نطاق: د افغانستان په اوسنى نازك پړاوكى ستاسو له نظره دولسونو ترمنځ ملى يووالى او پيوستون څنگه ارزوى؟
كاكړ: كه څه هم چې په لوړه سطحه كى شايد د ځينو سره ځينى د اختلاف ټكى وى خو د ولس په كچه ملى يووالى او ملى پيوستون ډيرزيات پياوړى دى د اوږدى جگړى په كلونوكى
پوهاند ډاكتر حسن كاكړ
نطاق: د افغانستان په اوسنى نازك پړاوكى ستاسو له نظره دولسونو ترمنځ ملى يووالى او پيوستون څنگه ارزوى؟
كاكړ: كه څه هم چې په لوړه سطحه كى شايد د ځينو سره ځينى د اختلاف ټكى وى خو د ولس په كچه ملى يووالى او ملى پيوستون ډيرزيات پياوړى دى د اوږدى جگړى په كلونوكى گاونډيو هېواد وتو او نور و دا هڅه كوله ترڅود افغانانو ترمنځ ملى پيوستنون ته تاوان واړوى او دولسونو په زړونوكى ديو اوبل په وړاندى كركى را پيدا كړى خوله نيكه مرغه داسى ونشول يوموټى او واحد افغانستان پاتى دى او مخ په وړاندى به درومى.
نطاق: افغانستان كله كله د لويو زبرځواكونو تر يرغل لاندى شوى خوكله بيا افغانستان د نورو گاونډيانوله نظره د گواښ په توگه بلل شوى، اوس چې په هېواد كې د امنيت بهرنى ځواكونه شته آيا په ريښتيا افغانستان ته د گاونډيو له خوا گواښ متوجه دى؟
كاكړ: د امنيت د بهرنيو ځواكونو په موجوديت كه خو كوم همسايه په ښكاره نشى كولى چې گواښ پيښ كړى خو په پټه باندى اوس هم لاسوهنى شته افغانستان د شپږو گاونډ يو په منځ كى پروت هېواد دى، بايد افغانستان له ټوله سره نيك او حسنه روابطه ولرى، د شلو كلونو د جگړو تاريخ و ښودل چې كه موږ د يوه گاونډى سره ډير نژدى شوى يو نو نوروځان ته گواښ گڼلى او بيايې په مداخلولاس پورى كړيدي، نو افغانستان ته پكار ده چې د خپلو ټولو گاونډيو سره نيك اړيكى ولرى او د هغه سره جوخت د خپلى مستقلانه دفاع د پاره مجهز او پياوړى پوځ ولرى ترڅو د نورو هېوادونو د تجاوز او مداخلو مخه ونيسى.
نطاق: د ډيورنډ د كرښى په هكله پاكستان غواړى چې ددى كرښى موضوع دى روښا نه شى او افغانستان ته يې د خبرو بلنه وركړى ددى علت څه دى؟
كاكړ: ماته هم جالبه ده چې پدغه وخت كى څنگه د صوبه سرحد وزير اعلى ددى غوښتنه كړى چې د ډيورنډ د كرښى معاهده دى نوى شى، خو ددغى خبرى سره د هغه طرف پښتنو ډير سخت غبرگون ښودلى، ځكه خو وزير اعلى خپله دا خبره بيرته واخيستل، زما په عقيده په اوسنيو شرايطوكى ددى موضوع با دول د پاكستان او افغانستان دواړو لپاره لازمه نده، ځكه پاكستان هم ډير زيات مشكلات لرى او افغانستان هم نوى له جنگ نه خلاص شوى زيات مشكلات لرى.
نطاق: كه ددغى موضوع په هكله د افغانستان او پاكستان مشران وزغيږى آيا دا به د پاكستان لپاره ښه فرصت وى او كه افغانستان لپاره؟
كاكړ: كه په اوس وخت كى داسى خبرى كيږى نو د افغانستان لپاره داگټه لرى چې خپلى غوښتنى وړاندى كړى او مقابل لورى ته روښانه كړى چې د ډيورند كرښه خو د يوه موقتى هدف لپاره جوړه شوى وه، اوس خو هغه هدف نشته نو ددى كرښى ضرورت هم نشته او د كرښى ها خوا سيمى په افغانستان پورى اړه لرى نو كه خبرى كيږى بايد په دغو بنيادونو وشى.
نطاق: دا چې وايې ددى معاهدى سل كاله پورى شوى او بايد ورباندى خبرى وشى دا په كوموبنيادونو دا خبرى كيږى؟
كاكړ: ماپخپلو پلتڼو كى چيرته داسى څه نه دى ليدلى چې دوخت ذكر دى په كى راغلى وى دا د حقوق پوهانو دنده ده چې ديوى معاهدى وخت چې تيريږى نو بيا خو د هغى اهميت هم له منځه ځى. دا يوازى انگريزانو د خپل نفوذ د يوى سيمى په توگه كاروله ترڅو په دى توگه دروسانو د پرمختگ مخه دهندپرلورى ونيسى، داسيمى هيڅكله هم د هند دبريطانوى امپراطورى سره تړلى سيمى نه وى. بلكه د افغانستان پورى تړلى برخى وى.
نطاق: ستاسو په نظر د پشتونخوا دولس تما يلات كوم لورته دى آيا د پاكستان پلوكه د افغانستان پلوته؟
كاكړ: كله چې په ۱۸۹۳ كى داكرښه وايستل شول نو د هغه ځاى پښتنويى په وړاندى ستر پاڅونونه پيل كړل. چې انگريزان و ډارشول او اويا زره مجهز پوځ يي دغى سيمى ته وليږه او سختى جگړى وشوى د هند او پاكستان ترويش پورى يعنى تر ۱۹۴۷ كال پورى دغه رازمخالفتونه د دغى كرښى په وړاندى موجود و، او د هغه ځاى پښتنو دا كرښه نه منل خو اوس حالاتو ډير بدلون موندلى اوس دا موضوع دهغه ځاى په خلكو اړه لرى خو هر څه چې وى دايوه غير فطرى او غير طبعيى كرښه ده او دا ډيره حاده موضوع ده دانشى كيدلى چې پو واحد قوم او ملت دى سره بيل شى.
نطاق: پاكستان د تروريزم سره د مبارزى په بهانه پدغه سيمه كى په زرگونو پوځ ځاى پرځاى كړى او د افغانستان حكومت هم د دوى په واړندى چوپه خوله پاتى دى آيا دا د افغانستان د دولت تيروتنه نه بولى؟
كاكړ: دا يوه جدى او حساسه ملى موضوع ده د افغانستان لورى بايد د موضوع حساسيت په نظر كى ولرى او دهغه پربنسټ گامونه واخلى زه هيله من يم چې د دواړو هېوادو مشران بايد د يوه لرليد په رڼاكى داسى گامونه واخلى چې دهغه ځاى د خلكو د غوښتنو سره سمه يوه پريكړه وشى.
نطاق: ددى كار لپاره بايد كوم گامونه واخيستل شى.
كاكړ: يووخت د محمد داود خان په وخت كى دا موضوع جدى وه خواوس داسى ښكارى چې د افغانستان دولت ته د بيارغونى امنيت، او د مركزى حكومت قوى كول ډير مهم دى چې دا يو واقعيت هم دى او بايد همداسى وى خو زما عقيده داده چې پاكستان بايد افغانانو ته په دى برخه كى امتيازات وركړى او دا موضوع دى په داسى توگه طرحه شى چې دواړو هيوادونو ته د منلووړوى.
نطاق: كشور ما در اثر بی اتفاقی ویران شد، ولی اکنون به همبستگی و وحدت ملی گام می بردارد، هستند یکتعداد کسانی که باز هم به بی اتفاقی و تعصبات دامن میزنند، دولت درین راستا چه کار های را باید انجام دهد؟
كاكړ: دولت باید یکسلسله ارزشها را معین بسازد که بر بنیاد آن باید اعضای جامعه عمل نماید که در قانون اساسی این ارزشها تسجیل شده است، دموکراسی باید یک چوکات داشته باشد و از آن چوکات باید اعمال و حرکات ما تجاوز ننماید. مانند دموکراسی وقت شاه که به انارشیزم انجامید، زیرا کشور های مغرض همسایه منتظر آن است که هر آن حکومت افغانستان ضعیف شده دست به تحرکات و مداخلات زده، بناً دولت باید درین راستا بسیار حساس باشد.
نطاق: شما به آینده افغانستان خوشبین هستی یا خیر؟
كاكړ: حالات در افغانستان زیاد فرق نموده من به این عقیدیه هستم که اگر افغانها قانون، حاکمیت ملی و استقلال کشور خود را مهمتر بدانند و درین راستا تلاش کند، من امیدوار هستم که افغانستان آینده روشن خواهند داشت.
نطاق: وضع آینده سیاسی افغانستان را چگونه ارزابی میکنید؟
كاكړ: من آینده را خوب میبینم با یک تفاوت چون افغانستان فعلاً به کمک کشور های دوست کار های بازسازی خود را براه انداخته است ولی تشویش من اینست که در طول چهار سال حکومت نتوانست حد اقل قوای امنیتی خود را به اندازه منسجم بسازند که در سراسر کشور بتواند عواید دولت را جمع آوری کند و توسط این عواید دولت بودجه خود را بسازد و دولت خود را به پای ایستاده کند، بگونه مثال اگر کدام حادثه غیر مترقبه پیش آید وقوای خارجی از افغانستان خارج شود در آن صورت ما چه خواهد کردیم که این یک حقیقت تلخ است.