مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-28   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

The HINDU: له واشنګټنه دطالبانو دنابودۍ غوښتنه

The HINDU

سرچینه: ده هندو ورځپاڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د هندو ورځپاڼي په افغانستان کې د روانو حالاتو په باب یوه مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې یې راغلي.

د افغانستان دولت له امریکې غوښتي چې د طالبانو د نابودولو هڅې د افغانستان او پاکستان په ګډو سرحدي پولو متمرکزې کړي.

دغه غوښتنه وروسته تر هغه د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر ډاکټر سپنتا وکړه چې په روانه اونۍ کې د  امریکا د محرمو رازونو یوې خپرونکې ویب پاڼي د افغانستان دجګړې په باب د امریکا پت رازونه خپاره کړل.

په دغو رازونو کې دپاکستان استخباراتي اداره د طالبانو په ملاتړ تورنه شوي وه.

The HINDU ورځپآڼه له ډاکټر رنګین دادفر سپنتا څخه په حواله کاږي چې وایې د امریکا دولت باید خپله ستراتیژي له سره وګوري او په هغې کې د طالبانو هغه مرکزونه په نښه کړي چې د پاکستان په دننه کې هم موجود دي.

سپنتا ویلي چې دغه یاغیان د دې پر ځای چې تداوي شې باید مجازات کړای شي.

ده هندو ورځپاڼه له ښاغلي سپنتا په نکل کاږي چې دا څرنګه امکان لري چې یو هیواد د بل هیواد د آبادۍ او د پوځ د جوړلو لپاره یولس ملیارده ډالر لګوي او له بل لوري د دغه پوځ او دغه هیواد دښمن تقویه کوي.

ده هندو ورځپاڼه لیکي چې د ډاکټر سپنتا دغه څرګندوني د افغان ولسمشر حامد کرزي د هغو څرګندونو ادامه ده چې وایې د ترهګرو روزن ځایونه، هډې او مالي سرچینې باید د افغانستان دپولو ها خوا هم وځپل شي.

حامد کرزي تل ویلي چې د ترهګرو ایډیالوژیکي مرکزونه او مالې سرچینې باید له پولو هغې غاړې ته چې اغلباً یې اشاره پاکستان ته ده وچې کړای شي او ترهګر باید د افغانستان په کلیو کې و نه لټول شي.

دغه هندي ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان بدنامه استخباراتي اداره نه یوازي دا چې خپل یو ګاونډی افغانستان ځپي له بل لوري هند هم په کراره نه پریږدي.

The HINDU ورځپاڼه لیکي چې پاکستان په بربنډه توګه د هند په دننه کې او د هند له خاورې بحر د هند اهداف په نښه کوي چې د بیګلې په توګه په کابل کې د هند د وګړو پر میلمستون او سفارت خانې بریدونه یادولای شو.

ده هندو ورځپاڼه کاږي چې په ټولو هغو بریدونو کې په یوه ډول نه په یوه ډول د پاکستان استخباراتي اداره لاس لري چې د افغانستان په دننه کې د هند پر اهدافو شوې.

خو پاکستان تل دغه تورونه بي اساسه بللي دي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


Email: tanha_mer@yahoo.com

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery