد له لوري څارل کیږي چې په دې برخه کې د قطر هیواد د ناظر په توګه ټټر ډبولی دی.
الحیات ورځپاڼه له یو شمیر سیاسي مبصرینو په نکل کاږي چې د حزب الله ډلي مشر حسن نصرالله دا هم ویلي چې که چیرته مخکې له مخکې د حریري د ترور په قضیه کې د حزب الله ډله مجرمه پیژندل کیږي، نو دوي به په هیڅ قیمت په دغو دری اړخیزو خبرو کې برخه وانخلي.
ورځپاڼه لیکي چې د لبنان صدراعظم سعد حریري چې غواړي دغه قضیه په آرامۍ کې حل کړي ښایې د دغې مسلې په باب دوه په دوه له حسن نصر الله سره خبري وکړي.
ورځپاڼه دا هم لیکي چې د سعودي عربستان پادشاه سوریې ته د هغې څيړندویې ډلي د تحقیقاتو د پایلو په باب خبر ورکړی چې د رفیق حریري د ترور په برخه کې را ټول شوې او د حزب الله ډلي مشر حسن نصرالله هم د تحقیقاتو له دغو پایلو خبر دی.
الحیات په پای کې لیکي چې ښایې حسن نصرالله هیڅ کله هم د حریري د ترور په دسیسه کې د حزب الله لاس درلودل و نه مني خو سعودي عربستان چې د امریکا ملاتړ لري او امریکا حزب الله د سیمې د امنیت لپاره ګواښ بولي، دا هڅه وکړي چې دغه ډله په نړیواله کچه بدنامه او د حریري په قتل کې یې په لاس درلودو پړه وګڼي.
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
Email: tanha_mer@yahoo.com